یکشنبه, ۳۰ ذیقعده ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د هغه د برمته د ۱۴مې کلیزې په مناسبت... نوید بټ آزاد کړئ!

حزب‌التحریر ولایه پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې، په ځانګړي ډول پر اکس پاڼه، تر دې سرلیک لاندې یو کمپاین پیل کړ:

«د هغه د برمته کولو د ۱۴مې کلیزې په مناسبت... نوید بټ آزاد کړئ

دا کمپاین د پاکستان پر ظالم نظام د فشار اچولو لپاره ترسره شوی، ځکه چې د هغه پټو ادارو ۱۴ کاله وړاندې انجینر نوید بټ، چې د حزب‌التحریر ولایه پاکستان رسمي ویاند و، د خپلو اولادونو او ګاونډیانو پر وړاندې وتښتاوه. دا یوازې ځکه چې هغه حق ویل، او مسلمانانو ته یې د خپل شرعي مسؤولیت یادونه کوله چې باید یو راشده خلیفه وټاکي، څو د الله پر کتاب او د رسول الله ﷺ پر سنتو پرې حکومت وکړي.

دا ظلم د سختۍ له ټولو حدونو اوښتی دی... خپل غږونه پورته کړئ او د ورور نوید بټ د آزادېدو غوښتنه وکړئ.

اې الله! زموږ ډال، د نبوت پر منهج راشده خلافت، بیاځل زموږ راپه برخه کړه... اللهم آمین.

۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدې ۲۸مه

۲۰۲۶م کال د مې ۱۵مه

 

- د ټویټري کمپاین وخت -

د ۲۰۲۶م کال د مې ۱۶مه
وخت: د پاکستان ولایت په وخت د شپې نهه بجې
(د مدینې منورې په وخت د ماښام اووه بجې)

 

د نوید بټ ورور لپاره دعا

الله دې یې له بنده خلاص کړي

﴿وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ قُلْ عَسَىٰ أَن يَكُونَ قَرِيبًا﴾

ژباړه: او هغوی وايي: دا به کله وي؟ ووایه: ښايي نږدې وي

اې الله! د نوید عبادتونه قبول کړه.

ای زموږ ربه! زموږ زړونه د خپل ورور او محبوب نوید په خبرونو ډاډمن کړه.

ای الله! هغه په خپلې هغې سترګې وساته چې هېڅکله نه ویده کېږي، او په خپل هغه ځواک یې خوندي کړه چې هېڅوک ورته نشي رسېدلی، او په خپل هغه پرده یې پټ کړه چې هېڅکله نه څیرېږي.

ای الله! هغه ته په بدن، اورېدو او لیدو کې روغتیا ورکړه.

ای الله! هغه له مخې، له شا، له ښي او له چپ لوري وساته، او زه هغه ستا په پناه کې درکوم، ای ربه، له دې چې له لاندې لوري پرې ناڅاپي برید وشي.

ای الله! د هغه عقل او روغتیا خوندي وساته، او هغه د زندان ساتونکو، ظالمانو او ستا د ټولو بدو مخلوقاتو له شره وساته.

ای الله! هغه خپل کورنۍ او موږ ته روغ، بریالی، عزتمند او سرلوړی را وګرځوه،
او همدارنګه د مسلمانانو ټول بندیان او بندیانې د ظالمانو له زندانونو خلاص کړه.

ای الله! زموږ پر سید محمد ﷺ، د هغه پر کورنۍ او ټولو صحابه‌وو درود، سلام او برکتونه نازل کړه.

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي مرکزي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدې ۲۴مه

۲۰۲۶م کال د مې ۱۱مه

 

 

 

pk260516FreeNaveedButt EN

 

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان د استاد مصعب عمیر مقاله
سرلیک:
د مې یوولسمه، د حزب‌التحریر ولایه پاکستان د رسمي ویاند د برمته کولو کلیزه

۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدې ۲۶مه

۲۰۲۶م کال د مې ۱۳مه

دلته کلیک وکړئ

 

د هغې کمپاین د لیدلو لپاره چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مخکې د انجنیر نوید بټ، الله دې یې بند خلاص کړي او روغ، بریالی بېرته دې موږ ته را وګرځوي، د قضیې په ملاتړ پیل کړی و،

دلته کلیک وکړئ

 

د کمپاین هشتګونه

 

#أطلقوا_سراح_نفيد_بوت

#أطلقوا_سراح_نفيد_بوت_الداعي_للخلافة

#FreeNaveedButt

#FreeNaveedButt_AdvocateOfKhilafah

#خلافت_کے_داعی_نویدبٹ_کو_رہا_کرو

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه پاکستان وېب‌پاڼې وګورئ:

 

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان فېسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان اکس‌پاڼه

اړوند مطلبونه:   « مار، زموږ په کور کې!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې