سه شنبه, ۲۸ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 صفر 1448

میلادی نېټه :     سه شنبه, 04 آګست 2026 م

شمېره:      ۱۴۴۸ / ۰۲


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د غاصب او استعمارګر غرب د شخړې په سیوري کې، د مکې او مدینې په څو ګامۍ کې اې اسلامي امته! پاڅېږئ، هغوی له خپلې خاورې بهر کړئ او خپله خاوره د هغوی له شره پاکه کړئ!

(ژباړه)

سعودي عربستان د ۱۳ نورو هېوادونو په ګډون، پخپله مشرۍ د یوه نوي څو ملتي سمندري دفاعي اېتلاف جوړول اعلان کړل؛ هغه اقدام چې د هغوی په وینا، په سره سمندرګي، باب‌المندب او د عدن په خلیج کې د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو پر وړاندې د نړیوالې کښتۍ چلونې، سوداګریزو لارو او د انرژۍ د لېږد خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو بریدونو د نړۍ تر ټولو ستره د تګ راتګ سوداګریز لاره له خنډ او ځنډ سره مخ کړه.

هر څوک چې دغه اقدام ته په دقیق نظر وګوري، په روښانه توګه پوهېږي چې د دغه کار اصلي موخه د غاصبو غربي کافرو هېوادونو د اقتصاد خوندیتوب او هغوی ته د تېلو د رسېدو لپاره ډاډ ترلاسه کول دي؛ هغه هم د هغو مسلمانانو د ګټو په بیه چې پخپله د دغو تېلو څښتن دي او د هغو خاینو حکامو په واسطه چې د داسې کفارو د اقتصادي څرخ د څرخولو لپاره د خامو توکو لېږد تضمینوي، چې د نړۍ په هر کنج کې د اسلامي امت د ځپلو هڅه کوي.

د دې ناستې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوه چې د ۱۴ ګډونوالو هېوادونو ـ سعودي عربستان، کویټ، بحرین، قطر، پاکستان، ترکیې، مصر، اردن، یمن، بنګله دېش، نایجیریا، سوډان، جیبوټي او فدرال سومالیا ـ لخوا د دغه اېتلاف د جوړېدو هرکلی وشو؛ په داسې حال کې چې ابوظبۍ او مسقط په ښکاره د یاد ایتلاف هرکلی ونه کړ او د نورو بلل شویو هېوادونو نوملړ هم پټ وساتل شو.

دغه اېتلاف د اسلامي خاورې په زړه کې د ناامنیو د رامنځته کولو او د قومي نښتو لپاره یوه پیلامه ده؛ لکه څنګه چې سعودي عربستان د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۲۹مه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ترڅنګ د عراق په ختیځ کې په هوايي بریدونو کې برخه واخیسته؛ دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې عراق د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۲۷ او ۲۸مه د سعودي عربستان په خاوره کې په بریدونو تورن شو. دا هغه لړۍ ده چې واشنګټن یې مدیریت او کنټرولوي او هرکله چې له صحنې شاته شي، د جګړې اور به یې بل شي.

دا مشکوک اېتلاف په داسې حال کې رامنځته شو چې د ایران پر وړاندې د امریکا او د هغې د لاسپوڅي، یهودي رژیم، تېری ـ چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په هرمز تنګي کې پیل شوی ـ لا هم دوام لري او همدا راز وروسته له هغه چې حوثیانو د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۲۰مه په باب المندب کې د سعودي پر کښتیو سمندري کلابندي اعلان کړه.

ریاض ته په ۲۰۱۵م کال کې دا دنده ورکړل شوه، ترڅو د «عربي اېتلاف» په نوم د اېتلاف رهبري پر غاړه واخلي؛ هغه اېتلاف چې د سایکس-پیکو (۱۹۱۶) له تړون څخه د یوې پېړۍ تر تېرېدو وروسته او د اسلامي تمدن پر وړاندې د امریکا د طرحو او د منځني ختیځ د نوې بڼې د وېش پر بنسټ رامنځته شو.

هر بې طرفه څېړونکی په دې پوهېږي چې سور سمندر، چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیت الحرام او د نبوي جومات تر څنګ موقعیت لري، په ټول تاریخ کې په بشپړه توګه یو اسلامي سمندر و؛ په داسې بڼه چې اروپايي کښتیو او سمندري ماڼوګانو ـ له پرتګالیانو او بریتانیایانو نیولې تر فرانسویانو او نورو پورې ـ حق نه درلود چې ورنږدې شي، خو کله چې خلافت دولت ړنګ شو، دا سمندر د زړې استعمارګرې بریتانیا او نوې استعمارګرې امریکا ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شو.

نړیوال اېتلافونه د سولې لپاره ګواښ، د نورو هېوادونو لپاره خطر او په نړیواله کچه د پراخ شر او فساد سرچینه دي. امریکا په ۱۹۹۱م کال کې د عراق پر خلاف، په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان پر خلاف او یو ځل بیا په ۲۰۰۳ کال کې د عراق پر خلاف پوځي اېتلافونه جوړ کړل؛ هغه اېتلافونه چې تر هرڅه وړاندې یوازې د امریکا د ګټو په خدمت کې وو. له همدې امله، لازمه ده چې د هغو ملتونو او حکومتونو لیدلوری بدل شي، چې پر نړیوالو ایتلافونو باور لري.

اې د ایمان او حکمت خاوندانو! ایا په تاسو کې داسې غیرتي او ثابت قدمه اتلان نشته چې د دغو ګوډاګیو حاکمانو د نسکورولو لپاره راپورته شي، کوم چې تاسو یې له لوږې او مصیبت سره مخ کړي یئ، د استعمارګرو کفارو هیلو او غوښتنو ته لاره پرانیزي او ستاسو وینه د هغوی د ګټو لپاره تویوي؟! په تاسو کې داسې څوک شته چې د حرمین شریفین په څنګ کې د دې دردېدلې خاورې د ناپاکیو د لرې کولو لپاره راپورته شي، ترڅو دغه خاوره لکه د خلافت د واکمنۍ په څېر  یو ځل بیا له پاکوالي څخه برخمنه شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

د حزب التحریر – ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۸ / ۰۲

۱۴۴۸هـ.ق د صفر ۲۱مه

۲۰۲۶م د اګېسټ ۴مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې