الواقیه تلویزیون: د جمعې ورځې وینا (له واکه پرته ټاکنې، (آزاد او مقتدر) رهبر نه رامنځته کوي!)
- خپور شوی په ویډیوګانې
د محترم شیخ مخازره (ابوالهمام) د جمعې ورځې وینا، مبارکه ځمکه (فلسطین)، جمعه ۱۴۴۰ د شعبان ۱۳مه ، ۲۰۱۹ د اپرېل ۱۹مه
د محترم شیخ مخازره (ابوالهمام) د جمعې ورځې وینا، مبارکه ځمکه (فلسطین)، جمعه ۱۴۴۰ د شعبان ۱۳مه ، ۲۰۱۹ د اپرېل ۱۹مه
د استاد ناصر رضا د ولایه سوډان- حزب التحریر د عمومي اړیکو کمیټې مشر د جمعې ورځې وینا خرطوم، ۱۴۴۰ د شعبان ۱۳ مه / ۲۰۱۹ د اپرېل ۱۹ مه
پنج شنبه ۱۴۴۰ د شعبان ۱۲مه / ۲۰۱۹ د اپرېل ۱۸ مه
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف ابو اسلام مبارکه ځمکه (فلسطین) ۱۴۴۰ د شعبان ۱۴مه، ۲۰۱۹ د اپرېل ۲۰ مه
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابوحمزه) بیت المقدس - مبارکه ځمکه (فلسطین) چهارشنبه، ۱۴۴۰ د شعبان ۱۱مه ۲۰۱۹ د اپرېل ۱۷مه
(ژباړه)
په یوه بیانیه کې د سوډان لومړي مرستیال ولسمشر او دفاع وزیر جنرال ایواد بن اوف اعلان کړه، چې موږ رژیم له منځه وړی او بشیر مو له هغه خوندي ځایه بیرته نیولی چې ور تښتېدلی و. همدارنګه خپل ځان یې د نظامي شورا د مشر او رییس په توګه وټاکه. دا هغه ارګان و چې غړي یې نه وو ټاکل شوي او وړاندې کمال ابو معروف پر دغه پوسټ ګمارل شوی و او ده د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه لوړه کړې وه.
ابن اوف په ۲۰۰۵م کې د حکومت لنډمهاله تشکیل وځنډاوه او د درېیو میاشتو لپاره یې بیړنی حالت اعلان کړ. دغه اعلامیه د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپرېل پر ۱۱مه د ابن اوف له لوري اعلان شوه.
انقلابیون پوهېدلي وو چې دغه یوازې یو چل او ګمراهي وه چې د دوی غوښتنې په دوکې او فریب سره له منځه وړي. نو دوی دا څرګنده کړه چې د پوځ د مشر تر ټاکل کېدو وړاندې به غونډه کوي. انقلابیون د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې له شته جرړو سره د رژیم د له منځه وړلو لپاره د لاریونونو پر دوام ټینګار کوي.
موږ حزب التحریر ـ ولایه سوډان پر انقلابیونو غږ کوو، که غواړئ چې انقلاب له داسې غلو او فاسدو خلکو، لکه څرنګه یې چې په یمن، تانزانیا او مصر کې فساد رامنځته کاوه، پاک شي، نو باید لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
لومړی: دغه رژیم له جرړو، بنسټونو او تګلارو سره یو ځای له منځه یوسئ، کوم چې زموږ مقدساتو ته سپکاوی کوي، زموږ وینې بهوي او خلک یې په نامشروع ډول بوخت کړي دي. په یو خوندي ځای کې د بشیر نیول د رژیم د ریښو له منځه وړل نه دي، بلکې په بشپړه توګه د یو ورته فاسد سیسټم تولید دی.
دویم: ټولیزه موخه باید دا وي چې یوازې داسې سیسټم پلی شي چې د الله سبحانه وتعالی عادل قانون پلی کړي او د اسلام پر بنسټ د خلکو چارې سمبال کړي. دا یوازې د نبوت پر تګلاره د اسلام او راشده خلافت په بیا راتګ سره تر لاسه کېږي.
درېیم: د دې لپاره چې پر ښکېلاکګرو دولتونو او هېوادونو تکیه ونه کړو، په ځانګړي ډول د اوسني رژیم پر تولیدوونکې امریکا، نو اړتیا ده چې د ټولو ښکېلاکګرو هېوادونو له استازو سره اړیکې پرې کړو. دا ډېره مهمه ده چې پر الله سبحانه وتعالی او تر هغه وروسته د امت پر مخلصو بچیانو تکیه وکړو او له دوی سره څنګ په څنګ د راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړو.
څلورم: موږ باید له داسې مخلصې رهبري سره کار وکړو چې نه په امریکا او نه هم په اروپا پورې تړلې او ټول ردوي او همداراز خپلو خلکو ته هم دروغ نه وایي، چې هغه حزب التحریر دی. یاد حزب هغه ایډیولوژیکه او سیاسي رهبري ده چې له امت سره یو ځای کار کوي او د اسلام پر بنسټ د بدلون راوړلو هوډ لري.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[انفال: ۲۴]
ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته ښه هرکلی ووایئ او ویې منئ. دا هغه څه دي چې تاسو ته ژوند درکوي. پوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی. تاسو به د الله سبحانه وتعالی لوري ته ور غونډ کړای شئ.
د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند
ابراهیم عثمان ابو خلیل
تر څلورو کلونو ځنډ وروسته، بریتانیا د سیئون په ښار کې د یمني پارلمان د بیا راغونډلو هرکلی وکړ. دا پارلمان په سنا کې د حوثیانو د کابو کولو له امله تړل شوی و، بریتانیا د پارلمان د ویاند او معاوینینو ټاکل مهم او مثبت قدم بولي. په یمن کې د بریتانیا سفیر مایکل آرون، وروسته له اوږدې مودې په سیئون کې د پارلمان غونډه یوه لویه بریا بولي. د منځني ختیځ له مخې مایکل آرون وایي: «پارلمان د دولتي بنسټونو یو مهم بنسټ دی، زه فکر کوم چې دا غونډه ډیره مهمه ده، د ولسمشر په توګه د سلطان البورکاني او د هغوی درې معاوینینو ټاکنه یوه ستره پرېکړه ده. دا یو مثبت قدم دی.» د حوثیانو ویاند او د خبرو اترو په غونډه کې د حوثي ډلې مشر محمد عبدالسلام په لوړ اواز ویل چې د ملګرو ملتونو د یو خنثی منځګړي په توګه پاتې شوی، خو بیا هم د خپل هېواد موضوع د ملګرو ملتونو په اډانه کې پلې کوي. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په یو لیک سره ولسمشر هادي او د پارلمان غړو ته د پارلماني غونډې له امله، چې د دې هېواد په ختیځ ښار سیئون کې تر سره شوه مبارکي ویلي. په دې کار سره د حوثیانو غوسه را وپارېده او په هغه یې تور پورې کړ، چې غواړي د خپل هېواد پلان د ملګرو ملتونو په اډانه کې پلی کړي. د امریکا متحده ایالاتو هم د پارلمان د غونډې ملاتړ کړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مورګان اورتاګوس په هغې اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه ویلي؛ د امریکا متحده ایالات د یمن د پارلمان غړو ته د غونډې له امله، چې له ۲۰۱۴م راهیسې لومړۍ غونډه وه مبارکي وایي. د پارلمان دا غونډه د بریا لپاره یو مهم قدم دی او په دې سره د یمن مشروع حکومت ته ځواکمنتیا ور په برخه کوي. په ورته وخت کې مورګان اورتاګوس له یمني پارلمان سره د امریکا متحده ایالاتو د ادرې پوره ملاتړ اعلان کړ. دې د یمن د حکومت دا ګام د یمن حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره یو اړین ګام وباله او د ملي خبرو اترو د کنفرانس د پایلو نتیجه یې وبلله او دا سولییز بهیر یې د خلیج د همکارۍ شورا، یو نوښت وګاڼه.
بریتانیا خپله وروستۍ سیاسي پاڼه، چې حثیانو پرې باور درلود واړوه، د یمن په پلازمینه سنا کې پارلمان ته د بریتانیا تر کنترول لاندې مشروعیت ورکول او په داسې حال کې چې په سئیون کې پارلماني غونډه تر سره کیږي، دوی د پارلمان تشې څوکۍ په خپله خوښه ډکوي. حوثیان، بریتانیا د خپل لومړي دښمن په توګه بولي او د ملګرو ملتونو استازی په طرفدارۍ تورنوي او په دوی تور لګوي، چې بریتانیا غواړي د ملګرو ملتونو پر مټ د خپل هېواد پلان پلی کړي. بریتانیا د ټرمپ د ادارې له هغې پالیسۍ څخه ګټه پورته کړه، چې له مخې یې په سیمه کې د ایران رول کم او سپاه پاسداران یې د ترهګرۍ په تور لیست کې شامل کړل او سعودي عربستان ته یې په سیمه کې، په ځانګړې توګه په یمن کې د رول درلودلو برخه پراخه کړه، په دې ډول اېران اړ کیږي، چې پر حوثیانو فشار راوړي، تر څو په سیمه کې د امریکا متحده یالاتو له پلان سره سم حرکت وکړي. که څه هم امریکا غواړي چې د یمن په حکومت کې حوثیانو ته ونډه ورکړي، خو حوثیان دا مني چې سعودي عربستان به د یمن په موضوع کې بریا ته ورسیږي. سره له دې چې امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې حدیده او سنا کې چې د امریکا لپاره سرې کرښې دي، پر حثیانو باندې د بریتانوي غلامانو، د هادي او متحده عربي اماراتو مرګونو بریدونو مخنوی وکړي، خو بیا هم نه غواړي، چې دا ډله په یمني حکومت کې مشروعیت ولري، ځکه چې د دې ډلې په ځواکمنتیا سره، په عربستان کې د امریکا غلام ته په ګواښ بدلیږي. له همدې امله امریکا هڅه کوي، چې د پیسو او زېرمو په زور خپلې موخې په سیمه کې تعقیب کړي. په دې ډول د یمن پارلمان د هادي ولسمشرۍ تر سیوري لاندې په رسمیت پېژندل د سعودي عربستان په ګټه دي او په دې ډول په یمن کې خپلې جګړې ته مشروعیت ورکولی شي. دا هغه څه دي چې په یمن کې د امریکا او بریتانیا دریځ په دې بهیر کې څه ناڅه سره ورته لیدل کیږي، خو په واقعیت کې د انګلیس او امریکا شخړه هغه وخت را بربنډه کیږي، چې بریتانیا او د هغه غلامان په یمن کې په نظامي حللارې لاس پورې کوي، مګر امریکا، ورسره د بشري وضعیت پر بهانه مخالفت کوي.
امریکا په رښتینې توګه غواړي، چې په یمن کې جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د هغې غلام سعودي له شرمیدونکي حالت سره مخ دی، په داسې حال کې چې حوثیان د «ستوکهولم» له هوکړې څخه په ګټه اخیسته خپل غږ پورته کوي او د سیاسي حللارې له مخې د ډېرې ونډې غوښتنه کوي. خو بریتانیا د نظامي حللارې له ګواښ څخه خپله ګټه پورته کوي. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه، چې د څلورو میاشتو اوږدې مودې لپاره د «ستوکهولم» هوکړې ته په تمه وه، اوس حوثیان د دغې هوکړې په عملي کولو کې ګرمه بولي، چې د دې هوکړې لومړی پړاو چې نظامي یووالی دی، په څو راتلونکو ورځو کې به پیل شي، چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتین ګریفیدس هم په دې اړه خبرې کړي.
اې د یمن خلکو! اې د ایمان او عقل خاوندانو! د انګلیس او امریکا شخړې ستاسې هېواد کمزوری کړ، ستاسې زامن یې در ووژل، ستاسې ویاړ یې له منځه یووړ او تاسې یې له لوږې او بدبختۍ سره مخ کړئ، نور به تر کله د هدیرې په څېر خپلې چوپتیا ته ادامه ورکوئ او پر اشغالګرو ملګرو ملتونو به تکیه کوئ، ترڅو ستاسې ستونزې حل او اور او ګولۍ زیاتې کړي؟ ستاسې د ستونزې یوازینۍ حللاره دا ده چې د خپل رب، الله سبحانه وتعالی شریعت ته په کار کولو سره راشده خلافت تاسیس کړئ، چې هم د دنیا او هم آخرت ګټه پکې نغښتې ده.
حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر
روژه له ډال سره ورته والی لري، موږ هر یو په ځانګړي ډول د جهنم له اوره ژغوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
»الصِّيَامُ جُنَّةٌ مِنَ النَّارِ كَجُنَّةِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْقِتَالِ«
(ابن ماجه)
روژه د اور په مقابل کې داسې ډال دی لکه؛ د جګړې پر مهال چې له موږ هر یوه سره ډال وي.
خو د روژې په میاشت کې موږ د زړه له اخلاصه فرض ترسره کوو، له الله سبحانه و تعالی څخه د ثواب، بخښنې او رحمت ترلاسه کولو په لټه کې یو او له غضب څخه یې د ځان ژغورنې هڅه کوو. د دې ترڅنک خلافت هم ډال ته ورته دی، نه په فردي ډول بلکې په ټولیزه توګه په ټول امت پورې تړاو لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
»إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«
له شک پرته چې امام ډال دی چې د هغه تر شا جګړه کېږي او په هغه سره ساتنه کېږي
پر دې سربېره دا یوازې یو ځانګړی شرعي حکم نه دی، بلکې له دې سره نور حکمونه هم تړلې دي. دا یوه سرچینه ده چې اسلام په بشپړه توګه پلی کوي، اسلام خپروي او له اسلام څخه ساتنه کوي.
په رښتیا سره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دورې وروسته خلافت د دښمنانو پر وړاندې د امت لپاره سپر و. د روژې د میاشتې په ترڅ کې اسلامي خلافت به پوځونه د فتوحاتو او بریاوو ترلاسه کولو په موخه لېږل او هغه مهال به له وحشي دښمنانو سره مخ کېدل. په ۱۳ هـق کال د روژې په میاشت کې د بویب په جګړه کې فارسي امپراطوري د خلافت له لاسه له ماتې سره مخ شوه، بنسټونه یې ولړزېدل او له خاورې سره خاورې شوه. په ۹۲ هـق کال د روژې په میاشت کې خلافت اندلس(هسپا نیه) فتحه کړه، د پېړیو لپاره یې د اروپا دروازه د اسلام د واکمنۍ پر مخ پرانیستې پرېښوده. همداراز په ۹۲هـق کال محمد ابن قاسم د هندوستان نیمه لویه وچه فتحه کړه او د پېړیو لپاره یې پر هندو مشرکینو اسلامي واکمني وغځوله. په ۲۲۴ هـق کال د روژې په میاشت کې خلافت د اموریه سیمه فتحه کړه، سره له دې چې د رومي امپراطورۍ لپاره ستر ویاړ ګڼل کېده. په ۶۵۸هـق کال کې خلافت له تاتاریانو سره د عین جالوت په جګړه کې ښکېل او بریالی شو، په داسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو لویه برخه د دوی تر ښکېلاک لاندې وه. دا ټولې لاسته راوړنې د روژې د میاشتې له برکته وې، د روژې په هره میاشت کې مسلمانانو د اسلام پلې کېدو، خپراوي او دفاع ته ځانګړې پاملرنه کوله.
له ډال(خلافت) پرته اوس زموږ وسلوال ځواکونه د یهودي دولت له منګولو څخه د مسجد اقصی له ازادېدو ډډه کوي او د اشغال شوي کشمیر مسلمانان د هندو مشرکینو له وژل کېدو، زخمي کېدو او ړندېدو څخه نه ژغوري. ترڅنګ یې د دې پر ځای چې پوځونه مو ژغورنې ته چمتو شي، مشران مو د خپلو خاورو د ښکېلاک غځولو له لارې یو په بل پسې د امتیازاتو لاس ته راوړلو په لټه کې دي. د روژې په را روانه میاشت کې عرب واکمنان د یهودي دولت په مخکې د «اړیکو رغونې» تر نامه لاندې سر ټیټوي او همداراز پاکستاني واکمنان مو د هندو دولت په مخکې خپل سر ټیټوي. د واشنګټن بادارانو د خوښۍ لپاره پاکستاني چارواکو شپه او ورځ پر ځان یوه کړې ترڅو په کلتوري، اقتصادي، نظامي او سیاسي برخو کې د هندوستان سره جوړ جاړی وکړي او په بدل کې یې د مسلمانانو اړتیاوې له پامه غورځوي. په رښتیا سره د باجوه-عمران رژیم زموږ د امن لپاره څاه کیندي او په عملي توګه د اخاند بهارت(لوی هندوستان) دید ته نوی رنګ او یاد یې راتازه کوي لکه ورته کړنلاره چې عربي چارواکي د ایریټز اسراييل(لوی اسراییلو) لپاره پر مخ بیايي.
د روژې په راتلونکې میاشت کې مسلمانان باید روژه د یوې فریضې او مکلفیت له دیده ونیسي او د خلافت بیاځلې راتګ لپاره هم د یوې فریضې او مکلفیت په توګه هڅه وکړي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
لیکوال: مصعب عمیر
(ژباړه)
«وعنْ أبي هُريرَة، رضي اللَّه عنْه، قَال: قَالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «من أَنْظَر مُعْسِراً أوْ وَضَعَ لَه، أظلَّهُ اللَّه يَوْمَ القِيامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إلاَّ ظِلُّهُ»
(رواهُ الترمذيُّ وقَال: حديثٌ حسنٌ صحيح)
ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې چاته په سختو حالاتو کې د خپل قرض موده وغځوي، الله سبحانه وتعالی یې د قیامت په ورځ د عرش سیوری په نصیب کوي.
د حدیث توضیح
له شک پرته چې اسلام په اسماني دینونو کې بهترین او کاملترین دین دی. تر ټولو زیات فطرت او سیلم عقل ته نږدې دی. له اسلام پرته په بل دین کې دومره ښه والی نشته. اسلام هغه دین دی، چې انسانانو ته له نیکمرغیو او ارامۍ ډک ژوند ورپه برخه کوي. نو په پورته حدیث کې مسلمان خپل مسلمان ورور ته د فقر پر مهال د وخت ورکولو په تړاو دی. په داسې حال کې چې د قرض ورکولو توان ونه لري. د دې ډول مرستې او همدردۍ اجر د محشر په ورځ دی، چې د الله سبحانه وتعالی د عرش تر سیوري لاندې دی. دا سیوری د هغې ورځې تر ټولو لوی نعمت دی. هغه نعمت چې د ارامۍ او الله سبحانه وتعالی ته د ورنږدې کېدو له پلوه په هغې ورځ کې تر ټولو لوی او کافي نعمت دی.
اې مسلمانانو! په دې اساس د مسلمان له لوري خپل مسلمان ورور ته د اړتیا پر مهال د قرض ورکولو د مودې غځول، یو شرعي، ښه او پر ځای عمل دی. خو له بده مرغه د اسلامي خلافت له ړنګېدو وروسته د امت تر منځ دغه حکم درېدلی. زموږ پر حاکمانو د پانګې ټولونې فضا اغيز کړی. امت په شدید فقر او ناوړه حالت کې دی، په داسې حال شوی چې ټول د قرض په حالت کې ژوند کوي، قرض اخلي او د بېرته ورکړې توان یې نه لري. فقر د قرضدارۍ د پیل کلمه ده. سره له دې موږ ټول وایو: یوازې اسلام مسلمانان د فقر او تنګلاسۍ پر وړاندې صبر ته رابولي او ورته تشویقوي یې. دغه راز یې د قرض ورکولو او د قرض وسایلو ته تشویقوي. په داسې حال کې چې د دغو بدمرغیو په راس کې حاکمان دي. له دې بدمرغیو د ژغورلو لار، د خلافت ایجاد ته په کار کولو سره کېدای شي. یوازې د هغه نظام په چوکاټ کې د اسلام پلي کولو فکر کیږي او امکان لري. الهي! ډېر ژر د نبووت پر منهج خلافت زموږ نصیب وګرځوه، څو په دې تیت پرک حالت کې د مسلمانانو وارث وګرځي. الهي! ځمکه دې د خپل کریم ذات په نور رڼا کړه! الهي آمین آمین!
(ژباړه)
الله سبحانه و تعالی په المومنون ۷۱م آیت کې فرمایي:
﴿وَلَوْ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتْ السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُعْرِضُونَ﴾
ژباړه: که حق د دوی په غوښتنو پسې تللی وای، نو اسمانونه او ځمکې او د هر څه نظام به یې ګډوډ شوی وای. نه بلکې موږ خپل ذکر (قران) دوی ته راوړی او دوی له خپل ذکر څخه مخ اړوي.
په همدې ډول که خدای هغه څه کولی کوم چې د مشرکینو خوښه وای او چارې یې داسې تنظیم کړې وای چې د دوی غوښتنه او رضا وای او ریښتیا(حق) ته یې چې دوی کرکه ترې لري، شا اړولې وای؛ نو جنتونه او ځمکه او هر څه چې په دې دواړو کې شته، فاسد به وی. ځکه دوی د چارو په پایله او حقیقت نه پوهېږي او نظم له فساد سره مخ کېږي(طبري تفسیر). د ژوند دغه طریقې ناسمې دي او هدایت یوازې په هغه څه سره شونی دی چې د الله سبحانه و تعالی له لوري د احکامو او تګلارو په توګه وضع شوي، چې د ده (الله) له لوري خلکو ته د هدایت او رحمت په بڼه ور ښودل شوي دي.
اسلام یوه عقیده ده او له هغه څخه یو نظام سرچینه اخلي، چې خلکو ته د هدایت او بریالیتوب لارې ښیي. اسلام د دې لپاره راغلی چې نړۍ سمه کړي او پر نړۍ حاکمیت وکړي، که د خلکو له ژوند څخه اسلام لرې شي، نو فساد به پراخ شي او خلک به لاره ورکه کړي. فساد مانا د حق له لارې څخه کږېدل، په ځمکه کې د الله سبحانه و تعالی له امرونو څخه سرغړونه او د الله سبحانه و تعالی ستروالي ته غاړه نه ایښودل:
﴿إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ﴾
[ال عمران ۶۲-۶۳]
ژباړه: دا بیخي سم واقعیتونه دي او له الله سبحانه و تعالی پرته بل خدای نشته. له شک پرته چې د الله سبحانه و تعالی زور پر ټولو بر او پوه ذات دی. نو که دوی مخ واړوي، دا به په ډاګه شي چې مفسدان دي او الله سبحانه و تعالی د فساد خورونکو په حال ښه خبر دی.
نو کوم څه چې الله سبحانه و تعالی فساد ګڼلی وي، هغه فساد دی که څه هم ځینې خلک ورته بل ډول ګوري. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّـهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ﴾
[البقره:۲۰۵]
ژباړه: او کله چې بېرته وګرځي، نو په ځمکه کې یې ټولې هلې ځلې د فساد خپرولو لپاره دي، کښتونه او حیوانات له به منځه یوسي او الله هغه ذات دی چې فساد نه خوښوي.
د دې لپاره چې د یوې کړنې په اړه د سموالي یا فاسدوالي پرېکړه وکړو، باید یو معیار ولرو. دا معیار باید شرعي وي نه منطقي. ځکه که دا معیار منطقي وي، نو هر کس به ادعا کوي چې د ده کړنه له هدایت څخه سرچینه اخلي که نه نو فساد دی، لکه فرعونیانو چې ویل:
﴿أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ...﴾
[الاعراف:۱۲۷]
ژباړه: ایا ته موسی او د هغه قوم همداسې پرېږدې چې په ځمکه کې فساد خپور کړي او ستا او ستا د خدایانو بندګي پرېږدي؟
د فرعونیانو په منځ کې دغو مشرانو موسی او د هغه پلویانو ته د مفسدینو په سترګه کتل او دوی استدلال کاوه چې فرعون یو مصلح کس دی... دا پرېکړه یوازې پر هوس او ګټو ولاړه وه، چې له امله یې دوی غلط او فاسد قضاوت کاوه.
د کړنو په اړه د قضاوت کولو لپاره مغز ته رجوع کول، ترڅو د ښه والي یا فاسدوالي په اړه یې پرېکړه وکړي یو سم قضاوت یا سمه پایله نه راکوي. هغه قانون چې د مغز په واسطه وضع شوی وي، هرڅه ته چې له دې قانون څخه بهر دي او یا له دې قانون پرته بل څه ته بلنه ورکوي، فاسد او فساد کوونکي بولي: ځکه نو یو پانګوال د یو سوسیالیست له آنده فاسد دی او یو مسلمان د پانګوال له آنده فاسد دی... د هغو عقیدو پر بنسټ چې له دې مفکورو څخه سرچینه اخلي، د ایډیالوژیګانو پر بنسټ یو له بل سره توپیر لري.
﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ * أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ﴾
[البقره:۱۱-۱۲]
ژباړه: کله چې هغوی ته وویل شي په ځمکه کې فساد مه کوئ! نو هغوی همدا وايي: موږ خو سمون را وستونکي یو. پام کوئ! په حقیقت کې همدوی فساد کوونکي دي، خو شعور ورسره نشته.
سیاسي فساد(د خلکو د چارو په تنظیم کې فساد) په ټولیزه توګه هغه فساد دی چې د ژوند د چارو نظام چلوي او تر هغو به سم نه شي، څو د دوی د خالق له لوري د رالېږل شوي نظام پر اساس حکم ونه کړي:
﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ﴾
[طه: ۱۲۴]
ژباړه: او څوک چې زما له ذکر څخه مخ اړوي د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند را پاڅوو.
فساد د الله سبحانه و تعالی د قانون پرېښودل او له شریعت پرته د بل قانون پلي کول دي. ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دې ټینګار کاوه چې پر ځمکه د الله قانون پلی شي او ده صلی الله علیه وسلم د دې پیغام د خپراوي لپاره باور را منځته کړ او د داسې دولت بنسټ یې کېښود چې د خیر(ښېګڼې) ساتنه وکړي او له دښمنانو سره یې وجنګېږي او د دولت په دننه او بهر کې د هر ډول فساد د محاسبې او مخنیوي له لارې یې د بقا لپاره هڅې وکړي.
نو د خلافت دولت به څه ډول له فساد او مفسدینو سره مبارزه کوي؟
خلافت د جهاد له لارې د الله سبحانه و تعالی قانون خپور کړ... او د جهاد له لارې هدایت او حق څرګند شو... او له دې لارې خلک له تاریکیو څخه د رڼا لوري ته راوستل شوه او دوی یې د مخلوقاتو د رب عبادت ته را وبلل او دوی یې دې ته را وبلل چې له دې پرته ټول فاسد شیان پرېږدي... خلافت خلک نه مجبوروي چې اسلام ومني، خو د دې لپاره کار کوي چې نړۍ له دې ښېګڼې پرته په بل څه رهبري نه شي او پر خلکو یاد قانون کې شته حکمونه، عدالت او رحمت پلی شي!
په بهرنۍ کچه خلافت دولت خیر(اسلام) په ټولې نړۍ کې خپور کړ، په دې سره یې سیمې پراخې شوې او د خلافت له لوري د فساد (هغه قانون چې انسانانو جوړ کړی دی) مخه ونیول شوه په دې ډول یې د فساد کچه را کمه او د دې لپاره یې کار وکړ، چې مخه یې ونیسي. په داسې حال کې چې په داخلي کچه خلافت له فساد او مفسدینو سره مبارزه وکړه او د ظلم او ظالمانو مخه یې ونیوله، هیڅ چا ته یې اجازه ورنه کړه چې پر مسلمانانو واکمني وکړي تر هغو چې امت هغه نه وي ټاکلی. له دې امله چې واک په امت پورې تړاو لري، نو یوازې دوی حق لري هغه څوک وګماري چې وړ شخص وي، څو د الله سبحانه و تعالی قانون پلی کړي.
هیڅ څوک هم اړ نه دی چې د امت لپاره خلیفه شي او د دې اجازه هم نه شته چې یو څوک دې کوم بل څوک مجبور کړي، څو د خلیفه په توګه یو څوک وټاکي دا ځکه چې «خلافت د ټاکنې او رضایت یو قرارداد دی» (۲۵مه ماده د حزب التحریر له لوري د خلافت دولت لپاره جوړه شوې مسوده).
هر مسلمان د دې حق لري چې خلیفه وټاکي او له هغه سره خپله وفاداري (بیعت) څرګند کړي. د خلیفه سره د یوه کس په توګه د بیعت تړون د هغو کسانو له لوري کېږي چې د امت له لوري ټاکل شوي وي، تر څو د بیعت کولو لپاره د دوی استازولي وکړي. په دې صورت کې د نورو مسلمانانو له لوري بیعت د اطاعت لپاره کېږي نه د انعقاد لپاره « هر هغه څوک چې ولیدل شي د بغاوت ظرفیت ځان کې پیدا کوي په زور به اړ کېږي چې بیعت وکړي» (۲۷مه ماده د اساسي قانون مسوده).
که یو څوک خلافت د امت له بیعت پرته په خپل واک کې واخلي، بیا نو دی د خلافت د مقام د حق او واک یو غاصب ګڼل کېږي او د فساد پر لار یې لومړی ګام کېښود. امت حتمي باید د ده پر وړاندې ودرېږي، دی منع کړي، واک بیرته ترې واخلي او داسې یو څوک وټاکي چې د دې مقام د شرایطو لپاره وړتیا ولري. «هېڅوک هم تر هغو خلیفه نه شي کېدی چې مسلمانان یې ونه ټاکي او هېڅوک د زور له لارې نه شي کولی د دولت رهبرۍ ته ورسېږي، تر هغې چې له ده سره له شریعت سره سم تړون نه وي شوی لکه بل هر تړون په اسلام کې».(۲۷مه ماده د اساسي قانون مسوده).
د خلیفه محاسبه پر امت واجب ده: «د مسلمانانو له لوري د حکامو محاسبه د دوی له حقونو څخه ده او دا کار د دوی پر اوږو د لوړې کچې له وجایبو څخه دی».
غیر مسلمان حق لري چې د دوی په حق کې د حکامو د بې عدالتۍ په اړه ږغ پورته کړي او یا د دوی په اړه د اسلام د احکامو د نه پلي کېدو په اړه شکایت وړاندې کړي(شلمه ماده ـ د حزب التحریر له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده). پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«أَلَا مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا، أَوِ انْتَقَصَهُ، أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ، أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ، فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»
(رواه ابو داود)
څوک چې یو داسې کس ته زیان واړوي چې تړون (معاهده) ورسره شوې وي او یا د ده حق تلف کړي او یا د ده تر توان اضافي کار ترې وغواړي، یا د ده تر توان اضافي بیه ترې وغواړي زه به د محشر په ورځ له دغه کس سره شخړه وکړم.
له همدې امله د شرعي قوانینو نه پلي کېدل یو ناعادلانه کړنه ده او په دې اړه شکایت کول د مسلمانانو او ذمیانو حق دی لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«وَإِنِّي لأَرْجُو أَنْ أَلْقَى رَبِّي وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْكُمْ يَطْلُبُنِي بِمَظْلِمَةٍ»
زه هیله لرم، کله چې زه له خپل رب سره وینم یو له تاسو نه هم له ما څخه د بې عدالتۍ تاوان ونه غواړی. (رواه ترمذي او ویلي یې دي چې دا روایت حسن صحیح دی)
«...مَنْ أَخَذْتُ لَهُ مَالاً فَهَذَا مَالِي فَلْيَأْخُذْ مِنْهُ، وَمَنْ جَلَدْتُ لَهُ ظَهْراً فَهَذَا ظَهْرِي فَلْيَقْتَصَّ مِنْهُ»
«د هر چا ملکیت چې ما ترې اخیستی دی، همدا زما مال دی اجازه ورکړئ چې له دې څخه یې واخلي؛ د هرچا شا/ملا چې ما په پړي/متروکه وهلې وي، دا زما شا/ملا ده» ترڅو پر ځمکه د الله سبحانه و تعالی حکم او عدالت پر ځای شي او دا د امت لپاره اړینه ده.
له خلیفه سره تر بیعت کولو وروسته هغه څوک چې د دې لپاره ګمارل شوی(د خلیفه په توګه) چې پر دوی د هغه څه په رڼا کې حکم وکړي چې الله سبحانه و تعالی را لېږلي دي. د دې لپاره چې خلیفه محاسبه شي، نو د ده موضوع د بې عدالتۍ پر وړاندې د محکمې (مظالم) ته د (امت د مجلس له لارې) لېږل کېږي که دی له خپل فساد څخه مخ نه اړوي نو محکمه حق لري چې دی بې صلاحیته کړي. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری او صحابي ابوبکر صدیق رض د مسلمانانو خلیفه شو نو ویې ویل:
إن أحسنت فأعينوني، وإن أسأت فقوّموني، الصّدق أمانة، والكذب خيانة، والضّعيف فيكم قويّ عندي حتّى أريح عليه حقّه إن شاء الله، والقوىّ فيكم ضعيف حتّى آخذ الحقّ منه إن شاء الله
ما ته پر تاسو د حاکمیت واک راکړل شو او زه تر تاسو غوره نه یم. که ما ښه کارونه کول مرسته مې وکړئ او که مې بد کارونه کول نو ښې لارې ته مې را وبلئ، صداقت یا رښتنولي امانت دی او صداقت ته په سپکه کتل خیانت دی. ستاسو کمزوری زما پر وړاندې ځواکمن دی او تر هغو چې د هغه حق مې ورته سپارلی وي ان شاءالله او ستاسو په منځ کې ځواکمن زما پر وړاندې کمزوره دی تر هغو چې مې د کمزوري کس حق نه وي ترې اخیستی.
ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا صحابي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په پیغام او لارښوونو پوهېده، ده امانت تر سره کړ او له خلکو څخه یې مرسته او مشوره وغوښته او د ده پر تګلاره صحابه وو او تابعینو هم عمل وکړ، په دې ډول دوی حاکمیت وکړ او عدالت یې تامین کړ او د الله سبحانه و تعالی رحمت او هدایت یې خپوړ کړ.
د اسلام پیغام شرعي احکام دي، چې د بشریت د نېکمرغۍ په موخه پر ځمکه پلي کېږي او دا احکام یوازې د خلیفه په شتون کې تر سره کېدلی شي. د دې لپاره چې عدالت ته ورسېږو، نو د ده (خلیفه) شتون واجب دی؛ او که دی شتون ونه لري فساد بر لاسی کېږي... خو دغه خلیفه او یا نور مسول کسان چې د احکامو د پلي کولو مکلفیت لري ښایي ځیني تېروتنې وکړي، ځکه دوی هم انسانان دي، له دې امله اسلام محدودیتونه ایښي تر څو بې عدالتۍ ته ځای پاتې نه شي او فساد خپور نه شي... د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سیرت کې په دې اړه ښې بېلګې شته، چې دی د خپل رب قانون ته ژمن و او له هغه یې انحراف ونه کړ... ده صلی الله علیه وسلم قانوني مجازات (حدود) را منځته کړل پرته له دې چې کوم مصلحت پکې وکړي او یا د محکومینو په منځ کې کوم تبعیض وکړي.... ده په الله سبحانه و تعالی قسم وکړ:
«وَايْمُ اللَّهِ لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعْتُ يَدَهَا»
په الله قسم که فاطمې د محمد لور غلا کړې وای نو ما به د هغې لاس هم پرې کړی وای
د څرګند او سوچه آند په ښکاره کولو سره چې ده صلی الله علیه وسلم تعقیب کړ، دی هدایت شو او په دې سره هغه څوک هدایت شول چې په دوی یې ایمان درلود چې هغه الله د دوی رب او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه رسول او استازی دی. صحابه وو او تابعینو د ده پیروي وکړه په دې ډول یې د ده لار تعقیب کړه. ځکه خو عمر رضي الله عنه پر زوی د شرابو د څښلو له امله شرعي حد جاري کړ دی پوهېدو چې نوموړي هغه ډول څښاک کارولي و چې د نشې سبب کېدل.
عمر ابن خطاب رضی الله عنه وایي:
«أرأيتم إن استعملت عليكم خير ما أعلم ثم أمرته بالعدل فيكم، أكنت قضيت ما علي؟ قالوا: نعم، قال: لا، حتى أنظر في عمله أعَمِل بما أمرته أم لا»
ایا تاسو فکر کوی چې زه پر تاسو د دې لپاره ګمارل شوی یم چې زه ښه پوهېږم او بیا په عدالت سره امر کوم، کوم څه چې زما پر اوږو وه ایا ما هغه تر سره کړي دي؟ دوی وویل هو، عمر وویل: نه، تر هغو پورې زه د ده اعمالو ته ګورم، چې ایا دی په هغه څه عمل کوي چې ما دی امر کړی دی که نه.
که څه هم د یو مسلمان ارزونه، پخپله د همدې مسلمان له لوري د ځان له ارزونې څخه پیلېږي، خو انسان په هر حالت کې له خطا سره مخ کېږي او ډېر لږ کسان دي چې له ګمراهۍ څخه ځان ژغورلی شي.
ځکه خو اړتیا شته، چې کس تر څارنې او نظارت لاندې ونیول شي او الله سبحانه و تعالی د نظارت مسولیت د دولت او ټولې مسلمانې ټولنې پر اوږو د یو جمعي او ډلییز مسولیت په توګه ایښی دی. ( پر خلیفه واجب ده چې په ځیر سره د تفویض د معاونینو کړنې او د چارو مدیریت تر نظر لاندې ونیسي تر هغې چې په سمه توګه تر سره شوې کړنې یې تایید او ناسم کارونه یې اصلاح شي، ځکه د امت د چارو سرپرستي خلیفه ته سپارل شوې او د چارو سرپرستي د ده د اجتهاد له مخې ترسره کېږي) (۴۶ مه ماده د حزب التحریر له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده). ( پر خلیفه واجب ده چې د والیانو کړنې تر څار لاندې ونیسي او په دوامداره توګه د دوی کړنې وڅاري. ځیني کسان د دې لپاره وګماري چې د دوی وضعیت تر ارزونې لاندې ونیسي، پلټنه یې وکړي او په خپل وار سره ټول او یا ځیني یې یو ځای را ټولې کړي او د دوی په اړه شویو شکایتونو ته غوږ ونیسي) (۶۰مه ماده د حزب التحریر له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده). د امت مخکنیو (اسلافو) همدا کړنلاره تر سره کړې ده ترڅو د اسلامي ټولنې په منځ کې د فساد ریښې وچې کړي او له را برسیره کېدو یې مخنیوی وکړي.
ځکه نو، ستونزه په دې کې نه ده چې په دولت کې فاسد کسان شتون لري، بلکې ستونزه دا ده چې پر فساد سترګې پټېږي او فاسدو اشخاصو یا مفسدینو ته سزا نه ورکول کېږي. په دې ځای کې ډېر زیات توپیر د هغو حکامو تر منځ شته چې یو یې له فساد سره مبارزه کوي او له الله سبحانه و تعالی څخه د بریالیتوب غوښتنه کوي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی احکام پلي کړي او بل چې ځان تېر باسي، نافرماني کوي او پر ځای یې له فاسدو کسانو سره معامله او راکړه ورکړه کوي، په دې ډول دی له الله سبحانه و تعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره خیانت کوي او دی به له الله سبحانه و تعالی څخه هغه څه تر لاسه کړي چې وړ یې دی.
په «دیموکراتیکه حکومتولۍ» کې فاسد خلک خپل فساد ته مشروعیت ورکوي او په دیموکراسۍ کې داسې قوانین تصویبېږي چې د دوی ګټو ته خدمت وکړي او د دوی ناروا کړنې پرې پټې شي. د دې لپاره چې دوی دا موخه تر لاسه کړي موږ په ډېر شدت سره د دوی برېښنایي کمپاینونه، له خلکو سره اړیکې او د پیسو مصرف وینو، ترڅو په لوړه کچه رایي د خپل ځان لپاره یقیني کړي او بیا په دیموکراسۍ سره پر دوی د حاکمیت وروسته دوی ته شا واړوي او په زیاته کچه د روپیو را ټولو ته مخه کوي او په څو چنده د هغه څه جبران کوي چې دوی له لاسه ورکړي دي. په داسې حال کې چې د الله د قانون تر حاکمیت لاندې موږ وینو، چې دا امانت هغه چا ته نه ورکول کېږي چې غوښتنه یې لري، له دې وېرې چې ښایي انحراف به وکړي او د فریب ورکونکي له لوري به د الله پر وړاندې له دوکې کار واخیستل شي، نو دی به ګمراه شي، فاسد به شي او فساد به تر سره کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«إِنَّا وَاللَّهِ لا نُوَلِّي عَلَى هَذَا الْعَمَلِ أَحَدًا سَأَلَهُ، وَلا أَحَدًا حَرَصَ عَلَيْهِ»
په الله قسم موږ هغه څوک نه ګمارو چې د دې پوست(مقام) غوښتنه وکړي او یا داسې څوک چې د دې پوسټ لپاره سیالي وکړي.
هغه څوک چې د خلیفه په پوسټ او مقام پسې ګرځي او غوښتنه یې لري او د دې پوسټ لپاره سیالي کوي دی دا پوسټ د خپل ځان لپاره غواړي، ځان غوښتنه او شخصي ګټې لري، کوم څوک چې دا ډول وي دی به دنورو په ګټو پسې سر ونه خوږوي او دی به هڅه ونه کړي چې ګټه ور ورسوي. نو کله چې ابوذر غوښتنه وکړه چې دی د دې لپاره غوره او امانت کار دی، وېې ویل:
يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلَا تَسْتَعْمِلُنِي؟
قَالَ:
«فَضَرَبَ بِيَدِهِ عَلَى مَنْكِبِي ثُمَّ قَالَ: يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ وَإِنَّهَا أَمَانَةُ وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ إِلَّا مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا»
ژباړه: ما وویل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ته ولې ما(په یو سیاسي پوسټ) نه ګمارې؟ ده زما پر اوږه لاس کېښود او ویې ویل: «اې ابوذره! ته یو کمزوره سړی یې او دا یو امانت دی چې د قیامت په ورځ به د رسوایۍ او پښېمانۍ لامل شي پرته له هغه چا څخه چې د مسولیت په پوره احساس سره یې په لاس کې واخلي او هغه څه پوره کړي چې ده ته د امانت په ډول ورکړل شوي دي(خپل تکلیف په اغیزمنه توګه ادا کړي).
له کوم سیاسي فساد څخه چې د خوسا شوې دیموکراسۍ تر چتر لاندې اسلامي امت او په ټوله کې نړۍ ځورېږي د دې شته ناعادلانه قوانینو سره نه شي پای ته رسېدلی او د اسلامي حاکمیت له نظام(د نبوت پر منهج خلافت) پرته له منځه نه شي تللی. دا یوازې هغه څه دي چې فساد ته ماتې ورکولی شي، ځکه د دې قوانین د الله سبحانه و تعالی د اوامرو پر بنسټ تبني شوي دي، نه د هغو حکامو د هوس او غوښتنو له مخې چې د ځان او امت تر منځ کندې کیندي، هغه څوک چې د الله سبحانه و تعالی پر دین او د خلکو پر ژوند باور نه لري او هغه څوک چې د کفر له لوري د فساد په خپرولو سره بډایه شوي او امت له دې را ګرځوي چې له اسلام سره یو ځای شي او خپل مقررات او ژوند د همدې اسلام تر سیوري لاندې تنظیم کړي.
د دې لپاره چې فساد له منځه ولاړ شي... او خلکو ته امن، هوسایي او نېکمرغي را ستنه شي... پر مسلمانانو فرض ده چې د ژوند لپاره د اسلامي لارې د بیا را ګرځولو له هڅو سره یو ځای شي او د خپل رب د عادلانه مقرراتو تر سیوري لاندې ژوند وکړي او هڅه وکړي چې دیموکراسي او د هغې له لورې د بشریت په منځ کې فساد او ځورونې له منځه یوسي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی ژمنه پر ځای شي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾
[النور:۵۵]
ژباړه: الله سبحانه و تعالی له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې چې هغوی به په ځمکه کښې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تیر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه و تعالی ورته خوښ کړی دی او د هغو د ویرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دي زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.
او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وړاندوینه به پر ځای شي:
«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ...»
(رواه احمد)
ژباړه: او بیا په زور سره منځته راغلی (جبریه) حکومت وي تر هغو چې د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، بیا به د الله سبحانه و تعالی په خوښه له منځه ولاړ شي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت را منځته شي او وروسته ده صلی الله علیه وسلم چوپتیا غوره کړه.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
لیکواله: زینة الصامت
ژباړن: عبدالله لطفي