دوشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خبرو اترو لپاره متحده عربي اماراتو ته د حوثیانو بلنه

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

د حوثیانو په رهبرۍ عالي سیاسي شورا د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۲۱مه له متحده عربي اماراتو وغوښتل چې له یمن څخه د دوی د ځواکونو د وتلو پر سر له دوی سره د خبرو مېز ته کېني. دا په داسې حال کې ده چې حوثیانو تر دې وړاندې امارات د بندرونو او د دوی د هوایي اډو په بمبارولو ګواښلي وو.  

دغې سیاسي شورا په هغه بیانیه کې چې له یمن څخه یې د متحده عربي اماراتو د ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته خپره کړه، وویل: «صنعا ته رسمي اعلامیه نه ده ورکړل شوې او تراوسه هېڅ خبرې نه دي شوي.» حوثیانو د  الثور په ورځپاڼه کې چې د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۲۳مه خپره شوه، د متحده عربي اماراتو د استازو یادونه وکړه، چې د منځګړیتوب لپاره یې مسکو او تهران ته سفر کړی و او اماراتو غوښتنه کړې ده، چې له یمن څخه د ځواکونو د وتلو په بدل کې ایران او روسیه حوثیانو ته د متحده عربي اماراتو د ویشتلو اجازه ورنه کړي. حوثیانو متحده عربي امارات په درواغ ویلو تورن کړل او زیاته یې کړه چې له یمن څخه د وتلو اراده نه لري او نظامي خوځښتونه یې له رسنیزو بیانیو سره بشپړ په ټکر کې دي. همدارنګه اماراتو ته یې د سرې بحیرې په غربي سواحلو او پولو کې د پرمختګ په تړاو ګواښ وکړ او ویې ویل چې دغه هېواد د جګړې په کړۍ ساتي.

حوثیان نه غواړي چې متحده عربي امارات پر حدیده، چې له بهرنۍ نړۍ سره د نښلېدو پل دی، برید وکړي، بلکې پر دغه هېواد فشار راوړي چې خپل ځواکونه یې له یمن څخه وباسي او په همدغه ترتیب په هغه ایتلاف کې چې دوی ګډون کړی، له منځه یوسي او د یمن جګړه پای ته ورسوي.

پر متحده عربي اماراتو د حوثیانو ګواښونه پر دغه هېواد د امریکا له فشارونو سره یوځای شوي. هغه دا چې له یمن څخه ووځي او د پټو بندیانو  او د مسجدونو د خطیبانو د قاتلانو قضیې او دوسیې پرانیزي.  په بدل کې یې امریکا د هرمز په تنګي کې له نښتو څخه د متحده عربي اماراتو پښه لنډوي.

حوثیانو د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو کې اعلان کړ چې امارات به خپل ځواکونه له یمن څخه وباسي او په همدغه ترتیب یې توپ د اماراتو خاورې ته وروغورځاوه. خو ایا متحده عربي امارات له یمن څخه وځي او په یمن کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره لار هواروي؟ په داسې حال کې چې د انګلیس له لوري دنده ورسپارل شوې چې حوثیان له یمن څخه او د امریکا پلوې عالي شورا فعالان او حسن بوام له صحنې بهر کړي.

حوثیان د داسې بریا په لټه کې دي چې له یمن څخه د انګلیس پېښې لنډې کړي او هلته امریکا ته ځای ورکړي. که څه هم هغوی ادعا کوي چې د قران له اوامرو سره سم مخته ځي، خو عملونو او له امریکا سره یې مرستې دغه ډله افشا کړې ده. په راتلونکي کې به د مسلمانانو پر وړاندې د دغې ډلې نور خیانتونه هم افشا او ښکاره شي او له جزا څخه د مخنیوي لپاره د تېښتې لاره نه ویني.

نو اوس هغه وخت نه دی رارسېدلی چې د دغو دواړو ښکېلاکګرو دولتونو نفوذ له منځه یوسو او د اسلام د پلي کېدو لپاره د نبوت پر تګلاره راشده ثاني خلافت تاسیس کړو؟

د حزب التحریر ـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

دوی له ماشومانو وېرېږي... له یوه لوی مسلمان پوځ سره به څه کوي!!؟

(ژباړه)

د اشغالګر یهودي دولت ځواکونو له هېبران (الخلیل) ښار نه د ملک صېدر په نوم یوه اته کلنه ماشومه وروسته له هغې له ځان سره وړې چې د دغې نجلۍ پر کور یې چاپه وهلې او پلار ته یې ویلي چې له دغې نجلۍ نه ځکه پوښتنې ګروېږنې کېږي چې په هغه ځای کې مېشتو شوو کسانو ته په مزاحمت تورنه ده.  له دغې پېښې وړاندې، د العسویه ښار یو شپږ کلن ماشوم، قیس فیراس عبید، هم په دې بهانه د پوښتنو او ګروېږنو لپاره غوښتل شوی و چې ګواکي په ښار کې د اشغالګرو ځواکونو ګزمه کوونکي موټر یې په ډبرو ویشتلي. دا پیښه له هغې پېښې سره په یوازې څو ساعته تفاوت رامنځته کېږي چې د محمد رابي الاینه په نوم یو څلور‌نیم کلن ماشوم په بیت المقدس کې د اشغالګرو پولیسو مرکز ته د تحقیق لپاره په عین بهانه راوړل کېږي. 

اشغالګر د مبارکې خاورې-فلسطین د خلکو پر وړاندې خپلو هر ډول وحشي سیاستونو ته ادامه ورکوي، د ماشومانو نیول او له دوی نه تحقیق د دغه جنایتکار سیاست د لړۍ یوه برخه ده، دوی پر ټول هغه څه پښه ږدي چې بشردوستي او د بشر او ماشومانو حقوق یې بولي.  د دې پر ځای، چې د فلسطین د مبارکې خاورې د خلکو پر وړاندې د دغو اشغالګرو زور زیاتي ته د پای ټکی کېږدي، دوی یوه ماشومه نجلۍ دغو جنایتکارانو ته د مزاحمت په تور د پوښتنو او ګروېږنو لپاره نیسي!

د احصایې له مخې، له یهودي دولت سره په ۵۷۰۰ نیول شوو فلسطینانو کې ۲۳۰ ماشومان دي، هغه ماشومان چې د محکمه کولو لپاره یهودي محکمې ته تسلیم کړل شوي، ډېری یې د بیت المقدس اوسیدوونکي دي، چې د ډبرو ویشتولو په جرم نیول شوي. د ۲۰۱۵ کال په جون په کې، د  اسرائیلو پارلمان یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د هغه کسانو د بند موده تر شلو کالو پورې وغزول شوه چې د ډبرو ویشتلو په تور نیول کیږي. همدا راز د وزیرانو شورا، چې د پولیسو او امنیتي چارو سمبالوونکې ده، پولیسو ته، د ډبرو ویشتوونکو پر وړاندې د ډزو کولو اجازه ورکړه.

یهودي دولت د نړۍ په کچه یوازېنی هغه دولت دی، چې په نظامي محکمو کې پکې ماشومان محاکمه کیږي، سره له دې چې د نړۍ ټول مقرر قوانین د دې کړنې پر ضد دي. د بېلګې په توګه د بشري حقوقو لپاره ټولې نړیوالې هوکړې، په ځانګړې توګه د ماشومانو د حقوقو نړیوال کنوانسیون یا (UNCRC) پر دې ټینګار کوي چې ماشومان دې وساتل شي، ژوند دې یې وژغورل شي او د لویېدو او پرمختګ فرصتونه دې ورته برابر شي. دا ټول قوانین او هوکړې له ماشومانو څخه د دوی د آزادیو اخستلو پر ضد دي. خو سره له دې، اشغالګر، فلسطیني ماشومان د دوی په مقدسه خاوره کې وژني او بندیانوي یې.  نو که دوی له هغو ماشومانو وېرېږي چې عمر یې د یوه لاس له ګوتو هم کم دی، پر دغو ماشومانو فشار راوړي چې غیرتي او پر خپل دین ویاړ کوونکي لوی نه شي او د دوی ریښې له منځه یو نه سي، نو دوی به څه کول که یې پر وړاندې یو لوی پوځ وی چې پر خدای ټینګه عقیده او کلک عزم لري!!؟ 

نو، اې مسلمانانو! دا یهودیان دي او دا د دوی اردو، چې نالایق حکام یې په دوامداره توګه هڅه کوي چې ځآن نه ماتېدونکی وښیي، هغه اردو چې په ښار کې د ماشومانو پر نیولو پسې ګرځي!! دوی یو ماشوم، چې د خپل عمر څلورم پسرلی یې هم نه دی پوره کړی، د پوښتنو او ګروېږنو لپاره په نښه کیږي؛‍ په داسې حال کې ستاسو حکام چې تاسو ترې راضي یئ، له دغو اشغالګرو سره د اړیکو عادي کول غواړي، قراردادونه ورسره لاسیک کوي او د دوی په خوښه سپک او شرمېدلي قوانین قوانین تصویب کوي.

په عین حال کې، دا دي د فلسطین ماشومان چې له ماشومتوبه د یوه زمري په څېر عمل کوي. یوازې دوی یو داسې دولت ته اړتیا لري، چې دوی رهبري کړي او دې ته یې پرې نږدي، چې له خپل مسیر او هغه نقشې جوړلو څخه واوړي، چې د اشغال د ختمولو لپاره یې کاروي، تر څو فلسطین آزاد او یو ځل بیا د مسلمانانو لاس ته ورشي. دا به یو ستر لښکر وي، چې د یوه ساتونکي رهبر له لوري به د هېواد د ازادولو لپاره د الله سبحانه وتعالی په اراده سره رهبري کیږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

د مطلب ادامه...

نړيوال سیاسي نظم د بدلون په حال کې دی

  • خپور شوی په سیاسي

تريزا مې:« د اوسني وخت نړیوالو ننګونو د حل په موخه او د ګډو ګټو په لار کې یو جوړجاړي ته رسېدل خورا مهم دي.»

د جولای پر ۱۷ مه تريزا مې وينا وکړه او په دې وينا کې یې د برتانيې د اوسني سياست او په نړۍ کې د ليبرالې ډيموکراسۍ د راتلونکې په تړاو خپل احساسات څرګند کړه. دې په سياست کې پر absolutism (مطلق پالنې یا هغه تيورى چې حاكم د مطلق واك څښتن بولى) او په نړۍ کې د populism (عامپالنې) پر ودې بريد وکړ او د اروپايي ټولنې څخه د برتانيې د وتلو پر بهیر په کوم کې چې نوموړې ناکامه شوه، هم څرګندونې وکړې. په دې ټولو موخو کې دا يوه ناکامه مشره وه.   

دې له ليبراليزم او نړيوالو بنسټونو څخه دفاع وکړه او د دولتونو ترمنځ پر همکارۍ، دوه اړخيزې هوکړې او جوړجاړي یې ټينګار وکړ. که څه هم تريزا مې د لومړۍ وزيرې په توګه له اروپايي ټولنې سره په دوه اړخيزو هوکړو او همکاریو کې پاتې راغله.

اروپا به نه جوړجاړی وکړي او نه به هم برتانيې ته د هوکړې وړانديز وکړي ځکه اروپایي ټولنه د برتانيې اصلي څېره پېژني او ياد هيواد به له اقتصادي کمزورۍ سره مخ شي او اقتصادي وده به یې په ۲۰۲۰ کال کې ۲ سلنې ته راولوېږي. له اروپايي ټولنې څخه د برتانيې وتلو له امله به برتانيه له ۲۷ دولتونو سره په خپلواکه توګه هوکړې کوي، په داسې حال کې چې برتانيه به د ورته سوداګريزو تګلارو، تعرفو او کمو سوداګريزو خنډونو څخه د پخوا په څېر برخمنه نه شي.  

د اروپايي ټولنې مرستيال مشر وايې: «موږ فکر کاوه چې دوی د برتانيې په پارلمان کې ډېر چالاکه دي، هلته به د هرې پاټر (جادويي کتاب) په څېر ټول چلونه او تګلارې شتون ولري.» له برتانيې سره د اروپايي ټولنې جدي چلند له دې امله دی چې اروپايي ټولنه پر برتانيې باور له لاسه ورکړی دی، ځکه چې د خبرو اترو له پيله برتانيې د اروپايي ټولنې پر وړاندې بدلېدونکی دريځ خپل کړی. اروپايي هيوادونه د برتانيې په اصلي موخو ښه پوهېږي او پر وړاندې يې له احتياطه کار اخلي.

په اروپا او برتانيه کې سياسي کړکېچونه

«لي پين او د دې پلار ژان ماري د فرانسې لي پين پخواني ګوند مشر دواړو پر ټويټر پاڼه د ټرمپ د بريا تود هرکلی وکړ. همدارنګه په اروپا کې د هالنډ، هنګري او يونان ملتپالو ګوندونو مشهورو څېرو د ټرمپ بريا د يو نېک پال په توګه وستايل. دې ژمنه وکړه چې فرانسه به له اروپايي اتحاديې څخه باسي او د ټرمپ ياد ګام یې وستايه. کله چې تېر کال برتانيې له اروپايي ټولنې څخه د وتو په تړاو رايه ورکړه چې په دې سره اروپايي ټولنه ولړزېدله، خو ټرمپ دا چاره وستايل.»

په اروپا او برتانيه کې د ښۍ لاسو خوځښت د ملتپالنې په مټ ليبراليزم له منځه وړی او هر کس غواړي له ليبراليزم څخه واوړي. د ښۍ لاسو خوځښت په سلواکيا، پولنډ، ډنمارک او اوس په جرمني کې هم د ودې په حال کې دی. آن په فرانسه کې ښۍ لاسو ۲۳٪ رايې په تېرو ټاکنو کې ترلاسه کړې او د نظر پوښتنو له مخې د اوسني ولسمشر مکرون څخه په نسبي توګه مخکې دي. نن ورځ هغه بحثونه کېږي چې يوه لسيزه مخکې چا د هغو تصور هم نشو کولی، د بېلګې په توګه جرمني به د ناټو د ناکامۍ او د ټرمپ د لفظي بريدونو له امله خپلو هستوي وسلو ته وده ورکوي. جرمني نور په نړۍ کې د مصونيت احساس نه کوي او نه غواړي چې نور د امريکا تر اغېز لاندې پاتې شي. دې چارې اروپا له جدي ګواښ سره مخ کړې. يو وخت هنري کيسنجر ويلي و: « بېوزله پخوانی جرمني د اروپا لپاره ډېر لوی خو د نړۍ لپاره ډېر کوچنی دی.» که ښۍ لاسي خوځښتونه په جرمني کې واک ترلاسه کړي، په دې کار سره جرمنی ټولې اروپا او امریکا ته جدي ګواښ جوړېدلای شي.

هر څومره چې ښي لاسي په ټولنه کې نفوذ کوي په هماغه کچه د لږکيو لپاره ژوند ستونزمن کېږي، تېر کال له هالنډ څخه ګيرټ ويلدرز داسې ویلي و، «په هالنډ کې ناولي مراکشيان... ټول ناولي نه دي... خو دلته په هالنډ کې ډېری ناولي مراکشي ځوانان شته چې سړکونه يې نا امنه کړي دی... او دا بايد بدلون ومومي.» د همکارۍ، زغم، جوړجاړي او ليبراليزم روحيه اوس پای ته رسېدلې ده او «زموږ روحيه» چې «بيرته يې وګټه»، «ته د دې ځای نه يې» او «له ځان سره مرسته وکړه». دغه روحيات اوس غالبه، خو نه اټکل کېدونکي دي.

دغه چاره به اروپا بيا ځلې د لومړۍ نړيوالې جګړې مخکني حالت ته ستنه کړي کله چې اروپايانو د اوټو ون بيسمارک دوسلو سيالي او سياسي ارادې له امله  د ۱۸۱۴-۱۹۱۴ کلونو ترمنځ خپله تلپاتې سوله له منځه يووړه. د ملتپالنې ودې داسې چاپيريال جوړ کړ چې له امله يې په دوو نړيوالو جګړو کې بې شمېره ويجاړۍ رامنځ ته شوې. د اروپا تاريخ تل تور او خونړی و ځکه چې اروپايانو د ملتپالنې او هيواد پالنې حيواني اړيکې او د چل او فريب ځانګړتياوي لري. آن د ۱۸۱۴ د سولې تر هوکړې مخکې، مېليونونه اروپايان له دې امله مړه شوه چې د مستعمرو پر سر يې له يوه او بل سره جګړې کولې. تر نن ورځې پورې اروپايان نه دي یو موټي شوي، ځګه د دوی ترمنځ فاسدې اړيکې شتون لري او له همدې امله د دوی له منځه تګ حتمي دي.

د ليبراليزم اصول د ژوند وروستۍ شېبې سبا کوي، ځکه چې «عامپالنه» او د ښي لاسو «ملت پالنه» د ودې په درشل کې ده. دغه چاره به د نړۍ اقتصادي چاپيريال بدل کړي، ځکه چې د نورو هيوادونو پر وارداتو لوړه ماليه لګول او پر سرچينو اقتصادي حاکميت به يو نوی نورم او معيار شي، اوسني بنسټونه او هوکړې به لغوه شي او نوي به رامنځ ته شي.

ملت پالنه او عام پالنه

د ملت پالنې او عام پالنې وده له دې امله ده چې بېلابېلې ډلې د ليبرال ډيموکراتيک نظام څخه ټوکېږي. ليبراليزم د يو نظام په توګه نړيوالتوب، فردپالنه او څلور ګوني آزاديګانې لېږدوي، ترڅو د بېلابېلو نژادونو، کلتورونو، مذهبونو او ملتونو مخه ونيسي. له همدې امله ليبراليزم د فردي ځانګړتيا له امله په اوصولو کې د يووالي پرځای بېلوالی رامنځ ته کوي. ليبراليزم يادو شيانو ته دومره ارزښت نه ورکوي او پر خلکو خپل اوصول تپي او همدغه ته تپل شوی ليبراليزم (عضلاتي/مسکيولر ليبراليزم) وايې. له يوه لوري ستا لپاره ازادي شته چې پر هر څه باور لرئ او هر څه وايئ، خو د بل لوري خپل اصول درباندې تپي. دا درباندې تپي چې څه رنګه يو څوک ژوند وکړي، څه شی بايد يو څوک ومني او څه شی رد کړي، دا هم بيانوي چې پرمختګ څه شی دی او شاه تګ څه شی دی.

د بېلګې په توګه همجنس بازي، فیمینیزم(ښځه سالاري) او د جنسيتونو بدلون د ليبراليزم محصولات دي او ياد مفاهيم پر خلکو تپل شوي دي، ترڅو خلک يې ومني او دې ته دوی «پرمختګ» وايې، که خلک د پرمختګ له دې تعريف څخه کرکه وکړي، دوی ته به په ټولنه کې د پردي په توګه کتل کېږي. «ډېر شنونکي ليبراليزم د له منځه تلو په درشل کې ګڼي.»

په تپل شوي ليبراليزم (عضلاتي/مسکيولر ليبراليزم) کې هويت يوه بله ستونزه ده، په داسې حال کې چې ليبراليزم خپل کلتور د بېلابېلو خلکو پر کلتورونو باندې د پرمختګ تر نامه لاندې تپي. له همدې امله ګڼ خلک په ټولنه کې ژوند کوي خو خپل ځانونه نه پېژني چې دوی څوک دي، دوی څه کوي او د دوی په چا پورې تړاو لري، ځکه دوی له خپل کلتور څخه پردي شوي دي. په دې توګه دوی د هويت له کړکېچ سره مخ دي.

دين يوه بله موضوع ده، په داسې حال کې چې د عقيدې ازادي شتون لري، خو خلک اړ ايستل کېږي چې د دوی له دين سره جوړجاړی وکړي. ليبرال نظام ډېر خلک اړايستلي چې هغه څه ومني چې د هغوی د عقايدو او دستورونو خلاف وي.

د ملت پالنې اړيکو ځکه وده وکړه چې اوسنۍ ايډيولوژي د خلکو او ملتونو په نښلولو کې ناکامه شوه. څرنګه چې ليبراليزم د خلکو هويت، عقيدې او کلتور ساتلو کې ناکامه شو، چې دې چارې خلک په ډلو سره ووېشل، ملتپالنه تر ټولو پکې نوموتې شوه. خلک غواړي د ملتپالنې له لارې خپل هويت وپېژني، ځکه دوی په عضلاتي/مسکيولره ليبراله ټولنه کې پردي دي. د ملت پالنې د ودې يو بل لامل دا دی کله چې يوه ايډيولوژي له کاره ولوېږي، نو خلک ځانونو ته د يو بل شي سره تړاو ورکوي، نو په دې صورت کې ملت پالنه يوه اسانه پديده ده.   

هغه سياسيون چې د ليبراليزم د ناکامۍ له امله د ملت پالنې مفکوره ارزوي، پرېکړه يې کړې چې د عام پالنې مفکورې ته وده ورکړي، ترڅو د خلکو د ملت پالنې احساسات خپل کړي. دوی د ملت پالنې مفکورې ته وده ورکوي، ترڅو خلکو ته يووالی او پيوستون ورکړي، خو د ملت پالنې اړيکه د ملت د يووالي لپاره کافي نه ده.

سربېره پردې، عام پالنه د يو هيواد پر سياست باندې بېلېدونکی اغېز شیندي، ځکه عادي خلک نه چپ لاسي، نه ښي لاسي او نه هم مرکزي لاسي دي او د هيواد په سياسي فضا کې د درز لامل ګرځي. پاپيولستان(عام پالان) خپل ځانونه داسې ښيي چې دوی د خلکو خدمتګاران دي او د خلکو لپاره دي، دوی نه ۵۰٪ نه ۹۰٪ بلکې ۱۰۰٪ د خلکو لپاره دي. له همدې امله کله چې د کډوالو، مسلمانانو او بانفوذه څېرو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کېږي، عام خلک فکر کوي چې پاپيولستان ناسم کار نه کوي او د دوی د ګټو لپاره کار کوي.  

«ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۶ کال ټاکنې تر يوه بريده په دې وګټلې چې ژمنه یې کړې وه چې په واشنګټن ډي سي کې به د سياسيونو نفوذ ته د پای ټکی ږدي او امريکا به بيا ځلې ستره کړي، يو عمومي پاپيولست شعار «لومړۍ امريکا» له ملت پالو او هيواد پالو سره مرسته وکړه چې ياد شعار ټولې نړي ته ولېږدوي. ده په خپله ټاکنيزه مبارزه کې پر مسلمانانو او مکسيکويانو باندې نيوکه کول او د ده وروستۍ هڅې چې کډوالي او سوداګري به محدودوي، د ډېرو شنونکو په اند چې د ده تر ولسمشري لاندې هيواد د نژادي ملت پالنې لوري ته درومي.»

امريکا

ټرمپ د نويو بدلونونو جوړوونکی دی او له عام پالنې څخه يې ګټه واخيسته او هغه يې د ژوند پر يو طرز بدل کړ. له همدې امله په واشنګټن کې ستر سياسي کړکېچ شتون لري، په داسې حال کې چې ديموکراتان په کيڼ اړخو سره وېشلي دي. ټرمپ له يادو کړکېچونو څخه ګټه واخيسته. په امريکا کې ډېرو ډيموګرافيکو ډلو(ټولن پوهانو) جمهوري پالو ته ځکه رايه ورکړه چې هغوی ډېر محافظه کاران دي د هغو ډيموګرافيکو ډلو په پرتله چې ديموکراټانو ته يې د دوی د ډېر ليبرال کېدو له امله رايه ورکړه. د ټرمپ احساسات د خپلو خلکو له احساساتو سره ورته دي، کله چې ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه کې سخته نيوکه کوي کوم چې پخوانيو ولسمشرانو داسې څه نه دي کړي، د امريکا عام خلک چوپه خوله پاتېږي، يانې دوی د ټرمپ د ملت پالنې، هيواد پالنې، نا ليبرالې مفکورې او سپين پوستکو لوړاوي مفکورو سره موافق دي.

«په حقيقت کې ځينو د ټرمپ په اداره کې د امريکا او اروپا ترمنځ د ښي لاسو اييتلاف ته هرکلی ووايه. په دې برخه کې په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ پخوانی ستراتيژيست سټفين بنون سرلاری و.»

امريکا غواړي چې هغه پخوانۍ تګلارې ته ستنه شي چې د سړې جګړې په ترڅ کې او د ليبراليزم اقتصادي سيستم څخه مخکې حالت  چې په ۱۹۸۰ کلونو کې یې شتون درلود. په هغه دوره کې ایډیالیسټیک(خیالي) اندېښنو ته ډېره لږه پاملرنه کېدله. د دې لپاره چې په نړۍ کې امريکا له ټولو ګواښونو څخه خوندي کړي او د هغې ګټې په هغو سيمو کې خوندي کړي چيري چې اړتيا وي، ټرمپ د نکسن-کيسنجر پاليسي ته ګرځي. ليبرال بنسټونو، اروپايي ټولنې او د ناټو متحدينو ته په کتو، امريکا درانده بارونه او د رژيمونو د بدلون په تړاو جګړې پر خپل اروپايي متحدينو اچوي.

په اروپا کې له اوس څخه ټرمپ د عام پالنې او ښي لاسو په وده کې مهم رول لوبوي، په داسې حال کې چې په اروپا کې ګڼ هيوادونه له امريکا څخه اغېزمن شوي دي او ورته پاليسي مخ ته وړي. د دې پالسي پلې کېدل د خودسرۍ، د نه زغم، نه ازادۍ، د کډوالۍ ضد احساساتو او ملتپالنې لامل ګرځي، چې په پايله کې به ليبرال اقتصادي سيستم ته د پای ټکی کښېږدي او په غېر ليبرال به بدل شي.

ټرمپ غواړي چې اوسني بنسټونه لغوه کړي او نوي جوړ کړي او د امريکا پرځای به اروپا دې پېټي ته اوږه ورکوي. له اوس څخه ټرمپ پر ناټو متحدينو او اروپا باندې لفظي بريدونه کوي، ترڅو د اوسني ليبرال نظم اوسنۍ تګلارې او طرزونه له منځه ولاړشي او ځای يې نوي ونيسي. له همدې امله ټرمپ غواړي اروپا هم هغه لاره ونيسي کومه چې امريکا نيولې ده. ملت پالنه او پاپيوليزم د ودې په حال کې دي، که څه هم ځينې ديموکراټان يې پر خلاف ودرېدل خو يادې مفکورې د پراخېدو په حال کې دي. له بل لوري که اروپا د ښي لاسو ملت پاله خوځښت له امله له امريکا څخه بېله شي، دا چاره به امريکا له يو لوی ګوښ سره مخ کړي. په دې صورت کې به د اروپا دننه يو بل ځواک اروپا رهبري کړي او څو قطبه نظم به رامنځ ته شي او د امريکا يو قطبه نظم به پای ته ورسېږي.

پايلې:

د عثماني خلافت د وروستيو ورځو په ترڅ کې، کافرانو د پرديو اړيکو او پرديو مفکورو دننه کولو له لارې زموږ له فکري کمزورتيا ګټه واخيسته او موږ په دې کې پاتې راغلو چې خپل احساساتو ته په منظمه توګه يو له بل سره پيوستون ورکړو.

اوس د دوی ترمنځ ورته پېښې روانې دي او د دوی ترمنځ يووالی او باور د له منځه تلو په حال کې دی. دوی خپله ايډيولوژي تر پوښتنې لاندې نيولې ده او داسې مفکورې يې منلي چې د دوی د خپلې ايډيولوژۍ سره په ټکر کې دي، د دې لپاره چې د دې ايډيولوژۍ پاتې شونې خوندي کړي.

  دوی اوس له رکود سره مخ دي، ډېر احتمال شته چې يو څوک دغه په ټپه ولاړ حالت ته بدلون ورکړي او د ځواک خلا رامنځ ته کېدو لامل به شي. که خلا رامنځ ته شي او هيله ده چې رامنځ ته به شي، نو زموږ مبارزينو لپاره يوه ښه موکه ده چې ځواک تر لاسه او راشده خلافت (ريښتنی خلافت) تاسيس کړو.

موږ بايد د خپل مکلفيت په حدودو کې کړنې ترسره کړو او خپله فکري او سياسي هلې ځلې ونه ځنډوو ځکه هغه زموږ لپاره يو ستر مکلفيت دی. د خلافت موضوع لا له وړاندې الله سبحانه تعالی  زموږ د هلو ځلو له مخې ټاکلې ده او يوازې د ده سبحانه وتعالی په امر بری ترلاسه کېدای شي.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر

محمد مصطفی

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

الاقصی جومات: له القبلي جومات څخه غږ (د الله سبحانه و تعالی د شریعت په حاکمولو سره هغه سبحانه و تعالی تعظیم کړئ!) له الاقصی مبارک جومات څخه د جمعې خطبه

تقدیم: استاد ابو خلیل الطوباني

بیت القدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)

جمعه، ۱۴۴۰ د ذوالحجې ۰۸ مه / ۲۰۱۹ د اګېسټ ۰۹ مه

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کمپاین

د کشمیر د خپلواکۍ لپاره د مسلمانانو د پوځونو له یو کولو پرته بله د حل لار نشته

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر یو کمپاین پیل کړ چې سرلیک یې په لاندې ډول دی:

(د کشمیر د خپلواکۍ لپاره د مسلمانانو د پوځونو له یو کولو پرته بله د حل لار نشته)

په دې کمپاین کې د مسلمانانو له پوځونو بلنه کیږي چې کشمیر او د مسلمانانو نورې اشغال شوې ځمکې خپلواکه کړي.

وروسته له دې چې پاکستان د جهاد او نظامي مبارزې له لارې د کشمیر له خپواکولو لاس واخیست او وروسته له دې چې په کشمیر کې یې د مبارزینو له ملاتړه لاس واخیست او وروسته له دې چې مبارزین یې د ترهګرو په نامه تعقیب کړل هند د پاکستان له اړخه ډاډمن شو. که د پاکستان حاکمانو او اوسني نظام کشمیر ته ارزښت ورکولای هند به د دې کار جرات نه وو کړی. همدا کار عرب حاکمانو سرته رسولای چې سرونه یې د یهود دولت په وړاندې ټیټ کړي او اسلام او مسلمانانو ته خیانت کوي چې د مسلمانانو حیاتي قضیې همداسې پاته شي!

د پاکستان د حاکمانو د دې دریځ خلاف، د کشمیر خلک، د پاکستان خلک او په پاکستان کې د وسلوالو ځواکونو مخلص غړي په کشمیر کې د هند اشغال غندي او د کشمیر د خپلواکۍ او له پاکستان سره د یو ځای کېدو په موخه د الله سبحانه و تعالی د رضا لپاره جهاد ته لېوال دي او په خپله وړتیا باور لري چې خپلواکۍ ته یې رسولی شي، د کشمیر بحران د مخلص رهبرۍ بحران دی چې خلک او پوځ د خپلواکۍ جګړې ته هڅوي او له دې امله اړینه ده چې په پاکستان کې د نبوت په تګلاره د دویم خلافت د تاسیس لپاره باید کار وشي چې د راشده خلافت پوځ کشمیر او ان ټول هند د قران تر حاکمیت لاندې راولي څرنګه چې پېړۍ مخکې وو

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې