چهارشنبه, ۲۷ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 جمادی الثانی 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 01 ډسمبر 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۱۰


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د الخليل ښار زړه او ابراهيمي مسجد هم هماغسې یهودي کېږي لکه مسجدالاقصی چې شو!

(ژباړه)

وروسته له هغې چې یهودي رژیم د الخلیل له ښاروالۍ څخه د ابراهیمي مسجد د ادارې صلاحیت واخیست او «په کریات أربع کې یهودي دیني شورا» ته یې وسپاره او په «عامه ساحه» د دغه مسجد د داخلي صحن بدلولو د پرېکړې پر وړاندې د الخلیل ښاروالۍ رسمي اعتراض ونه منل شو؛ تر څنګ یې په الخلیل ښار کې د یهودو لخوا د کورونو اخیستلو فعالیتونه پراخ شوي؛ نن د الخلیل زړه -چې ابراهيمي مسجد یې په مرکز کې پروت دی- په ښکاره توګه، د نړیوالو او اسلامي امت د سترګو پر وړاندې په چټکۍ د یهودي کولو په حال کې دی؛ هماغسې لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسرا او د هغې شاوخوا چې شوي دي.

د اوسلو تر تړون وروسته او په ځانګړي ډول د ۱۹۹۴م کال له ټول‌وژنې راهیسې؛ یهودي رژیم عملاً د ابراهيمي مسجد کنټرول واخیست. وروسته بیا د «شمغار کمېټه» جوړه شوه او دا مسجد یې د مسلمانانو او غاصبو یهودیانو ترمنځ ووېشه: له درېیو یوه برخه د مسلمانانو او دوې نورې برخې د یهودو لپاره؛ دا هغه جایزه وه چې رژیم د همغې خونړۍ فاجعې عاملانو ته ورکړه! بیا په ۱۹۹۷م کال کې د فلسطین د ازادۍ سازمان «د الخلیل پروتوکول» لاسلیک کړ؛ دا پروتوکول د اوسلو خاینانه تړون ضمیمه وه او ښار یې په دوو برخو، H1 او H2 ووېشه. دغه وېش د الخلیل پر سوېلي برخه، زاړه ښار او ابراهیمي مسجد د یهودو ولکې ته لار پرانیسته.

عجیبه ده چې د الخلیل کرغېړن پروتوکول ته هېڅوک ګوته نه نیسي چې یهودو اشغالګرو ته یې د ښار پر زړه او  ابراهیمي مسجد حاکمیت وسپاره؛ دا تړون نه یوازې دا چې تر برید لاندې نه راځي، بلکې سترګې پرې پټېږي؛ ټول د اشغالګر رژیم محاکمو ته ګوته نیسي، ته به وایې چې له دوی د «عدالت» تمه کېږي! یا ملګرو ملتونو ته؛ چې د دغه رژیم ټول جنایتونه یې له پامه وغورځول او یوازې کله نا کله یې د «اندېښنې څرګندونه» وکړه! په پای کې د همدغه سازمان امنیت شورا راپورته شوه، امریکا ته یې د غزې قیمومیت او یهودو ته یې مطلق صلاحیت ورکړی چې هر څه یې زړه غواړي، هماغسې وکړي!

تر دې لا عجیبه دا ده چې بنسټونه او سازمانونه له جلاد څخه غواړي چې زموږ حق راکړي، مجسدونه مو بېرته راوسپاري او مقدسات مو خوندي کړي! هغو کسانو ته هیڅ نه وایي چې د اوسلو تړون او بیا د الخلیل پروتوکول یې لاسلیک کړ؛ دا د همغې بلا ریښه ده چې له امله یې پر فلسطین او د مسلمانانو پر مقدساتو دا مصیبتونه راغلل. اوس تر ټولو کوچنی کار -که څه هم هېڅکله د فلسطین د سپارلو او د مسلمانانو له مقدساتو د لاس پر سر کېدو خیانتونه نه جبرانوي- دا دی چې د اوسلو له شرم او له خیانته ډک تړون یې له ټولو ضمايمو سره مردود اعلان شي؛ او له هر هغه څه بیزاري وښودل شي چې د هغه پر بنسټ جوړ شوي دي؛ هغه تړونونه چې د فلسطین د سپېڅلې خاورې لویه برخه یې تسليم کړه، اشغالګر رژیم ځان ته د مشروعیت ورکولو لپاره کار ترې اخلي او هر کله یې چې له پلانونو او ګټو سره سم نه وي، تر پښو يې لاندې کوي.

اې مسلمانانو! نن ابراهیمي مسجد عملاً په یهودي کنیسه بدل شوی او یهود پکې خپل باطل مناسک ترسره کوي. د دغو تېریو پر وړاندې درېدل یوازې تر دې نه محدودېږي چې خلک دې پکې د لمانځه ادا کولو ته راوبلل شي؛ بلکې اړینه ده چې د فلسطیني ادارې او حکامو د ټولو جرمونو –چې د اوسلو تړون یې په سر کې دی- اعتراض وشي او د دغه تړون او د هغه د ټولو ضمیمو د لغوه کولو غوښتنه وشي. دا مسله باید بېرته خپل اصل ته وروګرځي: دا چې د فلسطین خاوره اشغال شوې ده، یهودي رژیم دلته هیڅ مشروعیت نه لري او اسلامي امت ته لازمه ده چې د خپلو مقدساتو دفاع وکړي.

ابراهیمي مسجد هم لکه مسجدالاقصی، د مسلمانانو له مقدساتو دی؛ دا کوم «فلسطیني میراث» نه دی، بلکې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت میراث دی. دا د امت قضیه ده او امت باید د یهودي رژیم د محاکمو او نړیوالو بنسټونو پر ځای -چې د یهودي رژیم بنسټ یې اېښی او له پېړیو راهیسې یې پر جنایتونو پرده غوړوي- سم لوري ته مخ واړوي او د خپل مکلفیت د ترسره کولو لپاره راپورته شي.

د فلسطین د قضیې د حل  هره لاره، چې د اسلام له چوکاټه بهر وي او اسلامي امت پکې ښکېل نه وي؛ یوازې د دې قضیې بایلل، غاصب ته مشروعیت ورکول او ښکاره خیانت دی. د دغه خیانت عاملین به په دنیا کې له ابدي ذلت او د اخرت له سخت عذاب سره مخ کېږي. هغه ټولې کړنې چې یهود یې کوي –که ټوله نړۍ یې تایید هم کړي- یوازې په دې سبب د اغېز وړ او عملي کېږي چې امت او د امت پوځونو د مسجدالاقصی، ابراهيمي مسجد او د فلسطین د ټولې سپېڅلې خاورې پر وړاندې خپل مکلفیت په ادا کولو کې ځنډ او د دغې خاورې د خلکو د ناموس او وینې د دفاع په برخه کې سستي کړې ده. خو که ان شاء الله دا ځنډ به ډېر نه اوږدېږي. نن ورځ په امت کې د نهضت او ویښتابه نښې ښکاري او د یهودو د زیاتېدونکې ګستاخۍ په لیدو، ورځ تر بلې د فلسطین پر لور د حرکت لپاره لا ډېره انګېزه پیدا کوي.

دا امت به ډېر ژر -ان‌شاءالله- د هغو کسانو پر وړاندې راپورته کېږي چې له امت سره یې خیانت کړی او یوازې یې پرېښی؛ دا به داسې راپورته کېدل وي چې د غاصب یهودي رژیم جرړې به له بېخه وباسي، هیڅ نښه به یې پر نه ږدي؛ مسجدونه او ټولې خاورې به د دغه جنایتکار رژیم له نجاست او چټلۍ پاکې کړي او د امت له منځه به د خاینانو رنګ ورک کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾[بقرة: ۱۱۴]

ژباړه: «له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي، چې د الله سبحانه و تعالی په عبادت ځایونو (مسجدونو) کې خلک د الله سبحانه وتعالی له نوم اخیستلو څخه منع کوي او د هغو د ورانولو په هڅه کې وي؟ دغه خلک د دې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو کې قدم کېږدي او که ورهم شي، له وېرې سره به ورشي. د هغو لپاره خو په دنیا کې رسوايي او په اخرت کې لوی عذاب دی.»

د فلسطین سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۰مه

۲۰۲۵م کال، د ډسمبر ۱

د صدور ګڼه: ۱۰/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې