- مطابق
(ژباړه)
د هسپانیې تر اشغال لاندې د «سبته» ښار پر لور د مراکش د څه باندې ۵۰ زرو مسلمانانو د هجرت صحنې، په دې هیله چې د هسپانیې خاورې ته ور واوړي، خورا دردوونکې وې؛ هغه صحنې چې د هغو کډوالو د ذلت، ماتې او بېوسۍ ژورتیا یې ښودله چې ځمکه یې فرش او اسمان یې بړستن ګرځولي وو او حتی د خپلې لوږې د ختمولو لپاره یې څه نه موندل. وروسته له هغه، څه باندې ۶۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د څو ورځو له کړاو، سپکاوي او بېوسۍ وروسته، څه باندې ۴۸ زره کسان بېرته راستانه کړای شول.
دې صحنې یو ځل بیا د هغو منظرو یادونه تازه کړه چې له کلونو راهیسې یې پر لیدلو روږدي شوي یو؛ د هغو مسلمانانو د مړینې او هجرت کاروانونه چې د اروپا پر لور روان دي او د یوه عزتمن ژوند په لټه کې دي، وروسته له هغه چې د مسلمانانو واکمنانو د جګړو، وژنو، بېوزلۍ او لوږې له امله پر دوی ژوند دوزخ ګرځولی دی. دا صحنې له اوږدو کلونو راهیسې حتی د یوې ورځې لپاره هم نه دي درېدلې؛ په څپې پسې څپې له تونس، مراکش، لېبیا، الجزایر، سوډان، سومالیا، سوریې، فلسطین، لبنان، عراق او نورو سیمو څخه روانې دي. څومره ډېر ماشومان داسې وو چې جسدونه یې د اوبو پر سر پاتې شول، ساحل ته وغورځول شول او یا هم د کبانو خوراک شول! څومره ډېر غښتلي ځوانان لاړل او هېڅکله بېرته راستانه نه شول! او څومره ډېرې داسې ښځې وې چې تر سخت ظلم، اړتیا او په سړکونو کې د ژوند له امله تر ډېرې ژړا وروسته یې اوښکې وچې شوې!
دا صحنې یوازې سترګې نه ژړوي، بلکې زړونه هم په ژړا راولي. د دې ټولو خلکو ګناه څه ده؟ پرته له دې چې په داسې خاورو کې ژوند کوي چې داسې کسان پرې واکمن دي چې د خلکو په حق کې نه خپلوي مراعاتوي او نه کوم تړون او نه د الله سبحانه وتعالی په وړاندې د خپلو ملتونو په اړه له تقوا څخه کار اخلي. هغوی ځوانان بېکاره، بېعایده او بېکرامته پرېښي دي او د نورو خلکو پر روزۍ او ژوند یې هم دومره فشار راوړی دی، چې ژوند یې ورته په تنګۍ، کړاو او سختۍ بدل کړی دی.
په داسې حال کې چې ځوانان د بشر یوه لویه پانګه ګڼل کېږي؛ هغه پانګه چې د نړۍ ډېری حکومتونه او په سر کې یې زړه اروپا، د هغې له کمښت څخه کړېږي او په پرله پسې طرحو او پروګرامونو سره هڅه کوي چې ترلاسه یې کړي، خو زموږ واکمنانو دا پانګه او نعمت په مصیبت او عذاب بدل کړي دي. هغوی اسلامي خاورې په بېکارۍ، بېوزلۍ او ځپلو کې ډوبې کړې دي، تر دې حده چې مهاجرت په یوې تلپاتې اندېښنې بدل شوی او د امت ډېری ځوانان یې بې خوبه کړي دي.
د خلافت په دوران کې اسلامي خاورې د نړۍ د خلکو قبله او د کاروانونو مقصد و؛ خلک به د علم، روزۍ او کرامت لپاره هلته راتلل، ځکه چې دا سیمې د خپل پروردګار د حق او عادلانه شریعت پر بنسټ اداره کېدلې. مګر کله چې کافر استعمارګر خلافت ونړاوه او د امت د چارو واګې یې داسې واکمنانو ته وسپارلې چې د الله سبحانه وتعالی شریعت یې معطل کړ، حالات بدل شول او بېوزلي، عذاب او ذلت پر موږ را نازل شو؛ په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً﴾ [طه: 124]
ژباړه: هر څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، نه ګمراه کېږي او نه په بدبختۍ کې لوېږي؛ او هر څوک چې زما له یاد څخه مخ واړوي، له شک پرته چې د هغه ژوند به تنګ او سخت وي.
له همدې امله، امت تر بل هر وخت ډېر دې ته اړتیا لري چې د نبوت پر منهج خلافت بیا رامنځته کړي، ترڅو لوی اسلام همغسې چې راشده خلفاوو د ژوند په ټولو چارو کې پلی کړی و، نن هم پلی کړي، نه سبا ورځ. پېښې، تاریخ او تجربو هغه څه ثابت کړي چې اسلام بیان کړي دي: خلافت د اسلامي امت لپاره د عزتمند ژوند یوازینۍ لار وه او همداسې به پاتې وي.
خلافت به د امت ځوانان په داسې شتمنۍ بدل کړي چې ټوله نړۍ به پرې غبطه کوي او زموږ خاوره به یو ځل بیا د نړیوالو قبله او پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی جنت وګرځي. الله تعالی فرمایي:
﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ﴾ [الأعراف: 96]
ژباړه: که د ښارونو او کلیو خلکو ایمان راوړی وای او تقوا یې غوره کړې وای، نو موږ به خامخا پر هغوی د اسمانونو او ځمکې برکتونه پرانیستي وای؛ خو هغوی تکذیب وکړ، نو موږ هم د هغو اعمالو له امله چې دوی ترسره کول، په عذاب اخته کړل.
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
د صدور ګڼه: ۱۴۴۸هـ/۰۲۲
د ۲۰۲۶م کال د اګسټ ۲مه
ژباړن: صهیب منصور




