- مطابق
حزبالتحریر ولایه تونس
د تونس په خاوره کې د امریکا د پوځي مانورو پر ضد لاریون!
د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۷مه، د جمعې په ورځ، د تونس په پلازمېنه کې د جمعې تر لمانځه وروسته، د الفتح جومات مخې ته یو لاریون وشو چې د حزب التحریر ولایه تونس له خوا تر دې سرلیک لاندې تنظیم شوی و:
«د تونس په خاوره کې د امریکا پوځي مانورونه جرم دی»
په لاریون کې د تونس له خلکو څخه لوی شمېر ګډون کړی و، چې د هغې له پیل سره سم د حزب التحریر ولایه تونس یو ځوان د لمونځ کوونکو لپاره په لنډ پیغام کې څرګنده کړه چې دا لاریون د تونس په خاوره کې د امریکا د پوځي مانورو د غندنې او ردولو لپاره تنظیم شوی دی.
په لاریون کې داسې بنرونه پورته شوي وو چې پر اصلي بنر د لاریون سرلیک لیکل شوی و، او په دویم یې لیکل شوي وو:
«په تونس کې د امریکا پوځي مانورونه... تر کله دا ذلت؟!»
همدارنګه کوچني بنرونه هم پورته شوي وو چې د ناټو له تړون سره یې مخالفت ښود، او پر ځینو لیکل شوي وو:
«د مسلمانانو په خاورو کې د امریکا پوځ ته نه»
ګډونوالو د پلازمېنې په اصلي سړکونو کې د لاریون پر مهال داسې شعارونه ورکول چې دا مانورونه یې غندل، لکه:
«تونس تونس ازاده ازاده... ناټو دې ووځي!»
«تونس تونس ازاده ازاده... امریکا دې ووځي!»
«تونس تونس ازاده ازاده... افریکوم دې ووځي!»
«په تونسي خاوره کې امریکایي جنګي بېړۍ نه منو!»
«په تونسي خاوره کې صلیبي پوځونه نه منو!»
«ای افسرانو او قومندانانو... امریکا د ترهګرۍ سر ده!»
«ای افسرانو او قومندانانو... امریکا د یرغل سر ده!»
«لا اله الا الله... امریکا د الله دښمن ده!»
لاریون د انقلاب په سړک کې، د ښاروالۍ د تیاتر مخې ته، له یوې غونډې سره پای ته ورسېد. په دې غونډه کې د حزب التحریر ولایه تونس یو ځوان وینا وکړه او داسې یې وویل:
«دا امریکایي پوځي مانورونه چې د تونس په خاوره کې ترسره کېږي، نور یوازې یو عارضي پېښه یا محدود تخنیکي همکاري نه ده پاتې شوې، بلکې د تکرار او پراخېدو له امله په عملي ډول د امریکا له پوځي حضور سره عادي کېدل ګرځېدلي دي، چې اوج یې هغه وخت و چې تونس په ۲۰۲۵ کال کې د «افریقايي زمري» تر ټولو لویو مانورو کوربهتوب وکړ!
او کله چې امریکایي پوځونه کوم هېواد ته ننوځي، هغه فاسدوي او خلک یې ذلیلوي، لکه څنګه چې په عراق او افغانستان کې یې جنایتونه څرګند دي. همدارنګه د غزې د خلکو د نسلوژنې لپاره د یهودو د دولت له بېحده ملاتړ څخه هم ټول خبر دي.
نو څنګه موږ دا ومنو چې داسې یو ظالم دښمن، چې زموږ په اړه نه خپلوي ته درناوی لري او نه کوم تړون ته، زموږ پر خاوره، د شنې خاورې (تونس)، د مجاهدینو پر ځمکه قدم کېږدي؟ حال دا چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿ولن يجعل الله للكافرين على المؤمنين سبيلا﴾
ژباړه: او الله به هېڅکله کافرو ته پر مؤمنانو د واک لاره ورنه کړي
نن د دې خاورې د خلکو او د ځواک او اقتدار د خاوندانو دنده ده چې د لوېدیځ لاسونه زموږ له خاورې پرې کړي، په ځانګړي ډول د مار سر؛ یعنې امریکا، ځکه هغه د اسلام او مسلمانانو اصلي دښمن دی. او دا کار یوازې هغه وخت ممکن دی چې دا مانورونه رد شي او هغه پوځي تړونونه لغوه شي چې الباجي قائد السبسي لاسلیک کړي دي. دا تړونونه لوی شر دی او پر سیمه او د هغې پر خپلواکۍ به خطرناکې اغېزې ولري.
همدارنګه، تاسو باید د داسې یو ځواکمن دولت د جوړولو لپاره کار وکړئ چې قوت، اقتدار او هیبت ولري، او د یو تمدني پروژې په چوکاټ کې چې د امت له عقیدې سرچینه اخلي، حاکمیت امت ته او سیادت شریعت ته ورکړي، او د قوي پوځونو له لارې استعمارګر له منځه یوسي، د مسلمانانو ساتنه وکړي او د دین د دښمنانو شیطاني وسوسې له منځه یوسي. په دې سره به خاورې ته عزت او امت ته امنیت او خپلواکي وساتل شي».
دا د حزب التحریر کار دی په "بلد الزیتونه" (تونس) کې؛ دا د خپل امت او د ځواک خاوندانو پر وړاندې د هغه دنده ده چې د کافر استعمارګر دسیسې او چلونه افشا کړي، هغه چې شپه او ورځ هڅه کوي تر څو د مسلمانانو پر خاورو خپله ولکه ټینګه کړي او د هر ډول خلاصون او ازادۍ مخه ونیسي، چې موږ د «سایکس-پیکو پنجرو» کې بندیان وساتي، تر څو یو تابع، مطیع او ذلیل امت پاتې شو.
حزب له مخلصو کسانو سره خپل کار ته دوام ورکوي تر څو دا بندیزونه مات کړي، د امریکا او د هغې د ملاتړو لاسونه د مسلمانانو له خاورو پرې کړي، او د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت قائم کړي، هغه چې زموږ لارښود حضرت محمد ﷺ یې زېرى ورکړی دی:
«...ثم تكون خلافة على منهاج النبوة»
ژباړه: «...بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي»
په حزبالتحریر ولایه تونس کې د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ.ق کال د شوال ۳۰مه
۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه
https://muslimworld.today/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4984#sigProId81911cf5ef
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه تونس وېبپاڼې وګورئ:




