- مطابق
له خپلوانو سره نېکي کول له سترو نېکو اعمالو او الله سبحانه وتعالی ته د نږدې کېدو له غورو لارو څخه ده؛ ځکه په خپلوانو کې د اسلام پر حق سربېره د خپلوۍ حق هم شته. له همدې امله، قران کریم د دغه حق بیانولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او له خپلوانو سره نېکي کول یې له هغو اعمالو څخه بللې ده، چې بنده الله سبحانه وتعالی ته نږدې کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ﴾ [نساء: ۳۶]
ژباړه: او تاسې ټول د الله سبحانه وتعالی بندګي وکړئ، له هغه سره هېڅ شریک مه نیسئ. له مور او پلار سره غوره رویه وکړئ. له خپلوانو، یتیمانو او مسکینانو سره نېک چلند وکړئ. له خپلوانو او ګاونډیویانو سره، له پردیو ګاونډیانو سره، د څنګ له ملګري او مسافر سره او له هغو مینزو او غلامانو سره چې ستاسو په لاس کې وي، د احسان چار چلند وکړئ.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَآتِ ذَا الْقُرْبَىٰ حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيراً﴾ [اسراء: ۲۶]
ژباړه: د خپلوانو، مسکینانو او مسافرو حق پوره ورکړه او بې ځایه لګښت مه کوه.
په دغه ایت کې د خپلوانو د حق ادا کولو په اړه روښانه امر راغلی دی او دغه حق له هغه سره په نېکۍ، مرستې، د هغه حالاتو ته په پاملرنې او د انسان د وس او امکاناتو په اندازه د هغه د اړتیاوو په پوره کولو سره ترلاسه کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر صله رحم ټینګار کړی دی، هغه یې د ایمان له نښو ګڼلی او له ایمان سره یې تړلې دی. هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ»
ژباړه: څوک چې د الله او داخرت پر ورځ ایمان لري، نو باید له خپلو خپلوانو سره اړیکې وساتي.
صله رحم یوازې په دې مانا نه دی چې انسان د نورو نېکي په نېکۍ ځواب کړي؛ بلکې د هغې حقیقت هغه وخت څرګندېږي چې د خپلوانو ترمنځ کرکه، نفرت او د اړیکې پرېکون رامنځته شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
«لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا»
ژباړه: د خپلوۍ پالونکی هغه څوک نه دی چې یوازې د نېکۍ په بدل کې نېکي کوي؛ بلکې اصلي پالونکی هغه دی چې کله یې خپلوان له ده سره اړیکه پرې کړي، دی بیا هم اړیکه ورسره پالي.
نو مومن د خپلو خپلوانو بد چلند د اړیکې د پرې کولو لامل نه ګرځوي او کرکه او نفرت په کرکه او نفرت نه ځوابوي؛ بلکې د اصلاح هڅه کوي، په سلام او پخلاینه کې لومړیتوب کوي، پر تېروتنو سترګې پټوي او په دغه کار سره د هغه اجر او رضا غوښتنه کوي چې له الله سبحانه وتعالی سره دي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره چې صله رحم ساتنه کوي، د روزۍ د زیاتوالي او د نېک اثر د پاتې کېدو ژمنه کړې او فرمايلي یې دي:
«مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ»
ژباړه: که د چا خوښېږي چې روزي یې پراخه شي او عمر او نېک اثر یې اوږد شي، باید صله رحم وکړي.
کله ناکله د خپلوانو ترمنځ تېروتنې، بدګومانۍ یا دردناک چلندونه رامنځ ته کېږي؛ خو مومن مکلف دی چې بښنه او تېرېدنه خپله لاره وګرځوي او یوه لنډه تېروتنه د تلپاتې او دایمي دښمنۍ لامل ونه ګرځوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ﴾ [نور: ۲۲]
ژباړه: ستاسو څخه چې کوم کسان د مالي وس او قدرت خاوندان دي، هغوی دې د دې خبرې قسم نه کوي چې له خپلوانو، مسکینانو او د الله تعالی د لارې له مهاجرینو سره مرسته ونه کړي. هغوی باید عفوه وکړي او ورڅخه تېر شي. ایا تاسو نه غواړئ چې الله بښنه درته وکړي؟
دغه ایت مسلمان ته لاره ښيي چې د بدۍ ځواب په بښنې سره ورکړي او ور یادوي چې څوک له الله سبحانه وتعالی څخه بښنه غواړي، نو د هغه بندګانو ته باید بښنه وکړي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ﴾ [فصلت: ۳۴]
ژباړه: او اې پیغمبره (صلی الله علیه وسلم) نېکي او بدي یو ډول نه دي؛ ته د بدۍ مخنیوی په هغې نېکۍ سره وکړه چې هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) چې ستا سره چې د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دې لکه صمیمي دوست ګرځېدلی دی.
له خپلوانو سره د نېکۍ له ډلې څخه دا ده چې مسلمان د هغوی خبرې په غوره ډول انتقال کړي، د هغوی د تېروتنو په لټه کې نه وي، د دوی د تېروتنو له امله هغوی ملامت نه کړي او عیبونه یې د خلکو ترمنځ افشا نه کړي. که کوم خپلوان نصیحت ته اړتیا درلوده، دا نصیحت باید له رسوایۍ او سپکاوي پرته په نرمۍ او خلوت کې وي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
«وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِماً سَتَرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ»
ژباړه: او څوک چې د کوم مسلمان عیب پټ کړي، الله سبحانه وتعالی به په دنیا او اخرت کې د هغه عیب پټ کړي.
له خپلوانو سره د نېکۍ له بېلګو څخه ځینې یې دا دي، چې د هغوی د اړمنو کسانو د احوال پوښتنه وشي، له فقیر سره مرسته وشي، له ناروغ سره همکاري وشي، له هغه چا سره ملګرتیا وشي چې په سختۍ کې راګیر شوی وي او د انسان د وس او امکاناتو په اندازه د مالي یا معنوي مرستې کول دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«الصَّدَقَةُ عَلَى الْمِسْكِينِ صَدَقَةٌ، وَهِيَ عَلَى ذِي الرَّحِمِ اثْنَتَانِ؛ صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ»
ژباړه: مسکين کس ته صدقه ورکول یوازې یوه صدقه ده؛ خو خپلوانو ته صدقه ورکول دوه اجرونه لري: د صدقې اجر او د صله رحم (اړیکې پاللو) اجر.
یعنې له اړمن خپلوان سره مرسته هم د صدقې ثواب لري او هم د خپلولۍ اړیکې د ساتلو ثواب. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ، مَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِماً سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»
ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی؛ پر هغه ظلم نه کوي او دښمن ته یې نه سپاري. څوک چې د خپل ورور د اړتیا په پوره کولو کې هڅه کوي، الله سبحانه وتعالی به د هغه اړتیاوې پوره کړي. څوک چې د کوم مسلمان مشکل او غم لرې کړي، الله سبحانه وتعالی به د هغه په سبب د هغه د قيامت د ورځي له غمونو څخه يو غم لرې کړي او څوک چې د مسلمان عیب پټ کړي، الله سبحانه وتعالی به د قيامت په ورځ د هغه عیب پټ کړي.
نو که په عام ډول له مسلمان سره مرسته کول داسې فضیلت لري، له خپلوانو سره مرسته ډيره مستحقه او ارزښتمنه ده؛ ځکه په هغې کې د ستونزې حل کول، د صله رحم ساتل او د کورنۍ د غړو ترمنځ د مینې د اړیکو پیاوړي کول ټول یو ځای کېږي.
په مقابل کې، اسلام د خپلوۍ د اړیکو د پرې کولو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ* أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَىٰ أَبْصَارَهُمْ﴾ [محمد: ۲۲-۲۳]
ژباړه: اوس ایا له تاسو (منافقانو) څخه له دې پرته نور څه هیله کېدلی شي، چې که قدرت په لاس درشي یا (له اطاعت څخه) په شا واوړئ، نو په ځمکه کې به فساد وکړئ او په خپلو منځو کې به خپلوي (او یو د بل سرونه) پرې کړئ؟ دوی هماغه خلک دي چې الله سبحانه وتعالی ورباندې لعنت وکړ او (کاڼه و ړانده) یې کړل.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ﴾ [رعد: ۲۱-۲۲]
ژباړه: د هغوی چلند دا وي، الله سبحانه وتعالی چې د کومو اړیکو ټینګولو حکم کړی دی، هغه ټینګوي؛ له خپل رب څخه وېرېږي او له سخت حساب څخه وېرېږي؛ هغوی به په آخرت کې له نېکې پایلې څخه برخمن وي.
د خپلوۍ د اړیکې پرې کول یوازې د لیدنې او تګراتګ په پرېښودلو نه محدودېږي؛ بلکې په بېلابېلو بڼو لکه کینه او واټن اخیستل، مخ اړول، د حقوقو نه ورکول، په خبرو ځورول، د عیبونو افشا کول او په سختۍ کې د خپلوانو په یوازې پرېښودلو سره رامنځته کېدلی شي. خو صله رحم د کتنې، روغبړ، اړیکو، د حالت پوښتنې، ډالۍ ورکولو، مرستې، ښې خبرې، دعا او نورو ښو چلندونو له لارې رامنځته کېږي.
باید پام وشي چې له خپلوانو سره نېکي په دې مانا نه ده، چې د ظلم پر وړاندې د خاموشۍ، د حقونو په تلف کې د منل کېدو او ناوړه کس ته د نورو د ځورولو زمینه برابره شي؛ بلکې نېکي او احسان باید له حکمت سره مل وي؛ په دې مانا چې انسان له تېروتنو تېرېږي، عیبونه پټوي، په نرمۍ او مهربانۍ نصیحت کوي، خپل حقوق ساتي او په مشروع لارو له پوهې او زغم سره د زیان مخه نیسي.
له خپلوانو سره د چلند تر ټولو ښه لاره دا ده چې مسلمان له هغه چا سره اړیکه ټینګه کړي، چې اړیکه یې ورسره پرې کړې ده؛ هغه څوک وبښي چې بد یې ورسره کړي دي؛ هغه څه پټ وساتي چې پټول یې خوښوي؛ له اړمن سره مرسته وکړي؛ د مشرانو پر وړاندې د عاجزۍ وزرونه ښکته کړي؛ له کشرانو سره په مهربانۍ چلند وکړي؛ د مور، پلار او د فضیلت خاوندانو مقام وساتي او خپل هدف د الله سبحانه وتعالی رضا وټاکي، نه د نفس بریا او نه پر نورو غالب کېدل.
څه چې د نېکۍ، بښنې، د عیبونو پټولو او ښه چلند په اړه بیان شول، یوازې تر ټولو نږدې خپلوانو پورې محدود نه دي؛ بلکې ټول خپلوان او د خپلوۍ د پیوند خاوندان پکې راځي. ځکه صله رحم په عام ډول له خپلوانو سره د نېکۍ او احسان مانا لري. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ﴾ [نحل: ۹۰]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی د عدل، ښېګڼې او خپلوۍ پالنې حکم کوي. له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منعه کوي. هغه تاسو ته نصحیت کوي، ترڅو درس (پند) واخلئ.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً﴾ [نساء: ۱]
ژباړه: له هغه الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ چې په وسیله یې تاسو یو له بل څخه خپل حقوق غواړئ او د خپلوۍ او پیوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ. باور ولرئ چې الله سبحانه وتعالی پر تاسو څارونکی دی.
له همدې امله، هغه څه چې وړاندې د اړیکې ساتلو، نېکۍ، د اړتیاوو پوره کولو، بښنې، د تېروتنو د پټولو، د تېروتنو د زغملو او ښو خبرو په اړه بیان شول، د نسبي برخې لرونکو او نورو ټولو خپلوانو په حق کې صدق کوي؛ که نږدې وي او که لرې، که یې له انسان سره نېکي کړې وي او که نه، ځکه مسلمان د الله سبحانه وتعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، چې له هغوی سره خپله اړیکه وساتي. په دې توګه هم د کورنۍ پیوستون ساتي، هم د خپلوۍ حق ادا کوي او هم له خپلوانو سره د صله رحم او نېکۍ له فضیلت څخه ګټه پورته کوي.
لنډه دا چې صله رحم یو لوی عبادت او ارزښتمن طاعت دی؛ له خپلوانو سره نېکي د ایمان له نښو ګڼل کېږي او د هغوی له تېروتنو تېرېدل د الله سبحانه وتعالی د مغفرت جلبولو او د خلکو ترمنځ د مينې او الفت د پایښت سبب ګرځي. نو هر مسلمان باید هڅه وکړي چې په خپله کورنۍ کې د خیر او نېکۍ کیلي وي؛ زړونه سره نږدې کړي، عیبونه او تېروتنې پټې کړي، په سختیو کې د نورو مرستندوی وي او همېشه د الله سبحانه وتعالی دغه قول په یاد ولري:
﴿أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ﴾ [نور: ۲۲]
ژباړه: ایا تاسو نه خوښوئ چې الله سبحانه وتعالی بښنه درته وکړي؟
لیکوال: بلال المهاجر
ژباړن: اسرار تکل




