چهارشنبه, ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 صفر 1447

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 21 آګست 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۲


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
نوی خیانت: لبناني چارواکو په یهودي رژیم پورې تړلی بندي خوشی کړ!

(ژباړه)

نن د ۲۰۲۵م کال د اګسټ ۲۱مه، بنجشنبه، لبناني چارواکو په ناځاپي توګه په یهودي رژیم پورې اړوند کس، صالح ابو حسین له کومې تبادلې پرته خوشی او هغه یې له اشغال شوي فلسطین سره پر پوله، په «الناقوره» سیمه کې یهودي رژیم ته وسپاره!

دغه ګام لبنان ته د امریکايي پلاوي، باراک او اورتاګوس تر وروسته په داسي وخت کې اخیستل کیږي چې یهودي رژیم په غزه او لودیځه غاړه کې پر ټول‌وژنه سربېره؛ د لبنان په ټولو ښارونو او کلیو کې د وژنو، بمباریو او ورانکارۍ لړۍ روانه ساتي؛ ګڼ شمېر لبناني وګړي بندیانوي او فلسطین ته نیږدې ډیر کلي اشغالوي.

د چارواکو دغه بې‌پروا او له خیانته ډکه کړنه هم له سیاسي او هم له قانوني اړخه جرم او د امریکا او یهودو د اوامرو پر وړاندې سر ټیټول او تسلیمي ده. دا یو ښکاره قانوني جنایت دی؛ ځکه چې قوانین واضح کوي چې یهودي رژیم دښمن او اشغالګر دی. نو څنګه کېدای شي چې په دغه رژیم پورې تړلی جاسوس، چې په پټه د لبنان خاورې ته ننوتی، له کومې قضایي پرېکړې او قانوني دلیل پرته خوشی شي؟!

خو د تعجب ځای ځکه نه دی چې وړاندې هم همداسې د یهودي رژیم جنایتکاره اجنټان خوشي شوي دي؛ ان هغه چې د ډېرو لبناني وګړو وینې یې تویې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې لبناني چارواکي د ترهګرۍ او د شام انقلاب د ملاتړ په کاذبو تورونو سلګونه بې‌ګناه وګړي د سیاسي بندیانو په توګه په زندانونو کې ساتلي او زرګونه نور یې تر تعقیب لاندې دي. په دې کې داسې کسان دي چې تر لسو کالو ډیر بې کومې محاکمې بندیان دي؛ دا د لبنان او شام د بچیانو د وقار پر وړاندې ښکاره تېری دی. هغې واکمنۍ ته چې لومړي وزیر یې نهه کاله د «عدالت» نړیوالې محکمې قاضي و او ولسمشر یې د دغو ناعادلانه دوسیو د ختمولو ژمنه کړې؛ آیا د یوه جاسوس خوشي کول د بې‌ګناه بنديانو تر خوشي کولو ډیر اهمیت لري؟!

د لبناني چارواکو لپاره به غوره وای چې د همدغو مظلومانو په خوشي کولو کې بیړه وکړي؛ هغوی ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي چې پر دوی یې ظلم کړی.

موږ، حزب التحریر – ولایه لبنان دریادوو چې:

د لبنان واکمني د مسلمانانو په خاورو کې د هغو جوړو شویو واکمنیو د لړۍ یوه برخه ده چې هیڅ ډول مشروعیت نه لري، د کافر غرب تر امر لاندې دي او زموږ په خاورو کې د هغوی د لاسپوڅو په توګه عمل کوي. دا واکمنۍ یوازې د غرب ګټو ته پام کوي او د غرب د اوامرو لپاره د خپلو خلکو ګټې او هغوی ته پاملرنه قرباني کوي؛ دوی د اصولو او اساسي مفاهیمو، عقیدې او شرعي احکامو لږ پروا هم نه لري.

ای د لبنان او د لبنان د شاوخوا خاورو خلکو! له دې واکمنۍ د عدالت، پاملرنې او ستاسو لپاره اندېښنې کولو تمه مه لرئ او پر دې یقین ولرئ چې د لبنان لپاره یوازینۍ حللاره دا ده چې بېرته خپل اصل ته وګرځي؛ یعنې د راشده خلافت تر سریوري لاندې د شام د خاورې برخه کېدل. خلافت هغه دولت دی چې ستاسو چارې سمبالوي، تاسو له ظلم څخه خلاصوي، حق بېرته حقدار ته ورکوي، په خپلو چارو کې د غرب د لاسوهنې مخه نیسي، د صهیونیستي رژیم ریښې له بېخه باسي او خیانت نه کوي. دا د الله تعالی وعده ده چې ژر به پوره کېږي او موږ د همدې لپاره کار کوو.

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيباً﴾[ الإسراء: ۵۱]

ژباړه: «او هغوی وايي: دا به کله وي؟ ووايه: ښايي ډېر ژر وي!»

د حزب التحریر – ولایه لبنان مطبوعاتي مرکز

۱۴۴۷هـ.ق، د صفر ۲۷مه

۲۰۲۵م، پنجشنبه، د اګسټ ۲۱مه

 د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۲

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې