Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 صفر 1448

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 30 جولای 2026 م

شمیره:      ۱۴۴۸/۲۱

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین خلک د ظلم د دوو ژامو، اشغال او د صهیونیست مېشتو وسله‌والو ډلو ترمنځ ګېر دي؛ امت او پوځونه به یې کله یو موټی کېږي او کله به د هغوی د ازادولو لپاره پاڅون کوي؟!

(ژباړه)

د جمعې له ورځې ۲۴/۷/۲۰۲۶ راهیسې، اشغالګرو ځواکونو د لوېدیځې غاړې بېلابېلې شمالي سیمې تر پوځي محاصره لاندې راوستلې دي. دغه محاصره له یوې خوا په ثابتو او ګرځنده پوځي پوستو کې د سختو اقداماتو له لارې وضع شوې او له بلې خوا پر کلیو او ښارونو د پرله پسې چاپو له لارې تر سره کېږي، چې د اوسېدونکو تګ راتګ یې فلج کړی دی. په ځانګړې توګه د نابلس ښار د هغو پېښو له امله تر پوځي ولکې لاندې دی، چې د جمعې په ورځ (۲۴/۷/۲۰۲۶) د ښار په جنوب لوېدیځ کې پر "تل" کلي د صهیونیست مېشتو له برید څخه رامنځته شوې. دغه ولکه په دغو سیمو کې د خلکو کړاوونه نور هم ډېر کړي دي. دغه اقدامات د "تل" له ډله‌ییزې وژنې څو ساعته وروسته پیل شول، چې چاپې او توقیفونه په پیل کې د نابلس په سیمه کې متمرکز وو. په هر صورت، د عملیاتو لمن په چټکۍ سره پراخه شوه او د شین خط (Green Line) په اوږدو کې د کلیو کمپاین او په بېلابېلو سیمو کې د کورونو او تاسیساتو ویجاړول پکې شامل شول.

د اشغالګرو ځواکونو تر خوندیتوب لاندې د صهیونېست مېشتو ډلو له لوري د سپېڅلې خاورې د خلکو پر وړاندې له لیونتوب څخه ډک کارونه او منظم وحشیانه جنایتونه ترسره کېږي. هغوی خلک وژني، کورونه او ملکیتونه یې سوځوي، خلک له خپلو کورونو شړي او پر هغوی ولکه ټینګوي، ځمکې یې په بلډوزرونو خرابوي، ونې او فصلونه یې له بېخه باسي، پر دغو ځمکو نوي ښارګوټي جوړوي، څاروي غلا کوي یا یې وژني، جوماتونه سوځوي او پر دېوالونو یې نژادپال شعارونه ليکي، د رسول الله صلي الله علیه وسلم د اسراء او معراج ځای (مسجد الاقصی) بې حرمته کوي او د هغه په انګړونو کې خپلې دعاوې، نڅاوې او سندرې وایي. دغه ټول هغه ګامونه دي چې د نیتنیاهو د خورا افراطي ښي اړخي حکومت له لوري یې ملاتړ کېږي او موخه یې د سپېڅلې خاورې د خلکو بې‌ځایه کول دي.

د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (OCHA) پر بنسټ، د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د صهیونېست مېشتو اړوند له ۱۳۳۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه دفتر د ارقامو له مخې، د روان کال له پیل څخه تر تېرې شنبې پورې د اشغالګرو ځواکونو یا صهیونېست میشتو له لوري ۷۷ فلسطینیان، چې ۱۸ ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي دي. د تېرې پنجشنبې راهیسې لږ تر لږه ۸ فلسطینیان، چې یو ماشوم هم په کې شامل دی، شهیدان شوي دي.

د اوچا (OCHA) دفتر وویل چې کورونه، جوماتونه، ونې او کرنیز تاسیسات سوځول شوي یا ویجاړ شوي دي، چې ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي، په داسې حال کې چې لږ تر لږه ۱۰ کورنۍ د تاوتریخوالي د دې وروستۍ څپې له امله تېښتې ته اړ شوې دي. دغه حکومت صهیونېست مېشتو ته بشپړه ازادي ورکوي، ترڅو خپل جنایتونه ترسره کړي او پخپله هم نژادپال او ظالمانه قوانین تصویبوي او په لوېدیځه غاړه، غزه او قدس کې د سپېڅلې خاورې د خلکو پر وړاندې وحشیانه ډله‌ییزې وژنې کوي؛ چې پکې وژنې، بند، د ځمکو غصب، د خنډونو او دروازو ودرول او د کورونو او تاسیساتو ویجاړول شامل دي.

د «دیوال او ښارجوړونې د مقاومت کمېسیون» د راپور له مخې چې د روانې جولای په ۹مه خپور شوی، یهودي رژیم د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۱ د ویجاړۍ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۷۴۰ فلسطيني تاسیسات ویجاړ شوي او ۹۲۳ فلسطینیان زیانمن شوي دي. همدارنګه دغه رژیم د بې‌جوازه ودانولو په پلمه د ویجاړولو ۲۵۴ نوې اختیارپاڼې صادرې کړې دي. (الجزیره‌نت)

ډله‌ییزو سزاوو، وحشیانه جنایتونو او بریدونو د سپېڅلې خاورې د خلکو پر غاړه حلقه تنګه کړې او پر هغوی یې د بې‌شمیره سختیو او عذابونو لړۍ روانه کړې ده. په سلګونو کورنۍ له هغه وروسته بې‌کوره پاتې شوې چې کورونه یې ویجاړ شول، په داسې حال کې چې نورو کسانو بیا د خپلو دوکانونو، صنعتي او سوداګریزو تاسیساتو د ویجاړېدو، د کرنیزو ځمکو د غصبېدو، یا د محصولاتو د سوځېدو له امله د خپل عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي. ډیری ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه منعه شوي دي، په ځانګړې توګه په مسافریطا او الغور سیمو کې. خلک اوس د پوستو او کړاوونو تر سیوري لاندې په یوه لوی زندان کې ژوند کوي، سربېره پر دې د ښارونو او کلیو د لارو پرې کول او په دغو پوستو او دروازو کې سپکاوی او کړاوونه هم روان دي.

په شمالي لوېدیځه غاړه کې، په ځانګړې توګه په نابلس او د هغې شاوخوا کې د روانې محاصرې او پوځي عملیاتو په لړ کې، د نابلس ولایت د روغتیایي مرستو رئیس غسان حمدان وویل: «د مرسته کوونکو او د هغوی د ملګرو شهادتونه وېروونکي شوي دي.» هغه څرګنده کړه چې د اشغالګرو سرتېري نور امبولانسونه یوازې د څو دقیقو لپاره نه ځنډوي، لکه څنګه چې مخکې وو، بلکې اوس هغوی د ساعتونو لپاره په سپکاوي، تلاشۍ او د ناروغانو (د حامله مېرمنو په ګډون) له امبولانسونو څخه په ایستلو سره بندیانوي. هغه د موټرو د کیلیو ضبطولو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول کړنې، «موږ ان د ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر له ۷مې وروسته په لومړیو میاشتو کې هم په دې بڼه نه وې لیدلې.»

دغه بحران یوازې تر حامله مېرمنو پورې محدود نه دی. حمدان تاییدوي چې پوځي محدودیتونو د لسګونو ناروغانو لپاره روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی ګډوډ کړی دی، چې پکې د پښتورګو ډیالیز ناروغان او بیړنۍ قضیې شاملې دي. د رسنیزو راپورونو له مخې، د نابلس ولایت پنځه حامله مېرمنې د پوځي پوستو او لګول شوې محاصرې له امله په غیر عادي شرایطو کې ولادت ته اړ شوې دي. له دغو مېرمنو څخه یوې د موټر په دننه کې ولادت وکړ، په داسې حال کې چې نورو په امبولانسونو یا غیر کافي روغتیایي مرکزونو کې ولادت وکړ، ځکه چې اشغالګرو ځواکونو د نابلس له شاوخوا پوځي پوستو څخه د هغوی د تېرېدو اجازه ورنه کړه.

په ورته وخت کې، د نابلس جنوب د قریوت ښارګوټي یوې مېرمنې له هغه وروسته خپل جنین له لاسه ورکړ، چې د ښار جنوب ته په عورتا پوځي پوسته کې د اسراییلي پوځ لخوا توقیف شوه، چې امبولانس ته یې اجازه ورنه کړه، چې دې پېښې ته رسیده‌ګي وکړي. دغه مېرمن شپږ میاشتنۍ حامله وه او له سختې وینې بهېدنې سره مخ وه. د هغې پر نازک حالت سربېره، هغه تر دقیقې تلاشۍ لاندې ونیول شوه. اشغالګرو ځواکونو له نیم ساعت څخه زیات وخت وروسته امبولانس ته د تېرېدو اجازه ورکړه او هغه مهال ډاکټران روغتون ته د مېرمنې په رسېدو سره د هغې په ژغورلو وتوانېدل. په هر حال، د جنین ژغورل ډېر ناوخته وو، چې له زېږېدو درې میاشتې وړاندې مړ شو.

اې اسلامي امته!

یهود خورا غښتلي شوي دي او هغوی ستاسو د سترګو او غوږونو په وړاندې په غږ او تصویر کې، په لوېدیځه غاړه، غزه او القدس کې د سپېڅلې خاورې د خلکو پر وړاندې ډله‌ییزې وژنې او ناوړه جنایتونه کوي. هغوی تر محاصرې لاندې دي او ساه یې بندېږي او د دغو جنایتونو له امله ستاسو سترګې له وېرې ډکې شوې او زړونه مو تر ستوني راغلي دي. تر کله به چوپ پاتې کېږئ او هغوی به یوازې پرېږدئ؟!

ایا تاسو دې ته منتظر یئ چې ستاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج ځای (مسجد اقصی) ویجاړ شي او پر ځای یې د هغوی مدعي هیکل جوړ شي؟! ایا تاسو دې ته منتظر یاست چې د سپېڅلې خاورې خلک په بشپړ ډول له منځه یوړل شي؟! یا تاسو دې ته منتظر یاست چې یهود د هغوی د بې ځایه کولو د پلان په پلي کولو کې بریالي شي؟!

اې ربه! د فلسطین د خلکو چیغې واوره! اې ربه! موږ ته د رسول الله صلي الله علیه وسلم د انصارو په څېر مرستندویان راکړې؛ داسې مرستندویان چې د هغوی له لارې دین عزت ومومي، سیمې ازادې شي او له مظلومانو سره مرسته وشي! یا الله سبحانه وتعالی! موږ تا د انصارو د سردار سعد بن معاذ دې دعا ته رابولو چې ویل یې: «اللهم لا تمتني حتى تقر عيني من بني قريظة»؛ یا الله سبحانه وتعالی! موږ تر هغه مهاله مه وژنه ترڅو چې زموږ سترګې د بنو قریظه د لمسیانو، د هغوی د انصارو او اربابانو په ماتې سره روښانه شوې نه وي.

د حزب التحریر ـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۸هـ.ق کال، د صفر ۱۵مه

د ۲۰۲۶م کال، د جولای ۳۰مه

د صدور ګڼه: ۰۲۱/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

 

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.