شنبه, ۱۵ ذیقعده ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په تاجکستان کې اسلامي ویښتیا!

خبر

د اګيسټ په ۱۲مه د تاجکستان جنوبي سیمې (فانج) اوسېدونکو، پر سیمه ییزو چارواکو له دې امله لاریون وکړ، چې د حجاب او ږيرې پر ضد راوپورته شوي وو. لاریون والو له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل چې، پر ږېره لرونکو سړیو او حجاب لرونکو ښځو ژر تر ژره یرغل ودروي.

خلکو وویل: «څوک چې زموږ د مېرمنو لباس ته لاس اوږدوي او ږېرې مو په زور خريي، ملا يې ماتوو.»

د ځوانانو د سیاست ادارې رییس په فانج (د ګورنو بدخشان خود مختاره سیمه) کې  په یوه ويډیويي پیغام کې د یوې ځانګړې ډلې له جوړښت خبر ورکړ، چې ږېره لرونکي کسان پرې نږدي.

د فلم مسوول د خبرو په وینا: «د ږېرې اوږدول او  ډارونکي کول زموږ د ځوانانو لپاره ښه نه دي. زموږ  ځوانان ږېرې ته څه اړتیا لري؟ موږ یو ځل مخکې هم له ږېرورو ځورېدلي یو.»

تبصره

د تاجکستان په ښارونو، کلیو، عمومي ځایونو، سړکونو او د لېږد ـرا لېږد په عمومي ځایونو کې دغه ډول کړنې ترسره شوې دي. حجاب لرونکې ښځې او ږېره لرونکي ځوانان هلته نیول شوي او ټولې دولتي دستګاوې له یادو اسلامي صفاتو سره مبارزه کوي. له امنیتي چارواکو او د پولیسو له افسرانو نيولې تر پوهنې وزارت، د ښځو له کومېټې او د ځوانانو چارو تر کومېټې پورې داسې چلند کوي.

د امنیتي ځواکونو له روحي او جسمي فشار سره سره، خلکو د چارواکو پر ضد په ټول تاجکستان کې  لاریونونه  وکړل. په داسې حال کې  چې ډېر څه  شخصي و،  خو له دې سره  خلکو مخالفت وښود او په فانج سیمه کې دغه ډول کړنې ترسره شوې. خلک د خپل دین د دفاع  په موخه را پورته شول او د وېرې لاملونه يې با بېزه وګڼل.

دغه کړنه باید د تاجکستان ټولو بچیانو ته یو مثال وي چې له مېرمنو، خویندو، میندو او دين څخه يې ساتنه وکړه. د دولت د دین ستېزه کړنو او له اسلامي ارزښتونو د تاجکانو لیرې کولو پر وړاندې د خلکو درېدل دا ښيي، چې لا هم هلته اسلام ژوندی دی.  

په یاد ولرئ! د ۲۰۱۹م، په ژمي کې موږ ولیدل چې تاجکانو څرنګه د رحمانوف د رژیم پر وړاندې د ږېرې او حجاب د منع کولو په اړه درېځ څرګند کړ؛ وروسته يې ټولې نړۍ ته ویډیويي پیغامونه ولېږل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د رژيم د اسلام ضد سیاستونو پر وړاندې خپل لاریونونه جاري وساتي، هغه لاسپوڅی رژيم چې د خپلو بادارانو؛ غرب او روسیې په وسیله د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه جوړ شوی. داسې کسان له بېلا بېلو لارو وېروي او مخه یې نیسي؛ هغه کسان چې صادقانه له اسلام او د هغه له ارزښتونو څخه ننګه او دفاع کوي.

خو کله چې مسلمانان یوځای شي او  ټولیز عمل وکړي، جنایتکار رژیم پرېشانه کېږي او کوم ځواک نه ورته پاتې کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾

[آل عمران: 175]

ژباړه: دا یوازې شیطان دی چې تاسو له خپلو ملګرو وېروي، که تاسو مومنان وئ له هغوی څخه مه وېرږئ له ما ووېرېږئ.

لیکوال: فردوس سليمزودا

ژباړن: الهام پردېس

 

د مطلب ادامه...

پانګوال نظام بشریت ګواښي Featured

د سیکولرېزم ايډیالوژي افشا شوه، اسلام یې رښتینی بدیل دی

موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې درواغ، ناسم معلومات او بې اساسه تورونه، د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو لپاره ډېر عادي دي او هره ورځ  د مهمو رسنیو له لوري په بې شرمانه توګه خپرېږي. 

د پېړۍ له پیل راهیسې د پانګوال نظام مشران او بانګدارن د جعلي استخباراتو او ناسمو مالي معاملاتو له امله افشا شوي دي او د ناقانونه جګړو او نړیوال مالي بحران لامل ګرځېدلي دي. په وروستیو کې لندن د پيسو مینځلو د اصلي مرکز په توګه په داسې حال کې ظهور وکړ، چې هر ځای له نظام څخه اغیزمن دی او د شتمنو کسانو ملاتړ کوي.

د کرونا ویرس پر وړاندې فاسد غبرګون له دوکې ډک دی. عادي وګړي غواړي پوه شي چې نامسووله او هغه مشران چې د ځان په خدمت لګيا دي، دوی ته کومه بدبختي رامنځته کوي.  دوی له لسیزو راهیسي له قدرت څخه ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام  ورکړئ.

د پانګوال نظام ملاتړي په لاندې اصولو باور نه کوي: دوی باید د نورو لږ امتیاز لرونکو خلکو له لوري وڅارل شي. جانسن ګواښ وکړ چې لاسلیک شوي نړیوال تړونونه به مات کړي او همدارنګه ټرامپ ګواښ وکړ چې که د نوامبر ټاکني ونه ګټي نو د واک سوله ییز لېږد ته به زړه ښه نه کړي. د شتمنو او بېوزلو نظام ټوله نړۍ د ويجاړېدو پر لور یوه ناوړه سفر ته اړ کوي، چې یوه ډله یې پر بله اغیزه کوي او شتمن کسان به تر دې ډېره شتمني تر لاسه کړي.

دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې خلک ډېر وېشل شوي او له بهرنیانو او مهاجرینو سره په ښکاره دښمني کوي. پانګوال نظام په هر ځای کې پاتې راغلی، د دوی پاپولیست مشران په ډېرې لیوالتیا سره د وخت پېرودلو لپاره هڅه کوي، د قربانۍ د ګډوري په لټه کې دي، په داسې حال کې چې دا نامعقول دی. په حقیقت کې په فرانسه کې میکرون اعلان کوي، چې هغه د اسلام له خوا ګواښل کېږي او دا یوه ستونزه ګڼي.

د دولت او رسنیو  ګډون خلک دومره ګمراه کړي، لکه د برېټانیا محافظه کار ګوند چې ډېری غړي په درواغو پر دې باور کوي؛ په هغه ځای کې چې مسلمانان اوسیږي غیر مسلمانان نه شي ورتللای. په خواشینۍ سره ډېرو خلکو ادعا کړې، چې دوی د اسلام له خوا ګواښل کېږي.

د پانګوال نظام تسلط پای ته رسيږي. الله سبحانه وتعالی یې ناکامي په ډاګه کړه. ناڅاپه د بدیل نظام په اړه ډېرې خبرې شته؛ ان د انګلستان حکومت هڅه کوي، چې په ښوونځيو کې پر هغو ادبیاتو بندیزونه ولګوي، چې پر پانګوال نظام نیوکه کوي.

اوس د مسلمانانو لپاره فرصت دی، چې نړۍ ته اسلام وړاندې کړي، تر څو د ټولو خلکو لپاره خپل عادلانه نظام روښانه کړي او هغوی ته مفصلې اقتصادي حلارې، سوله او امنیت چې یوازې د خالق له لوري نازل شوي او هغه نظام رامنځ ته کړي، چې  زړه او ذهن پرې قناعت کولای شي.

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د حزب التحریرـ انګلستان په انلاین نړیوال کنفرانس )د اسلامي نړۍ نظم راوګرځوئ( کې ګډون وکړئ.

ویناوال به لاندې موضوعات تر پوښښ لاندې راولي:

ـ له ناورغۍ څخه تر BLM پورې: بشریت په ډېر شدت سره د یو بدیل په لټه کې دی

ـ نوی اقتصاد ۱٪ خدمت هم نه کوي

ـ د خلافت نظام؛ د خلکو پاملرنه

ـ پر ځمکه د اسلامي رهبرۍ تاسیسول او زموږ مسوولیت

وخت: د ۲۰۲۰م، د اکتوبر ۳۱مه، د شنبې ورځ، د ګرنويچ په وخت د ماسپښين ۲:۰۰ بجې

دلته نوملیکنه وکړئ:

یحی نسبت

د حزب التحریرـ انګلستان مطبوعاتي استازی

 

 

د مطلب ادامه...

په هغه امام پسې لمونځ کول چې له شرابو او الکولو مخلوطو عطرو څخه استفاده کوي!

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ښاغلی امیر صاحب!

موږ د حزب التحریر ځوانان، په زندان کې یوه ستونزه لرو، موږ په دې پوهېږو  چې هغه دارو او عطر مردار دي، چې له شرابو جوړ شوي دي. خو په زندان کې چې په کوم امام پسې لمونځ کوو، له همدا ډول عطرو استفاده کوي. دغه راز د داسې عطرو د حلال والي په اړه ځینې دلایل هم وړاندې کوي. موږ په دې کې شک لرو چې ایا په دغه امام پسې لمونځ وکړو او که نه؟ ښاغلی امیر صاحب! موږ واضیح ځواب ته اړتیا لرو او ستاسو د ځواب په تمه یو. جزاک الله خیر!

ځواب:

 وعليكم‌السلام‌ورحمة‌الله‌وبركاته!

له شک پرته په دغه امام پسې، چې له داسې عطرو استفاده کوي چې شراب او الکول پکې ګډ دي، سم دی. ځکه په هغه مسلمان پسې لمونځ روا دی، چې د حرامو مرتکب ګرځي، البته امام ګنهکاریږي. د لاندې دلیل پر اساس: بخاري له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«يُصَلُّونَ لَكُمْ، فَإِنْ أَصَابُوا فَلَكُمْ، وَإِنْ أَخْطَئُوا فَلَكُمْ وَعَلَيْهِمْ»

ژباړه: هغه څوک چې تاسو ته لمونځ درکوي، که یې ښه کار وکړ، ستاسو په ګټه دی او که یې ناوړه کار وکړ، ستاسو په ګټه او د خپل ځان په زیان به یې شي.

 "فلكم وعليهم" یعنې تاسو ته به د لمانځه اجر او هغه ته د ګناه سزا ورکړل شي.

مسلم له عبدالله بن صامت او هغه له ابوذر څخه رانقل کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وفرمایل:

«كَيْفَ أَنْتَ إِذَا كَانَتْ عَلَيْكَ أُمَرَاءُ يُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ وَقْتِهَا؟ - أَوْ - يُمِيتُونَ الصَّلَاةَ عَنْ وَقْتِهَا؟» قَالَ: قُلْتُ: فَمَا تَأْمُرُنِي؟ قَالَ «صَلِّ الصَّلَاةَ لِوَقْتِهَا، فَإِنْ أَدْرَكْتَهَا مَعَهُمْ، فَصَلِّ، فَإِنَّهَا لَكَ نَافِلَةٌ»

ژباړه: یعنې هغه وخت به په څه حال کې وې، چې پر تا داسې امرا حاکم وي، چې لمونځ ناوخته کوي. راوي وایي: ما ورته وویل: ماته څه هدایت کوئ؟ ویې فرمایل: لمونځ دې په وخت سره وکړه او که چېرې له هغوی سره یو ځای شوې بیا هم لمونځ وکړه، دا به ستا لپاره نفل شي.

د دې حدیث مانا دا ده، چې که چېرې ظالم حاکمان لمونځ په خپل وخت سره وکړي، تاسو یې هم پسې وکړئ، لمونځ مو صحیح کېږي.

باید په دې هم پوه شو چې حنفیانو او شافعيانو ویلي؛ چې په فاسق پسې لمونځ کول، که څه هم مکروه دی، خو صحیح دی او ګنهکار امام دی. په داسې حال کې چې خلک له دغه امام څخه ناراضه دي. لکه څرنګه چې ترمذي په خپل سنن کې له ابو امامه څخه حدیث روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ثَلَاثَةٌ لَا تُجَاوِزُ صَلَاتُهُمْ آذَانَهُمْ: العَبْدُ الآبِقُ حَتَّى يَرْجِعَ، وَامْرَأَةٌ بَاتَتْ وَزَوْجُهَا عَلَيْهَا سَاخِطٌ، وَإِمَامُ قَوْمٍ وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ».

ژباړه: د دریو کسانو لمونځ د هغوی له غوږونو پورته نه ځي: تښتېدلی مرییه (غلام) تر هغه چې بېرته راوګرځي. هغه ښځه چې شپه په داسې حال کې سبا کړي، چې مېړه یې ورته په غوسه وي او هغه امام چې قوم یې ترې ناراضه وي.

که په داسې امام پسې لمونځ وکړې، چې ښه اعمال تر سره کوي او تقواداره وي، نو لمونځ دې فضیلت لري. که چېرې له داسې حالت  سره مخ شوې، چې په داسې امام پسې لمونځ وکړې، چې له شرابو مخلوطو عطرو څخه استفاده کوي، نو ستا لمونځ صحیح او ګناه د امام په غاړه ده. خپل امام ته مو نصېحت وکړئ. هغه عطر چې الکول ولري، لکه کالونیا او دې ته ورته نور حرام دي. د الکول لرونکو عطرو د حراموالي په اړه، دغه ځواب ورورسوئ، شاید الله تعالی هدایت ورته وکړي.

د الکول لرونکو عطرو په اړه باید ووایم، چې د شرابو حکم ورباندې کېږي. مسلم له ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ»

ژباړه: هر نېشه کوونکی شی شراب او حر ډول شراب حرام دي.

د ابو داود له روایت سره سم چې جابر بن عبدالله روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ، فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ»

ژباړه: هر هغه څه چې زیات یې نېشه کوونکي وو، کم یې هم حرام دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مایع تشریح کړه، چې شراب نومېږي: هر هغه څه چې زیات یا کم یې نېشه کوونکي وو، حرام دي. دلته مساله د مناط په څېړنې پورې اړه لري. پر دې د پوهېدو لپاره چې دغه عطر، کالونیا او یا هم هر څه، کم یا زیات یې، چې ایا د څښلو پر مهال نېشه رامنځته کوي او که نه؟ نو که چېرې نېشه کوونکي وو، شراب دي او د شرابو احکام ورباندې پلي کېږي. دغه راز د هغه حدیث پر اساس چې حاکم په خپل مستدرک کې بیان کړی، شراب په لسو حالتونو کې حرام دي. عبدالله بن عبدالله بن عمر او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ، وَلَعَنَ سَاقِيهَا، وَشَارِبَهَا، وَعَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَبَايِعِهَا وَمُبْتَاعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا»

ژباړه: الله تعالی پر شرابو، ساقي، شرابي، تولید کوونکي، کارونکي، لېږدونکي، پلورونکي، پېرودونکي او همدارنګه پر هغه کس هم لعنت ویلی، چې له پیسو یې ګټه اخلي.

په مایعاتو کې د الکولو د ګډالي په اړه پوهان وایي، چې دغه مایعات عینې لکه شراب نشه رامنځته کوونکي دي. رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: «كل مسكر خمر وكل خمر حرام» (رواه مسلم) یعنې نېشه رامنځته کوونکي حرام دي. نو پر الکول لړلو عطرو هم د شرابو حکم پلی کېږي.

ای: یو ځل بیا ټینګار کوم، چې دغه کار باید په سمه توګه او حکمت سره تر سره شي. که یې لاره ومونده نو ښه به وي او که چېرې یې په بې ځایه دلیلونو استدلال کاوه، نو ستاسو لپاره همدا نصېحت کافي دی او تاسو مو اجر تر لاسه کوئ! انشاءالله!

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

هر څوک دې د خپل وس په کچه دعوت وکړي

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

زموږ قدرمن امیر صاحب! له تانه دا پوښتنه کوم چې زه اسلامي دولت د تاسیس لپاره وس نه لرم، نو په دې برخه کې زما رول او مکلفیت څه دی؟ زه د ځواب په تمه یم، له تا نه لارښوونه غواړم، زه حیران یم، نه پوهېږم چې له چا سره شم؟ ستا دې په الله سبحانه وتعالی قسم وي چې زه څه کار وکړم؟

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ګرانه وروره! الله سبحانه وتعالی هر کس ته د خپل وس په اندازه تکلیف ورکړی. د دعوت رسوونې په برخه کې د خلکو کړنې، توانایي او عملونه توپیر لري. همدارنګه وګړي په علمي او فکري او د حکمت رسولو په مسایلو کې هم توپیر لري. دا هغه مسایل دي چې په بشریت کې دا سې څه نه وو او له شک پرته تکلیف د وس او استطاعت په اندازه دی. څنګه چې دغه مسله په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثونو کې ذکر شوې ده.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 (لا یكلِّفُ اللَّه نفْسًا إِ لَا وُسْعها)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هېچا ته له خپل وس پورته تکلیف نه دی ورکړی.

 (لا یكلِّفُ اللَّه نفسا الا ما آتاها)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ټولو نفس لرونکو موجوداتو ته د خپل وس او توان په اندازه تکلیف ورکړی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لا تحْقِرن مِنْ الْمعْرُوفِ شیئا و لوْ أنْ تلْقى اخاك بِوجْهٍ طلْق»

ژباړه: د خیر او معروف هر کار کوچنی مه شمېرئ؛ حتا دا چې په ورین تندي له خپل ورور سره چلند کوئ.

دغه حدیث مسلم روایت کړی دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«بلِّغُوا عنّی و لوْ آیةً»

ژباړه: تبلیغ وکړئ، که د یو ایه په اندازه هم وي. (دغه حدیث بخاري روایت کړی دی)

زین بن ثابت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«نضراللَّه امْرأً سمِع مِنا حدِیثا فحفِظهُ فبلغهُ، فرُب حامِلِ فِقْهٍ لیس بِفقِیهٌ»

ژباړه: د هغه چا پر حال خوښي پکار ده چې حدیث اوري او هغه حفظوي او وروسته هغه نورو ته رسوي، ډېر کسان دي چې فقه لېږدوي، په داسې حال کې چې خپله فقیه نه دي. (دغه حدیق طبراتي روایت کړی دی)

نو ګرانه وروره! لازمه ده چې د خپل وس په اندازه په معروف امر وکړې او هغه څه چې منع شوي، ترسره نه کړې. شونې ده چې یو ایت او یا دوه ایتونه تبلیغ کړې. دا شرط نه ده چې د قرانکریم او سنتو شریفو د حافیظینو له ډلې وو. له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړه او پر الله توکل وکړه. الله سبحانه وتعالی له صالحینو سره مینه لري.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

اروپایي وزیر یوازې پر مسلمانانو غږ وکړ چې فحشا ته مخه کړي

خبر

مېټیس ټسفیې (Mattias Tesfaye ) د ډنمارک د همبستګۍ وزیر د اکتوبر په درېیمه د شنبې په ورځ، په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو: «تېره ورځ ما او د مذهبي چارو وزیر د لویو اسلامي ټولنو له امامانو سره غونډه درلوده. دوی ته مې په مستقیم ډول وویل چې په عام محضر کې ووایي؛ چې مسلمانې ښځې هم د نورو ښځو په څېر له واده کولو مخکې د ناروا جنسي اړیکو لرلو حق لري.» 

تبصره

حقیقت دا دی چې دا د غرب د فرهنګ او ازادو ارزښتونو ډېره بې حیایي ده چې د یوه پرمختللي، عصري او متمدن هېواد وزیر داسې بې ارزښته او سپکې خبرې کوي. په مستقیم ډول د ډنمارک د یووالي وزیر غواړي د دې پر ځای چې خپل خلک اسلامي فرهنګ ته راوبولي، مسلمانان له خپل حلال حق څخه حرامو (زنا) ته راوبولي.

 اسلام ټول بشر ښځې او نر دې ته رابولي، چې یو له بل سره ښه ټولنیز ژوند وکړي، پاکلمني، ابرومندي او احترام په یوه اسلامي ټولنه کې د انسان لپاره شرافتمندانه صفتونه دي، چې باید هر مسلمان نر او ښځه یې په ځان کې ولري او د دوی تر منځ کوم توپیر هم په دغه برخه کې نشته. اسلام د ښځو د احترام په خاطر هغوی ته ځانګړي خصوصیات او ارزښتونه ورکړي، لکه د شرم کول، پاکلمني او احترام.

دې ته اروپایي فرهنګ نه ویل کېږي، چې لویديځ سیاسیون غواړي په زور سره مسلمانان ذلیل کړي. د مي ټو جنبش د جنسې ځورونې اندازه مشخصه کړه. ناوړه ګټه اخیستنه او ښځو ته په سپکه سترګه کتل یې په اروپا او غرب کې په ډاګه کړل، چې د دغه کړنو یو ښکاره دلیل دی. د لویدیځ فرهنګ له ښځو سره د ناوړه چلند او ناوړه ګټې اخیستنې پر اساس باید ولیکل شي. لویدیځې رسنۍ هڅه کوي، تر څو په درواغو او تبلیغاتو سره د اسلام پر ضد تبلیغات وکړي، چې د دوی له ښځو سره د زیاتي کولو له فرهنګ څخه د خلکو پاملرنه واړوي، خو دغه ناوړه حالت اوس هم په هر غربي هېوادونو کې روان دی.

دا باید ثبت کړل شي، چې د غربي ټولنې په هر کونج کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بیخي عام شوی دی. د امریکا په ځینو سیمو کې په هرو دوو دقیقو کې جنسي تېری کېږي. په ۲۰۱۸م کال کې چې کله په ملي کچه په امریکا کې د جرمونو د کچې په اړه څېړنه وشوه، د امریکا د عدالت ګوند له قوله په اوسط ډول په کال کې 433,648  تنه د جنسي تېري ښکار ګرځي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اروپایي فرهنګ طبعي پایله ده. له همدې امله دوی له ښځو سره خیانت کوي، ناروا جنسي اړیکې ورسره نیسي او کورنۍ له منځه وړي. خو دغه کړنې له مسلمانانو سره نه ښایي، ځکه موږ د خپل شخصیت له لاسه ورکول او دنمارکي فرهنګ ته تسلیمېدل نه شو قبلولای.

مسلمانانو ته پکار ده چې دوی پخپله د دغه فرهنګ له ناوړه ګټې اخیستنې او د ښځو له دغو ناوړه نظریاتو څخه ځانونه لیرې وساتي. موږ باید په کلکه ځانونه له غربي سیاسیونو څخه لیرې وساتو، ځکه دوی غواړي چې د مسلمانانو شخصیت، ژوند، فرهنګ او د ژوند قوانین ورته تغیر کړي او خپلو ناروا غوښتنو ته ورسېږي.

د دوی لپاره همدغه بس ده، دوی په دې مغرور دي، چې کولای شي مسلمانان له خپلو ارزښتونو څخه منع کړي، خو هېڅکله به هم داسې ونه شي کړای.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: تیم الله ابو لبان

 

 

د مطلب ادامه...

موږ ستاسو له توقیفونو څخه نه وېرېږو او تاسو د خلافت دولت د تاسیس مخنیوی هم نه شئ کولای! Featured

  • خپور شوی په ترکیه

د ۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۲۲مه په انټالیا کې د امنیت ریاست، د حزب التحریر ۱۴غړي ونیول، ۸ ورځې وروسته یې د ناحق توقیف په پای کې محکمې ته ولېږل، چې د ۱۱ غړو پر زنداني کولو یې پرېکړه وکړه او همدارنګه ۲ تنه یې په مشروط ډول خوشي کړل. دغه راز یو بل بیا د عامه څارنوال په غوښتنه خوشې شو. په دې اړه د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر دریځ په لاندې ډول دی:

حزب التحریر یو سیاسي حزب دی چې ايډیالوژي یې اسلام او فعالیتونه یې فکري او سیاسي دي. هېڅکله زور زیاتي او تاوتریخوالي ته ژمن نه دی، چې دا یې په خپلو فعالیتونو، خپرونو او اعلامیو کې په ډاګه کړي دي. چا چې د ترهګرۍ ضد قانون لوستی وي، پوهېږي چې د هر ډول زور زیاتي، تاوتریخوالي، ظلم، ډار او ترهګریزو ډلو لپاره شرایط شته، تر څو ترهګریز سازمان وبلل شي. د پوهېدو لپاره یې یوازې سالم عقل کافي دی او اړتیا نشته چې یو څوک دې فقیه وي. دغه راز هغوی په دې پوهېږي چې حزب التحریر د تاوتریخوالي او دښمنۍ لار نه غوره کوي.

د ترهګریزو سازمانونو په فهرست کې د حزب درجه بندي کول، په بېلا بېلو تورونو یې د غړو نیول، د دوی نا عادلانه محکمه او نور نه یوازې عجیب دي، بلکې دا د دوی ناوړه ارادې ښيي. حزب التحریر خپل بېلا بېل فعالیتونه لکه؛ کنفرانسونه، غونډې، لاریونونه، مطبوعاتي کنفرانسونه او همدا راز سیاسي تحلیلونه وړاندې کوي، چې د مسلمانانو ګټې په نظر کې نیسي. دا ټول فعالیتونه نه یوازې له زور زیاتي او تاوتریخوالي خالي دي، بلکې ټول هغه ترهګریز فعالیتونه غندي، چې د مسلمانانو پر وړاندې پېښېږي. دغه راز د مسلمانانو د وینو، ناموس او پيسو ساتونکي دي. پر دې سربېره حزب التحریر د ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي کول، په څرګنده توګه ښيي چې ټوله مساله یوه سیاسي مساله ده نه فقهي.

د اساسي قانون محکمې د حزب التحریر اړوند انفرادي غوښتنې و ارزولې او پرېکړه یې وکړه، چې د دوی په قضیو کې له حق څخه سرغړونه شوې ده او په ډاګه یې کړه چې د حزب التحریر په محکمه کې وړاندې شوي شواهد کافي نه دي، چې په دې سره د حزب التحریر ځینې غړي خوشې او پر محکمو یې بیا غور وشو.  فرعي محاکمو د اساسي قانون د محکمې له پرېکړې سره مخالفت وکړ، چې دا په قضايي سیسټم کې په ښکاره ډول د قانون وضعیت په ډاګه کوي. د اساسي قانون محکمه تر ټولو لوړ قضايي مقام دی، چې د هغې د شتون قانونيت باید وڅېړل شي، چې ایا پرېکړه یې اغیزمنه ده! که فرعي محکمې د حزب التحریر د نیول شوو غړو پر وړاندې حکم صادر کړی وي، د اساسي قانون محکمه به خپله پخوانۍ پرېکړه او قانون تکرار کړي، چې دا محکمه د دې  غړو حقونه تر پښو لاندې کوي. له دې امله د دې شبابو نیول او زندانونو ته یې اچول، سربېره پر دې چې د پروسې د پړاو په اړه پوه دي، له فقهي اړخ سره هېڅ اړه نه لري او د کوم فکري منطق له مخې توضیح کېدلای هم نه شي. له همدې امله دا یوازې د مخلصو مسلمانانو پر وړاندې ژوره کرکه څرګندوي.

په پای کې موږ وایو؛ کله چې حزب التحریر یاد شي، نو خلافت د هغې تر څنګ یادېږي، که د خلافت یادونه وشي، حزب التحریر یې تر څنګ یادېږي. حزب التحریر د اسلامي هېوادونو د یووالي، شتمنۍ، ځواک، خپلو پولو او د یوه دولت تر چتر لاندې، د خپل لښکر لپاره کار کوي، چې هغه د نبوت پر منهج راشده خلافت دی. د حزب التحریر پر وړاندې خنډونه جوړول، له خپلې موخې د دوی اړول او له منځه وړل، په حقیقت کې د حق لارې خلافت دولت، د تاسیس پر وړاندې د خنډ جوړولو په مانا دی. هغه څوک چې غواړي  راشده خلافت بیا د اسلامي امت برخه نه شي، دوی بیا یوازې د ښکېلاکګرو  په لاسونو کې وسلې کېدلای شي. دوی پرېږدئ چې پوه شي د خلافت دولت بېرته راستنېدل، د حق او خوښۍ خبره ده او تاسو نه شئ کولای چې پر وړاندې یې خنډ وګرځئ. دا یو مسوولیت، شرعي حکم  او موجود واقعیت دی چې ماتې نه خوري.  

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

راتلونکی خلیفه به د متعصم په څېر، زموږ د لوڼو او خویندو عزت او عفت وساتي Featured

الله سبحانه وتعالی په اسلام کې زموږ د لوڼو او خویندو حیثیت او مقام ډېر لوړ بللی دی. په داسې حال کې چې اوسمهال له بده مرغه د حسینې د ناوړه سیکولر رژیم تر چتر لاندې، د جنسي تيري ښکار ګرځېدلې دي. د بنګله دېش د محصلینو لیګ (BCL) د سیلهیت MC کالج په لیلیه کې، چې یو سیاسي سازمان دی، څو کسانو پر یوه مېرمن په داسې حال کې  ډله ییز جنسي تيري کړی، چې مېړه یې په رسۍ تړلی و، دا یوه زړه بوږنوونکې پېښه ده او دغه ظالم رژيم یې پټه ساتي. دغه جنایتکاران له ډېرو کلونو راهیسي د رژیم له لوري په امن کې ساتل کېږي، تر څو خلکو ته د وېرې ډک چاپېریال رامنځ ته کړي. کوم جرمونه چې دوی تر سره کوي، په پای کې د د رژيم د قضاییه قوې له لارې، له دې ځای څخه تېښته کوي. د بنګله دېش رژیم غله زموږ د زیانمنو مېرمنو له عزت او عفت څخه سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې قضاییه قوه مجرمین پرېږدي. نو یوازې جنسي تېري کوونکي BCL نه شي کولای د دې جرمونو مسوول وګڼو، ځکه چې همدا جنایت کار رژيم له کلونو کلونو راهیسي د دوی باور پیاوړی کوي، تر څو جرمونه ترسره کړي. نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې کله یو رژیم  له مجرمینو او غلو څخه تشکیل شوی وي، د حق ویلو په تور د حزب التحریر مخلص فعالین د کلونو کلونو لپاره په زندانونو کې اچوي، خو مجرمین له ځنډ پرته ازادوي چې  بېرته خپلو ناوړه کارونو ته دوام ورکړي.

اې خلکو، هر څومره چې تاسو ناوړه سیکولر رژیم او خوښۍ یې وزغمئ، همداسې به زموږ ښځې په امن او خوندي چاپېریال کې تګ راتګ نه شي کولای. راځئ چې یوازې پر جنسي تېري کوونکو خپله انرژي ونه لګوو، ځکه چې اصلي ستونزه دا نه ده، بلکې دا د اوږد مهاله ستونزې یوه نښه ده، چې هغه سیکولر ډموکراټیک نظام دی، چې په مسلسله توګه د جنسي تېریو او مجرمینو تولید او ساتنه کوي. نو، له دې رژیم څخه د عدالت غوښتنه کول هېڅ ګټه نه لري، د دې پر ځای هڅه کوي تر څو موږ د جنسي تيري له کلتور سره عادت کړي، چې د همدې لیګ د جنسي تېري کوونکو کچه یې ورځ تر بلې لوړېږي.

اې خلکو، له دې ناورین څخه د وتلو اصلي لاره دا ده، چې په نظامي ځواک کې خپلو مخلصو ملګرو او د کورنۍ غړو ته دعوت ورکړئ، تر څو دا جنایت کار سیکولر رژیم له منځه یوسي، دوی باید ژر تر ژره حزب التحریر ته نصرت ورکړي، تر څو زموږ اصلي ډال ـ د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي، چې زموږ  د میندو او لوڼو عزت او عفت خوندي کړي. افسران دعوت کړئ، تر څو داسې کار وکړي لکه څنګه چې صالح خلیفه متعصم د یوې ځوانې یتیمې نجلۍ ژړا ته ځواب ورکړی و، چې د رومي سرتېرو له لوري یې سپکاوی شوی و، متعصم یو غښتلی نظامي ځواک ولېږلو او په مالتا کې یې د رومن یوه مهمه اډه فتح کړه چې یوازې د دې مسلمانې له عزت څخه دفاع وکړي. د تاریخ په اوږدو کې، خلافت تل زموږ د خویندو او لورګانو د عزت ساتلو ډال و. دا د دوی مسوولیت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب کړي، چې د بنو قینقا قبایلو پر وړاندې یې خپل وسله وال ځواک ولېږلو، هغه یې محاصره او بیا یې له خپلې خاورې څخه وشړل تر څو د یوې مسلمانې مېرمنې د عزت ساتنه وکړي. هغه ښځه چې د یوه یهودي له لوري یې سپکاوی شوی و، نو راځئ چې له مخلصو مسلمانو وسله والو څخه وغواړو، چې زموږ د لوڼو او خویندو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته رسولی شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ هَذَا الأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ، لاَ يَخَافُ إِلاَّ اللَّهَ أَوِ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ‏»(صحیح البخاري)

ژباړه: ... ولاچې الله سبحانه وتعالی به دغه دین (اسلام) بشپړوي او پای ته به یې رسوي؛ تر هغه ځایه پورې چې یو مسافر له صنعا څخه تر حضر الموت پورې ځي او د الله سبحانه و تعالی او د پسونو لپاره یې د لېوه له ډار پرته له بل هېڅ شي څخه وېره ونه لري.

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په تفصیلي ډول د تبرج واقعیت

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ښاغلی شیخ صاحب! یوه پوښتنه لرم، هغه دا چې کله ښځې عامه ځایونو ته ځي او خپل مخ پر مکیاج سره پټوي، نو ایا دغه ښځې د تبرج په اصطلاح کې شاملې دي؟ په شریعت کې د انوثیت مانا څه ده؟

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ځواب:

دواړه پوښتنې دې یوه مساله ده، نو دواړو ته یو ځواب ورکوم. پخوا مو څو ځلې د تبرج پوښتو ته ځوابونه ورکړي وو، چې دلته یې د ۲۰۱۶م، د اکتوبر ۹مې ځواب رانقلوم، انشاءالله همدا به بسنه وکړي.

مخکې له دې چې د دغې مسالې تفصیلي ځواب ته ورشم، په اړه یې ځينې موارد بیانوم، چې د اجتماعي نظام، (ښځې ته کتل) په باب کې په تفصیل سره بیان شوي او دلته یې لویې کرښې رانقلوم:

عامه ځایونو ته چې کله ښځه راوځي، باید شرعي لباس؛ جلباب واغوندي، خپل عورت پټ کړي او تبرج ونه کړي.

له مخ او د لاسونو له مخونو پرته د ښځې ټول بدن عورت دی او د عورت لوڅول ورته حرام دي، دغه راز دا مساله په توجه جلبولو نه مقیدیږي. په دې مانا چې که د ښځې عورت د نر توجه جلب کړي او که نه، ښځې ته د عورت لوڅول حرام دي.

تبرج په لغت کې سړیو ته د ښځې د زینت ښکاره کول دي. په عربي کې راغلي دي: تبرج بېګانه وو ته د ښځې د زینت ښکاره کولو دي او دا یو ناوړه عمل دی. خو خپلو مېړونو ته یې زینت ښکاره کول ناوړه او حرام عمل نه دی. په قاموس المحیط کې راغلي (تبرجت)؛ یعنې ښځې خپل زینت خلکو ته وروښود... . په مختار الصحاح کې راغلي: خکلو ته د ښځې ښکلا او زینت ورښودولو ته تبرج وایي. په مقاییس اللغه کې راغلي: تبرج د ښکاره کولو په مانا دی. تبرج د ښځې هغه ښکلا ښکاره کول دي، چې د «اظهار» او  «ښکاره او ظهور» له کلمې څخه پېژندل کېږي. یعنې په تبرج کې لازمه ده، چې د ښځې زینت توجه جلب کړي. داسې لکه، زینت چې د سړي  لپاره نندارې ته وړاندې کړي، نو په دغه ډول یې شرعي مانا هم له لغوي مانا سره یو شی ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ﴾

(النور: 31)

ژباړه: باید پښې پر ځمکه په داسې ډول ونه وهي، چې خلک یې پر پټ زینت پوه شي.

نو باید ښځه په زوره پر ځمکه پښه ونه وهي، چې د زینت غږ یې واورېدل شي او سړی پر دې پوه شي، چې پر پښه یې پایزیب یا کوم بل زینت دی. تبرج په لغت او شریعت کې د ښځې د زینت ښکاره کېدل دي، چې ولیدل شي، نه یوازې زینت.

تبرج د هغه زینت ښکارېدنې په مانا دی، چې نور یعنې پردي خلک یې وویني او دغه مساله د عورت له پټولو سره توپیر لري. ځکه د عورت لوڅول حرام دي، که یې څوک وویني او که نه. تبرج یوازې زینت ته نه وایي او دا باید ووایم چې یو عادي زینت دی، چې د خلکو د توجه لامل نه ګرځي او دا زینت ښځو ته روا دی او بل هغه زینت دی، چې د خلکو د توجه جلبولو لامل ګرځي، چې همدا زینت د تبرج په نامه یادیږي او حرام دی. دغه راز تبرج په دوو حالاتو کې رامنځته کېږي:

د ښځې د بدن پر مباح برخه زینت؛ یعنې هغه غړي چې عورت نه دي. لکه د لاسونو مخونه، مخ او جامې او دا په داسې حال کې دي، چې د خلکو د توجه جلبولو لامل ونه ګرځي.

د ښځې پر نامباح غړي زینت، پرته له دې چې عورت لوڅ کړای شي؛ مثلاً، کله چې ښځه خپل مړوند په دست بند او یا بل کوم څه زینت کړي او کله چې دغه ښځه خپل لاس وښوروي، نو خلک پرې پوه شي د دغه ښځې لباس زینت شوی، نو دا بیا په تبرج کې راځي. دغه راز که چېرې د دغې ښځې لاس پټ هم وي بیا هم تبرج دی.

خو که چېرې د ښځې پر مباح غړي داسې زینت و، چې د خلکو پام یې ځانته رااړاوه، نو دا هم تبرج ګڼل کېږي او حرام دی. یعنې په داسې ډول، چې کله ښځه د سړیو تر څنګ تېره شي، د سړیو توجه د هغې ښځيتوب ته ورواوړي او که وروانوړي بیا تبرج نه ګڼل کېږي. پر دې مسالې پوهېدل کوم ستونزمن کار نه دی، ځکه په ښځو کې د ښځیتوب او نر کې د نارینه نښې ډېرې واضح دي، ښځه او نر یې ښه پېژني او پر دې هم پوهېږي، چې ایا دغه زینت د توجه جلبولو و او که نه. په ځانګړي ډول ښځه؛ ځکه ښځه پر دې ښه پوهېږي، چې زینت یې عادي دی او که غیر عادي؟ ایا د سړیو توجه جلبولی شي او که نه؟

خو د غیر مباح غړي زینت، پرته له دې چې عورت ښکاره شي؛ دا داسې دی لکه ښځه چې په خپله پښه پایزیب ټینګ کړي او د تګ پر مهال پښه په داسې ډول پر ځمکه ووهي، چې خلک یې د پایزیب اواز واوري او پرې پوه شي، نو دا ډول عمل تبرج ګڼل کېږي او حرام دی. که څه هم د ښځې پښه په دغه حالت کې پټه وي.

د پورته مطالبو له بیانولو وروسته، ستاسو د پوښتنې د ځواب جزیاتو ته ورځم:

د ګوتیو په ګوته کولو سینګار په اړه باید ووایم؛ که چېرې ګوتیې په داسې ډول وي، چې د چا توجه نه جلبوي، نو پروا نه لري، خو کله کله داسې ګوتیې هم وي، چې ځلیږي او یا شرنګهار کوي او د خلکو پام ځانته رااړوي، نو په داسې حال کې یې کارول حرام دي. دغه راز کله کله ښځې داسې غوږولۍ او یا نور څه کاروي، چې د خلکو پام ځانته رااړوي.

له جلباب څخه بیرون د غاړکۍ پر غاړه کول، که توجه جلب کړي او که نه روا نه دي. ځکه له جلباب څخه موخه دا ده، چې داخلي زینت پټ کړي. دغه راز دا هم روښانه ده، چې غاړکۍ د غاړې سینګار دی او غاړه پخپله عورت ده او دا لازمه ده، چې عورت تر جلباب لاندې پټ شي. که ښځه غاړکۍ اچوي، باید په جلباب کې یې پټه کړي.

کله چې د لاسونو پر بازوګانو او مړوندونو په داسې ډول د سینګار توکي تړل کېدل، چې که لاسونه وښوروي غږ یې پورته کېږي، نو دغه ډول سینګار بیا تبرج ګڼل کېږي او حرام دی. 

جلباب هغه جامه ده، چې د ښځې جامې او زینت پټوي. یعنې پخپله جلباب د زینت ځای نه دی، نو پر جلباب برسېره زینت روا نه دی.

د ښځې سترګې تورول د خلکو نظر نه راجلبوي؛ ځکه رانجه د سترګو په داخل کې وي او که ښځه رنګ په سترګو او یا له سترګو پورته ځای باندې وموښي، نو نظر راجلبوي.

دغه راز که ښځې خپل مخ پاک کړ او چرک ترې لیرې شو او یا هم که یې پر مخ باندې ځواني دانې وي او د مخ په پاکولو سره یې د مخ ښکلا څرګنده شوه او دا یې د مخ عادي حالت و، نو توجه نه راجلبوي. خو که یې پر مخ رنګ وموښه، دا بیا نظر راجلبوي. دغه راز د نظر په جلبولو کې د اوسېدو ځای توپیر لري. لکه: په کلي او ښار کې ژوند کول. مهمه دا ده؛ هغه زینت چې په غیر عادي ډول وي او په داسې یوه سیمه کې وي، چې هلته توجه جلبوي، نو دا زینت بیا تبرج ګڼل کېږي.

په پای کې باید ووایم: د عادت له مخې ښځه پر دې پوهېږي، چې زینت یې د سړیو توجه راجلبوي او که نه؟ یعنې د هغه زینت پېژندل ستونزمن کار نه دی، چې توجه جلبوي او ښځې په خپل احساس سره دغه مساله درک کوي. مسلمانه او تقوا داره ښځه یوازې له حرامو نه، بلکې له هغه څه هم ځان ساتي، چې شک پکې وي. ځینې صحابه وو له ځينو مباحاتو ځان ساته، ځکه ډېر داسې مباحات شته، چې حرامو ته نیږدې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ»

ژباړه: هغه څوک متقي دی، چې د حرام له وېرې ډېر مباحات هم پرېږدي. (دغه حدیث ترمذي استخراج کړی او ویلي یې دي، چې حسن دی.)

هیله ده چې دغه ځواب به ستاسو لپاره بسنه وکړي. الله سبحانه وتعالی له ټولو دا او باحکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

د اوسنیو واکمنانو خلاف، خلیفه به له ځنډ پرته امریکا له افغانستان څخه وباسي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۲۶مه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې، له افغانستان څخه د امریکا د ژر تر ژره وتلو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې، له اتیا زرو زیاتو خلکو قرباني ورکړې ده. په داسې حال کې چې د باجوه ـ عمران رژیم منافقت د هېچا له سترګو پټ نه دی. کله چې تحریک انصاف په اپوزسیون کې و، د ناټو د اکمالاتي لارو د بندولو لپاره یې لاریونونه وکړل، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه یې د امریکا جګړه وبلله، د امریکا د اشغال پر وړاندې یې د افغان مقاومت ملاتړ وکړ او د امریکا امر یې وغانده. هغوی چې اوس په واک کې دي، د باجوه ـ عمران رژيم د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو لپاره د ګومارل شوي اسانچاري په توګه عمل کوي، د ټرامپ له لوري د ۲۰۱۸م د وروستي فرمان پر مهال، پر امریکا بريدونه، د ترهګرۍ په توګه غندي او پر هغوی ویاړي چې د امریکا په جګړه کې یې خپل ژوندونه بایللي دي.

اېمان، جهاد او څو زره وسه وسله وال مجاهدین و، چې امریکا ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړه. په داسې حال کې چې د پاکستان په سیاسي او پوځي رهبرۍ کې ډېر غداران وو، چې د امریکا لپاره یې اسانتیاوې برابرولې. د پاکستان په رهبرۍ کې غدارانو د امریکا یرغل اسانه کړ او قبیلوي عملیات یې ترسره کړل، تر څو د مقاومت لپاره ځای کم کړي. اوس د باجوه ـ عمران غدار رژیم له امریکا سره مرسته کوي، تر څو د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د قدرت د شریکولو په معامله کې، خپل سیاسي قدرت وساتي او په دې توګه خپل خطرناک نفوذ ته پلمه جوړه کړي.   

هغه کسان چې په افغانستان کې اسلامي حاکمیت ته لیواله دي، پرېږدئ غور وکړي، چې د هند نیمې قارې مسلمانانو له اوږده مقاومت او سترې قربانۍ وروسته ځان د برېټانیا د امپراتورۍ له ځواکونو څخه څنګه خلاص کړ، تر څو د اسلام تر چتر لاندې ژوند وکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان د خپلواکۍ له ګټلو څخه ۷۳ کلونه تېر شوي، خو اوس هم له اسلام څخه مخ اړوي، ځکه چې د سیکولر، ډیموکراټیک ځواک جوړښت چې برېټانیا رامنځ ته کړی و، تر اوسه پر ځای پاتې دی. په دې توګه، د امریکایي ځواکونو پوځي اډې باید په بشپړه توګه ویجاړې شي، تر څو  د امریکا سیکولر واکمن جوړښت له منځه لاړ شي، ګني د افغانستان د میلیونونو مسلمانانو قربانۍ به عبث تللې وي. په پاکستان کې د باجوه ـ عمران رژیم رول د امریکا د ډموکراسۍ د بقا د نفوذ لپاره،  په دې هېواد کې د امریکا د نوي سفیر ویلیم ای توډ له لوري په ګوته شوی دی، چې د ۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۲۲مه یې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي و: «په افغانستان کې سوله زموږ دواړو هېودانو په ګټه ده، د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره د امریکا او پاکستان همکاري اړینه ده.»

یو مخلص مسلمان واکمن هېڅکله د ښکېلاکګرو ځواکونو د وتلو ځنډول نه غواړي، ډموکراسي د کفر نظام دی او څوک چې ورځي د وژونکي ښکېلاک په جال کې به نښلي. د ډموکراسۍ طاغوت باید رد شي، له همدې امله د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا راستندېدلو لپاره متمرکز کار د مسلمانانو یوازینۍ سیاسي لیدلوری دی. د اشغال د پای ته رسولو لپاره به د خلیفه سم لارښود، مسلمان وسله وال ځواکونه متحرک کړي، چې د امپراطوریو په هدیره کې د امریکا راج خښ او ځواکونه یې په دومره زور سره وباسي چې هېڅکله بیا راستنېدلو ته زړه ښه نه کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ[بقرة: ۱۹۱] 

ژباړه: له هغوی سره چې هر چېرې مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ، چې تاسو یې ایستلي یاست...

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

له امریکا نه د سولې او آرامۍ تمه له شیطانه د هدایت د تمې په څېر ده! Featured

پر داسې مهال چې د بین‌الافغاني سولې خبرې اترې د قطر په دوحه کې روانې دي، په افغانستان کې جګړه زیاته شوې او په وروستیو کې په شرقي ولایتونو ننګرهار او لغمان کې د دوو خونړيو چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول او تر ۹۰ زیات ټپيان شول. دواړه اړخونه یو پر بل د لوړتیا لپاره جګړه او خبرې اترې هممهاله پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دوی د افغانستان د جګړې بار له خپلو اوږو ټيټ کړی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې تر دې وروسته افغانان امریکا نه شي پړه کولی. هغه حتی ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د بریا لپاره هېڅ تضمین نشته او که دغه خبرې اترې مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي، په افغانستان کې د ۹۰مې میلادي لسیزې په څېر د کورنۍ جګړې احتمال ممکن دی.

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د قضیې د مختلفو اړخونو د روښانه کېدلو لپاره لاندې ټکي مهم ګڼي:

اول: امریکا په افغانستان کې خونړۍ جګړه پيل کړه، د خپلو ګټو لپاره یې دوې لسیزې دوام ورکړ او اوس یې ظاهراً داسې پای ته رسوي، چې یوازې خپلې ګټې یې تضمین شي. حتی که افغانستان د جګړې په اور کې هم وسوځي؛ خو چې د امریکا ملي ګټو، نظامي تاسیساتو، ملکي ادارو او د امریکايي اتباعو ژوند ته زیان ونه رسېږي، امریکایان اصلاً ځان مسوول نه ګڼي.

دویم: د امریکا دریځ د سولې په قضیه‌ کې هم منافقانه او دوه‌ګونی دی. بین‌الافغاني خبرې اترې داسې مدیریت کوي، چې د دواړو مرکچي اړخونو تر منځ د جدي اختلافونو او کشمکشونو لامل شي او په پای کې د منځګړي په رول کې قضیې ته ننوځي، څو اختلافونه حل کړي. امریکا په خپل دغه کار سره غواړي نړیوالو ته داسې پيغام ولېږدوي، چې په افغانستان کې د ستونزو اساسي لامل امریکا نه، بلکې خپله افغانان دي، چې په مهمو مسایلو کې هوکړې ته نه رسېږي. که د امریکا لاسوهنه نه وي، دوی خپلې چارې هم نه شي تنظیمولی. په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د وروستۍ ۴۰ کلنې جګړې یو اصلي اړخ دی، چې په خپلو څو ګونو سیاستونو یې دغه خاوره بحران او تفرقې ته ټېل وهلې ده.

د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک باید د سولې او جګړې د ختمېدو په شعارونو ونه غولېږي او تل باید په یاد ولري چې له امریکا څخه د سولې او آرامۍ تمه داسې ده لکه له شیطانه د هدایت تمه. مانا دا چې د امریکا سوله د جګړې بله پاڼه ده. په واقعیت کې د افغانستان جګړه یوازې په خبرو اترو او د هوکړو په لاسلیکولو نه حل کېږي، ځکه د افغانستان ستونزه یوه کورنۍ ستونزه نه، بلکې یوه سیمه‌ييزه او نړیواله ستونزه ده او په سیمه کې د امریکا د حضور تر مهاله به دا جګړه دوام لري. دا د افغانستان د مسلمانو خلکو او اسلامي ډلو مسوولیت دی، چې په سیمه کې د امریکا او غرب سیاسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي نفوذ له منځه یوسي او د –راشده خلافت دولت– تر واحد چتر لاندې په راټولېدو سره خپل برخلیک په لاس کې واخلي او خپل فکري او سیاسي وحدت تضمین کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې