سه شنبه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 صفر 1447

میلادی نېټه :     سه شنبه, 12 آګست 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۱


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د انس شریف او د هغه د یارانو شهادت

(ژباړه)

د ۲۰۲۵م کال، د اګست په ۱۰مه، د یکشنبې پر ماښام د غزې ښار د شفا روغتیایي مرکز مخې ته یوه کوچنۍ د رسنیو خیمه د یهودي رژیم د مستقیم بمبار له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوه. په دغه پېښه کې پنځه خبریالان شهیدان شول، چې د غزې د روانې ټول وژنې پر ثبت بوخت وو. د شهیدانو په منځ کې خبریالان انس شریف، محمد قریقع او عکاسان ابراهیم زاهر، مؤمن علیوه او محمد نوفل شامل وو. الله سبحانه وتعالی دې پرې رحم وکړي او د انبیاوو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو په کتار کې دې يې شامل کړي، څومره غوره ملګري دي!

فلسطین، په ځانګړي ډول د غزې خلک، لا هم د یهودي رژیم له بې‌رحمانه بریدونو او د هغه د ملاتړو نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول امریکا، سره مخ دي. د دوی ژوند، کورونه، کرامت او مقدسات له کوم خنډ پرته تر پښو لاندې شوي دي. خبریالان چې دنده یې دا ده چې دغه جنایتونه نړۍ ته ورسوي، په سیستماتیک ډول هدف ګرځول شوي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، یهودي رژیم تر دې دمه شاوخوا ۲۷۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژلي دي؛ داسې اقدام چې د نړیوالو قوانینو، اساسي اخلاقي اصولو او ان د انسانیت له بنسټیزو معیارونو سره په ښکاره ټکر کې دی.

نړیوال نظام په مستقیم ډول د دغو جنایتونو مسوول دی. تشې او بې‌محتوا غندنې او سمبولیکه خواشیني حکومتونه له دې څخه نه خلاصوي چې جدي اقدام وکړي. په داسې حال کې چې سلګونه زره خلک له سیډني څخه تر توکیو او لندن پورې مظاهرې کوي، د دوی حکومتونه د یهودي رژیم پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي. په همدې منځ کې ګاونډي هېوادونه چې پوځونه یې د دې وژنو د پای ته رسولو توان لري، چوپ پاتې شوي دي.

د غزې فاجعه د خیانت سمبول دی؛ داسې یوه کلمه چې د دغه خیانت د حجم د بیان لپاره کمه ښکاري. د ملګرو ملتونو او نړۍ د پلازمینو له خوا صادرېدونکې مکررې غندنې په حقیقت کې د همکارۍ عمل دی؛ ځکه دغه هېوادونه لا هم له یهودي رژیم سره مستقیمه پوځي، سیاسي او اقتصادي مرسته کوي او دغه جنایتونه د نبوت پر منهج راشده خلافت پرته ـ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې بشارت ورکړی ـ نه درول کېږي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» (رواه احمد)
ژباړه: «وروسته به جبري پاچاهۍ (ظالمې او ديکتاتورې واکمنۍ) راشي او څومره چې الله وغواړي دوام به وکړي، بيا چې کله الله وغواړي، دا به له منځه یوسي او وروسته به بیا د نبوت پر منهج خلافت راشي...»

راشده خلافت یوازینی سیاسي او نظامي چوکاټ دی چې د غزې او ټولو اسلامي خاورو د مظلومو خلکو ملاتړ کولای شي. پر امت واجب ده چې د هغو حکامو د لرې کولو غوښتنه وکړي چې د خپلو پوځونو د مکلفیت د ترسره کولو مخه نیسي. دغه پوځونه باید له دوی جلا شي، د غزې د ملاتړ لپاره بسیج شي او خپله نصرت هغو کسانو ته ورکړي چې په اخلاص سره د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي، چې هغه خلک په حزب‌التحریر کې دي.

دغه واجب د هغه مسلمان زړه له غم څخه خلاصولی شي، چې غواړي له مسلمانانو سره مرسته وکړي او د مقدساتو دفاع وکړي. دغه لاره قاطع او برخلیک جوړونکې ده.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [الانفال: ۲۴]
ژباړه: «اې مؤمنانو! کله چې الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند بښي، نو غوښتنې ته یې لبیک وویاست. دغه بلنه لبیک کړئ او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او پر دې اېمان راوړئ چې د همدغه ذات لوري ته به تاسو راټول (محشر) کړل شئ

هیثم بن ثبیت

د حزب‌التحریر– امریکا ویاند

۱۴۴۷هـ.ق کال، د صفر ۲۰مه

۲۰۲۵م کال، د اګست ۱۲مه

د صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې