دوشنبه, ۰۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د لغت او اصطلاح له مخې د نفس تعریف او د خوب پر مهال د نفس د مړینې مانا

(ژباړه)

ابی عارف ته ځواب

پوښتنه:

محترم شیخ صاحب، زموږ استاده، لارښوده او قدرمن امیره! د حزب التحریر امیر عطاء بن خلیل ابوالرشته حفظه‌الله تعالی!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

محترم شیخ صاحب، زموږ رهبر او قدرمن امیره چې الله سبحانه وتعالی قدرمن کړی یې! له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې تاسو او ستاسو درنه کورنۍ له روغتیا، عافیت او برکت څخه برخمنه وي او د الله سبحانه وتعالی په ساتنه او پناه کې اوسئ! آمین!

خو له دې وروسته؛ له هر څه وړاندې بخښنه غواړم، زه غواړم د یوې موضوع په اړه پوښتنه وکړم چې په دې ډول ده: د علامه شیخ تقي الدین نبهاني (رحمه الله) په کتابونو کې، په ځانګړې توګه د "اسلامي شخصیت" په مباحثو کې له دوو اصطلاحاتو «عقل» او «عقلیه» سره مخ شوم. شیخ تقي الدین نبهاني دواړه اصطلاحات په روښانه توګه تعریف کړي دي؛ لومړی یې عقل تعریف کړی او بیا یې د عقلیې تعریف وړاندې کړی دی. خو د شیخ تقي الدین نبهاني په کتابونو کې، په ځانګړې توګه د اسلامي شخصیت په مباحثو کې، ما د «نفس» تعریف ونه مونده؛ بلکې ومې لیدل چې هغه په مستقیم ډول «نفسیه» تعریف کړې ده.

له همدې امله زما پوښتنه دا ده: د شیخ تقي الدین نبهاني په اند د نفس تعریف (که تعریف ولري) څه دی؟ یا ستاسو له نظره د نفس تعریف او حقیقت څه دی؟ آیا دا سمه ده چې نفس همغه «حیاتي انرژي او ځواک وگڼو؟»

الله سبحانه وتعالی دې ستاسو د ځواب په بدل کې غوره اجر درکړي! له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې ستاسو د ټولو نېکو اعمالو په بدل کې په دنیا او اخرت کې تر ټولو غوره اجر در په برخه کړي! آمین یا رب العالمین! ستاسو ورور: محمد عارف بالله – بوګور، اندونیزیا.

په بخښنې سره، یوه بله پوښتنه هم لرم: الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې بیان کړي چې د خوب پر مهال نفسونه په بشپړه توګه اخلي (قبض کوي)، د خوب پر مهال د نفس د وفات مانا څه ده؟ آیا مانا یې دا ده چې نفس د عقل توان، عضوي اړتیاوې او غریزې هم په بر کې نیسي؛ هغه چارې چې په ظاهره د انسان د خوب پر مهال له فعالیته لوېږي یا په یو ډول «مري»؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته ډېر اجر درکړي!

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

لومړی: هو، زموږ په کتابونو کې د «نفس» لپاره ځانګړی تعریف نشته؛ ځکه «نفس» یو مشترک لفظ دی او مانا یې د هغې قرینې پر بنسټ توپیر کوي چې د کارولو پر مهال ورسره مل وي. خو «نفسیه» یوه اصطلاح ده چې ټاکلې مانا ورته ایښودل شوې او هغه مانا تل په کارولو کې ورسره مل وي.

د مشترک لفظ د لا وضاحت لپاره «د اسلامي شخصیې» کتاب په درېیم ټوک، ۱۶۴ مخ کې د «اشتراک» په باب کې داسې راغلي دي: «اشتراک عبارت له دې څخه دی چې یوه کلمه له پیله د دوو بېلابېلو حقیقتونو لپاره اېښودل شوې وي؛ له دې نظره چې هر یو یې بېل حقیقت دی. مشترک لفظ هم هغه کلمه ده چې د دوو یا څو ماناوو لپاره وضع شوې وي؛ لکه د «عین» کلمه چې د لیدونکې سترګې، وینځې (کنیزې) او سرو زرو لپاره کارول کېږي. همداراز لکه د «روح» کلمه چې د ژوند د راز، له الله سبحانه وتعالی سره د انسان د اړیکې د درک او د جبرائیل (علیه السلام) لپاره کارول کېږي او همدارنګه نور مشترک الفاظ.»

مشترک لفظ په عربي ژبه کې شته دی؛ ابوالحسن بصري ویلي دي: د لغت اهل د «قُرء» کلمه هم پر پاکۍ او هم پر حیض اطلاق کړې ده؛ په داسې حال کې چې دا دواړه د یو بل ضد دي. دا کار ښيي چې مشترک لفظ په ژبه کې شته دی. مشترک لفظ په قرآن کریم کې هم راغلی دی؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ﴾[بقره: ۲۲۸]

ژباړه: درې دورې قرء (پاکي یا حیض).

همدارنګه فرمایي:

﴿وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ﴾ [تکویر: ۱۷]

ژباړه: قسم پر شپه، کله چې راځي یا شا ته کېږي.

د «عسعس» کلمه هم د شپې د راتلو او هم د هغې د تګ په مانا ده. دا موضوع ښيي چې مشترک لفظ په عربي ژبه کې شته دی. له همدې امله، د یوه مشترک لفظ د مانا ټاکل او یوې مانا ته یې ځانګړي کول، قرینې ته اړتیا لري؛ نو ځکه باید یوه قرینه وي چې ټاکلې شوې مانا روښانه کړي.

نو د مشترک لفظ د مانا ټاکلو لپاره قرینه اړینه ده. د «نفس» کلمه هم همداسې ده او د قرینې پر بنسټ په بېلابېلو ماناوو کې کارول کېږي، چې له دغو ماناوو څخه لاندې موارد دي:

لومړی: له ابوهریره (رضی الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:

«أَلَمْ تَرَوْا الْإِنْسَانَ إِذَا مَاتَ شَخَصَ بَصَرُهُ؟ قَالُوا: بَلَى، قَالَ: فَذَلِكَ حِينَ يَتْبَعُ بَصَرُهُ نَفْسَهُ»

ژباړه: آیا نه مو دې لیدلي کله چې انسان مري، سترګې یې خلاصیږي او پرانیستې پاتې کېږي؟ وویل شول: هو؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: «دا هغه وخت دی چې لید یې د هغه نفس تعقیبوي.

په دغه حدیث شریف کې سترګه یا نظر، نفس څاري. له همدې امله د «نفس» کلمه دلته د خپلې مانا د روښانولو لپاره قرینې ته اړتیا لري. دا قرینه د ام سلمې (رضی الله عنها) په حدیث کې راغلې ده. هغې روایت کړی دی: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ابوسلمه ته ورغی په داسې حال کې چې سترګې یې پرانیستې پاتې وې؛ نو د هغه سترګې یې پټې کړې او بیا یې وفرمایل:

«إِنَّ الرُّوحَ إِذَا قُبِضَ تَبِعَهُ الْبَصَرُ»

ژباړه: کله چې روح قبض شي، سترګه یې څاري.

په یاد حدیث  شریف کې سترګه روح تعقیبوي او دواړه حدیثونه امام مسلم روایت کړي دي. دا په دې مانا ده، هغه نفس چې د مړینې پر مهال یې سترګه څاري، همغه روح دی؛ لکه څنګه چې د ام سلمې په حدیث کې راغلي چې سترګه روح تعقیبوي. نو په دې مورد کې، روح او نفس یوه مانا لري.

دویم: په «لسان العرب» کتاب (۶/۲۳۳) کې د «نَفْس» د مانا په اړه داسې راغلي دي:

 ۱. د «نَفْس» کلمه کله ناکله د انسان د ټول وجود لپاره کارول کېږي؛ لکه دا چې ویل کېږي: «زما لخوا درې نفسونه دي»؛ یعنې درې انسانان. همدارنګه په دې مبارک آیت کې راغلي، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَى مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ﴾ [زمر: ۵۶]

ژباړه: هسې نه څوک ووایي: پر ما دې افسوس وي چې د الله په حق کې مې غفلت کړی و.

۲. «نَفْس» د وینې په مانا هم راغلی دی. همدارنګه «نَفْس» د نظر لګېدو په مانا هم راغلی او «نافِس» هغه څوک چې نظر ولګوي او «مَنفوس» د هغه چا په مانا دی چې نظر پرې لګېدلی وي. «نُفوس» حسودو سترګو ته هم ویل کېږي؛ هغه سترګې چې د خلکو شتمنیو ته په حسد ګوري، ترڅو زیان ورته ورسوي. د «ما أَنْفَسَه» عبارت یعنې: څومره سخت او اغېزناک نظر لګېدل لري! دا مانا له «لحیاني» څخه نقل شوې ده. همدارنګه ویل کېږي: «فلانی نفس واخیست»؛ یعنې نظر شو او «نَفَسْتُكَ بِنَفْسٍ» یعنې په نظر لګولو مې درته زیان ورساوه.

۳. ویل کېږي: «په هغه کار کې مو له یو بل سره سیالي وکړه»؛ یعنې پر یو بل مو حسد وکړ او له یو بل سره مو د پرمختګ لپاره سیالي وکړه. په قرآن کریم کې راغلي دي:

﴿وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ﴾ [مطففین: ۲۶]

ژباړه: او د داسې نعمت تر لاسه کولو لپاره، سیالي کوونکي باید یو له بل سره سیالي وکړي.

یعنې غوښتونکي او لېواله کسان باید هغه ته د رسېدو لپاره له یو بل څخه مخکې شي. د مغیره په حدیث کې د «سَقِيمُ النِّفاس» عبارت راغلی دی؛ یعنې هغه څوک چې د یو څه د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ، لانجې او پر نورو د غالبېدو هڅې ناروغ او کمزوری کړی دی. همدارنګه په حدیث کې راغلي دي:

«...فَوَاللَّهِ لَا الْفقرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ، وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ عَلَيْكُمُ الدُّنْيَا كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا، وَتُهْلِكُكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ»

ژباړه: پر الله قسم، زه پر تاسو له فقر څخه نه وېرېږم؛ بلکې له دې وېرېږم چې دنیا تاسو ته هغسې رامخکې نه شي، لکه څنګه چې له ستاسو څخه مخکنیو ته پرانیستل شوې وه؛ بیا تاسو د هغې د ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سیالي وکړئ، لکه څنګه چې هغوی سیالي وکړه او دنیا تاسو داسې هلاکت ته ورسوي لکه څنګه چې هغوی یې هلاک کړل.

دا کلمه له «مُنافَسه» څخه اخیستل شوې او له یو څه سره د سختې علاقې او د هغه د ځان کولو د هڅې په مانا ده. له «لسان العرب» څخه د نقل پای.

لکه څنګه چې لیدل کېږي، په هر متن کې د «نَفْس» د کلمې د مانا ټاکل قرینې ته اړتیا لري. د «نَفْس» او د هغې د مشتقاتو لپاره نورې ماناوې هم شته چې د هرې یوې تشخیص بیا هم په قرینه پورې تړلی دی.

له همدې امله، موږ د «نَفْس» کلمې لپاره مشخصه او ثابته مانا نه ده ذکر کړې؛ ځکه د هغې ماناوې د قرینې پر بنسټ ټاکل کېږي او کېدای شي په هغه متن یا بل متن کې د شته قرینې له مخې بېلابېلې وي.

دویم: د دغه مبارک آیت د مانا په اړه چې تاسو پوښتنه کړې:

﴿اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [زمر: ۴۲]

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) روحونه د هغوی د مړینې پر مهال په بشپړه توګه اخلي او د هغو کسانو روحونه هم چې نه دي مړه شوي، د هغوی د خوب پر مهال اخلي؛ بیا هغه روح چې د مړینې حکم پرې شوی وي ساتي او بل روح تر ټاکلې مودې پورې بېرته لېږي، بېشکه په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي.

زما په اند د دغه آیت شریف په اړه غوره مانا دا ده: الله سبحانه وتعالی د مړینې پر مهال انسان په بشپړ ډول د ژوند له ټولو چارو او فعالیتونو څخه منع کوي؛ همدارنګه انسانان د خوب پر مهال له ازاد حرکت، د تشخیص له ځواک، پرېکړې، تصرف او نورو ارادي فعالیتونو څخه راګرځوي او معطل کوي. د ډېر وضاحت لپاره هغه مطالب چې د تفسير او لغت په ځینو کتابونو کې راغلي، ذکر کوم:

۱. د قرطبي په تفسیر کې د زمر سورت په ۴۲ ایت کې راغلي:

﴿اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [زمر: ۴۲]

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) روحونه د هغوی د مړینې پر مهال په بشپړه توګه اخلي او د هغو کسانو روحونه هم چې نه دي مړه شوي، د هغوی د خوب پر مهال اخلي؛ بیا هغه روح چې د مړینې حکم پرې شوی وي ساتي او بل روح تر ټاکلې مودې پورې بېرته لېږي، بېشکه په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي.

په دې ایت کې څلور مسلې مطرح شوې دي:

 لومړۍ مسله؛ د الله سبحانه وتعالی دا قول چې فرمایي:

﴿اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا﴾ یعنې الله سبحانه وتعالی روحونه هغه مهال اخلي چې د عمر موده یې پای ته ورسېږي. او د آیت د دې برخې په اړه: ﴿وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا﴾ د مفسرینو ترمنځ اختلاف شته دی. ویل شوي دي: الله سبحانه وتعالی انسانان د خوب پر مهال له تصرف او فعالیت څخه منع کوي، په داسې حال کې چې روحونه یې په بدنونو کې پاتې کېږي. بیا فرمایي: ﴿فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى﴾ یعنې هغه روح چې مړینه ورته مقدر شوې وي ساتي او بل روح چې د ویده شوي شخص روح دی، خوشې کوي او د مړینې د وخت تر رسېدو پورې بېرته د فعالیت او تصرف امکان ورکوي؛ ابن عیسی هم همدا نظر بیان کړی دی.

سعید بن جبیر ویلي دي: الله سبحانه وتعالی د مړو ارواح د هغوی د مړینې پر مهال او د ژوندیو ارواح د هغوی د خوب پر مهال اخلي؛ بیا هغه ارواح تر هغه حده چې الله سبحانه وتعالی وغواړي له یو بل سره پېژندګلوي کوي. نو د آیت د دې برخې مانا: ﴿فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى﴾ دا ده چې الله سبحانه وتعالی هغه روح ساتي چې مړینه ورته مقرره شوې او بل روح بېرته راګرځوي.

له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه روایت شوی چې فرمایلي یې دي:

«كَمَا تَنَامُونَ فَكَذَلِكَ تَمُوتُونَ وَكَمَا تُوقَظُونَ فَكَذَلِكَ تُبْعَثُونَ»

ژباړه: څنګه چې ویده کېږئ، همداسې مړه کېږئ او څنګه چې راویښېږئ، همداسې به بېرته راپورته کېږئ.

عمر (رضی الله عنه) ویلي دي: «خوب د مرګ ورور دی.» همدارنګه دا خبره د جابر بن عبدالله (رضی الله عنهما) په حدیث کې په مرفوع ډول روایت شوې ده. له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه وپوښتل شول: اې د الله رسوله! آیا د جنت اهل خوب کوي؟ ویې فرمایل:

«ٍلَا، النَّوْمُ أَخُو الْمَوْتِ وَالْجَنَّةُ لَا مَوْتَ فِيهَا»

ژباړه: نه؛ خوب د مرګ ورور دی او په جنت کې مرګ نشته دی.

دا روایت دارقطني نقل کړی دی.

لنډیز:

الف) موږ د «نَفْس» کلمې لپاره مشخصه او ثابته مانا نه ده ذکر کړې؛ ځکه د هغې مانا د قرینې پر بنسټ ټاکل کېږي. له همدې امله، کېدای شي د هغه ماناوې په یوه متن یا بل متن کې د شته قرینې له مخې بېلابېلې وي.

ب) د دغه آیت شریف د مانا په اړه زما لیدلوری:

﴿اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [زمر: ۴۲]

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) روحونه د هغوی د مړینې پر مهال په بشپړه توګه اخلي او د هغو کسانو روحونه هم چې نه دي مړه شوي، د هغوی د خوب پر مهال اخلي؛ بیا هغه روح چې د مړینې حکم پرې شوی وي ساتي او بل روح تر ټاکلې مودې پورې بېرته لېږي، بېشکه په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي.

دا دی چې الله سبحانه وتعالی د مړینې پر مهال انسان په بشپړ ډول د ژوند له ټولو چارو او فعالیتونو څخه منعه کوي؛ همدارنګه انسانان د خوب پر مهال له ازاد حرکت، د تشخیص له ځواک، پرېکړې، تصرف او نورو ارادي فعالیتونو څخه منعه کوي.

دا هغه لیدلوری دی چې زه په دې مسله کې ترجیح ورکوم او الله سبحانه وتعالی ډېر پوه او ډېر باحکمته دی.

ستاسو ورور: عطاء بن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۸ه.ق د صفرالخیر ۱۴مه

۲۰۲۶م کال د جولای ۲۸مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

اړوند مطلبونه:   « قلب د عقل په معنا

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې