شنبه, ۳۰ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرامپ د امریکا استعماري حقیقت بربنډ کړ

(ژباړه)

د شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرامپ په ډېرې بې شرمۍ سره د وینزویلا د نفتو له ۶۵ ملیاردو بېرلو څخه د زیاتو زېرمو په نیولو کې د خپل هېواد بریا اعلان کړه. هغه وویل: «زما په لارښوونه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پیټ هګسیټ، د وینزویلا له محترم لنډمهالي ولسمشر ډیلسی روډریګز سره په نږدې همکارۍ او د خصوصي سکتور په ملګرتیا، د وینزویلا د ثابت شوو نفتي زېرمو له ۶۵ ملیاردو بېرلو څخه زیاتې زېرمې د امریکا تر اکثریت کنټرول لاندې راوستې، هغه هم د امریکا مالیه ورکوونکو ته له هر ډول لګښت پرته.»

دغه اقدام شاهدي ورکوي چې دغه هېواد یو استعماري هېواد دی او څرګندوي چې امریکا هیڅکله هغو شعارونو ته پاملرنه نه ده کړې، چې په دروغو او غولوونکي ډول یې تکرارول لکه؛ ازادي، خپلواکي، د خپل برخلیک ټاکلو حق او د بشر حقونه. دغه موضوع تاییدوي چې دغه شعارونه د استعماري امریکا د مالي تسلط لرونکو او کپیټلیسټي استعمارګرو ګټو لپاره د ملتونو د استعمارولو او د خلکو د لوټلو لپاره یوازې یوه ظاهري پلمه وه.

ټرامپ د یوه ګاونډي هېواد د شتمنۍ او نفتو په لوټلو د ویاړ کولو له لارې کوم نوي څه نه دي افشا کړي، چې د کوم دلیل یا حق پر بنسټ یې دغه شتمني لوټلې، بلکې په ساده ډول یې دا په ډاګه کړې ده چې دغه کار یې ځکه ترسره کړی دی، چې امریکا زوروره ده. هغه په دې توګه د ځنګل قانون ټینګ کړ، چې زورور کمزوری تر ستوني تېروي! د امریکا اصلي ماهیت نه پټ دی او نه هم نوی؛ دا د دې هېواد له تاسیس راهیسې شته، چې د اروپايي بنسټ ایښودونکو له خوا د ملیونونو ځايي اوسېدونکو (سور پوستو) د ککریو پر سر ودان شوی دی. د امریکا حقیقي څېره د شلمې پېړۍ له نیمایي او له انزوا څخه تر وتلو وروسته په خپله تر ټولو بدرنګه بڼه بربنډه شوه. دغه هېواد د نړۍ استعمار پیل کړ، ډېرې اسلامي خاورې یې ونیولې او مستعمره یې کړې او داسې ګوډاګي حکام یې پرې وټاکل چې پر خپلو خلکو یې سخت مصیبتونه راوستل، خلک یې بې وسه کړل او سرچینې یې ترې لوټ کړې؛ په پایله کې اسلامي خاورې د بېوزلۍ او شاتګ نښه شوې! سره له دې چې خاورې یې له شتمنیو، تیلو، ګازو او معدني توکو ډکې دي، خلک یې د برېښنا، اوبو، ډوډۍ، درملو او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې حکامو یې د دوی شتمنۍ د امريکايي او اروپايي استعمارګرانو د ګټو لپاره غلا کړې دي!

په واقعیت کې دا د امریکا او کفري ځمکو واقعیت دی: داسې استعمارګران چې د ملتونو له مهارولو او د هغوی د شتمنیو له لوټلو خوند اخلي. وینزویلا یې روښانه بېلګه ده. د ټرمپ له واکمنېدو راهیسې ان په وار وار د پاناما، ګرینلینډ، کاناډا، کیوبا، د هرمز تنګي، غزې او د اوکراین د سرچینو د کنټرولولو هیله څرګنده کړې او دغه لړۍ دوام لري.

له همدې امله ټوله نړۍ د راشده خلافت لپاره ډېره اړتیا‎ لري، ترڅو ټولو خلکو ته عدل او رحم بېرته راستون کړي او د ټرمپ په څېر د استعمارګرانو، ظالمانو او جابرانو اغېز له بېخه وباسي. اسلام خلکو ته عزت ورکوي او له تیارو، بې وسۍ او سختۍ څخه یې رڼا، رحم او سوکالۍ ته را وباسي؛ لکه څرنګه چې د مسلمانانو او د هغوی د دولت تاریخ شاهدي ورکوي. اسلام د سپین او تور، عرب او عجم، فقیر او شتمن ترمنځ برابري راوسته. کله چې د دغه دولت لمن یوه هېواد ته پراخه شوه، هغوی یې په لوټ، استعمار او تېري سره نه، بلکې په پاملرنې، خدمت او عدل سره په غېږ کې ونیول، چې د الله سبحانه وتعالی دغه قول پوره کوي:

[وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ]

ژباړه: اې محمده (صلی الله علیه وسلم)! موږ چې ته لېږلی یې، دا په اصل کې د نړیوالو په باب زموږ رحمت دی. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلی یې). [انبیاء: ۱۰۷]

نو اې مسلمانانو! د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت د تاسیس لپاره بېړه وکړئ؛ دا د خلکو هیله او د مظلومانو د ژغورنې لاره ده.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۱۸مه

۲۰۲۶م کال، د اګست ۳۱مه

د صدور ګڼه: ۰۳۶/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې