شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 شوال 1447

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 08 اپریل 2026 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۱۲


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د یوه دعوتګر، عمر عبد الرحیم خطیب د مړینې اعلان

(ژباړه)

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً﴾ [الأحزاب: ۲۳]

ژباړه: «په مومنانو کې داسې سړي شته چې له الله سبحانه وتعالی سره یې پر خپل عهد رښتینولي ثابته کړې ده؛ له هغوی څخه ځینو خپل نذر پوره کړی (شهیدان شوي) او ځینې نور په تمه دي (چې د الله تعالی په لار کې د سر قربانولو وخت یې راورسېږي)؛ دوی (په خپل عهد او پیمان کې) کوچنی بدلون هم نه دی راوستلی (او په کار کې یې ډیر لږ انحراف هم نه دی کړی).»

د الله سبحانه وتعالی پر قضا او قدر په ایمان سره، حزب التحریر – ولایه سوریه، ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول دعوتګرو ته د خپل یوه غړي، ګران ورور عمر عبد الرحیم خطیب (ابو عبدو خطیب) د وفات تعزیت وړاندې کوي؛ چې د حلب د لوېدیځې کلیوالې سیمې د ارحاب کلي اوسېدونکی و او د ۵۰ کلونو په عمر – چې ټول یې د الله سبحانه وتعالی په اطاعت کې تېر کړ - وفات شو.

هغه رحمه ﷲ، په خپلو نېکو اخلاقو او نرم خوی مشهور و؛ لوړې هیلې، نه ماتېدونکې اراده او د الله سبحانه وتعالی له دین سره ژوره مینه یې لرله، او د خلافت تر چتر لاندې یې د الله سبحانه وتعالی د شریعت د پلي کېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کولې. هغه د اخلاص، صبر او ثبات په روحیه د اسلام دعوت پر مخ وړ، او د سختیو، ځورونې، زندان او د ژوند د سختو شرایطو پر وړاندې یې مقابله وکړه. ابو عبدو په ۲۰۰۶م کال کې د پخواني رژیم په دوره کې ونیول شو او په ۲۰۱۱م کال کې خوشې شو، او بیا یې له حزب التحریر سره د دعوت د رسولو ماموریت او مکلفیت ته په صبر او د الله سبحانه وتعالی د اجر په هیله دوام ورکړ.

هغه د سوریې په انقلاب کې له پیله تر هغې چې الله سبحانه وتعالی ازادي راکړه، ګډون درلود؛ او اوس الله سبحانه وتعالی پرېکړه وکړه چې نن له موږ څخه د ابدي ژوند او د الله د رحمت لور ته کډه شي. مرحوم ابو عبدو خپل ژوند د دعوت او د خلافت د پروژې په مخته وړلو کې تېر کړ او له الله سبحانه وتعالی سره پر خپل عهد ټینګ ولاړ و. موږ د هغه په اړه همداسې ګومان لرو او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې د هېچا په اړه د قطعي قضاوت دعوه نه کوو.

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه له صالحینو څخه وشمېري، په خپل پراخ رحمت کې یې راونغاړي او له پیغمبرانو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو سره یو ځای - چې خورا غوره ملتیا ده - د جنت لوړ مقام ولوروي. همداراز له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ او د هغه کورنۍ ته صبر او تسلي را په برخه کړي.

«إِنَّ لِلَّهِ مَا أَخَذَ، وَلَهُ مَا أَعْطَى، وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِأَجَلٍ مُسَمًّى، فَلْتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ»

او موږ یوازې هغه څه وایو چې زموږ رب، سبحانه وتعالی، پرې راضي کېږي: إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د حزب التحریر - ولایه سوریه مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق؛ د شوال ۲۱مه

۲۰۲۶م؛ د اپریل ۸مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۲

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې