- مطابق
(ژباړه)
د امریکا اداره او اصلي تصمیمنیوونکي له اسلام سره خپله دښمني پرلهپسې ښيي او د اسلام پر وړاندې خپله پراخه او څو اړخیزه جګړه نه پټوي. وخت ناوخت، د کوم مناسبت په پلمه او یا ان بېله کوم مناسبته، یو امریکايي چارواکی خپل غږ لوړوي او پر اسلام برید کوي؛ داسې اصطلاحات او کلیمې کاروي چې د هغوی د کینې عمق او له اسلام څخه هغه ویره ښيي چې زړونه یې ترې ډک دي.
د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسیزې په پیل کې، د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، امریکا، اسلام خپل اصلي دښمن اعلان کړ او د هغه پر وړاندې د جګړې لپاره یې پوځونه، منظمې شبکې، مزدوران، شتمنۍ، تړونونه او معاهدې بسیج کړې؛ دا یوه داسې جګړه ده چې نه یې پیل یوازې د «بنسټپالنې، افراطیت او ترهګرۍ» له تورونو او ټاپو و او نه به یې پای «ابراهيمي تړونونه» وي.
په وروستیو ورځو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» د فاکسنیوز په هنیِټي (Hannity) ټلویزیوني خپرونه کې اسلام داسې توصیف کړ: «اسلام یوازې د نړۍ په یوې کوچنۍ برخې بسنه نه کوي او نه غواړي په خپل کوچني خلافت قناعت وکړي؛ بلکې انقلابي ماهیت لري او د پراخېدو او نورو سیمو او خلکو باندې تسلط موندلو په لټه کې دی». روبیو ځان په ناپوهۍ اچولی؛ ځکه کوم څه چې ده اسلام ته منسوب کړل، هماغه کړنې دي چې خپله امریکا یې کوي، خو له یوه ډېر مهم توپیر سره: امریکا پر نړۍ د تسلط او ولکې ټینګولو لپاره د ملتونو د شتمنیو له لوټ پرته بل هدف نه لري، او په دې لار کې میلیونونه انسانان وژني؛ هر څه سوځوي او ورانۍ او مرګ پرېږدي. د سومالیا، عراق او افغانستان جګړې د دغه تریخ حقیقت نږدې او روښانه بېلګې دي. په داسې حال کې چې اسلام، انسانان له تیارې څخه رڼا ته، له کړاو څخه نېکمرغۍ ته، او د انسانانو او هغوی په لاس جوړو قوانینو له بندګۍ څخه د واحد رب سبحانه وتعالی بندګۍ ته بیايي.
تر روبیو وړاندې، د هغه مشر هم پر اسلامي خاورو د «ابراهیمي تړونونو» د تپلو په هڅو کې، غوښتل چې اسلام د نورو تحریف شویو دینونو په څېر د وچو مذهبي مراسمو د یوې ټولګې تر کچې راټیټ کړي او د اسلام سیاسي بُعد د خلکو له ذهنونو وباسي. هغه «د ۲۰۲۵م کال د ملي امنیت ستراتیژۍ» کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د امریکا سیاست داسې تایید کړ: «موږ غواړو د دې مخه ونیسو چې یو متخاصم ځواک پر منځني ختیځ، د منځني ختیځ د تېلو او ګازو پر سرچینو او د دې سیمې پر خورا مهمو لارو واکمن شي.»
بل ځای یې وویل: «امریکا تل په دې کې بنسټیزې ګټې لري چې د خلیج سرچینې د ښکاره دښمنانو لاس ته ونه لوېږي، د هرمز تنګی پرانیستی پاتې شي، سور سمندر د بېړیو د تګ راتګ وړ وي او دا سیمه د امریکا پر ضد د ګواښ په مرکز یا سرچینه بدله نه شي ... (اسرایل) باید خوندي پاتې شي ... موږ باید دا ګواښ له ایډیالوژيک او نظامي پلوه مهار کړو ... او همدارنګه موږ په دې کې هم څرګندې ګټې لرو چې ابراهیمي تړونونه د سیمې او نورو اسلامي خاورو ته وغځوو».
هغه همدارنګه وویل: «د منځني ختیځ شریکان ښيي چې د افراطیت ضد مبارزې ته ژمن دي، او دا بهیر باید د امریکا د سیاست لخوا پیاوړی شي». او زیاته یې کړه: «باید د افریقا په ځینو برخو کې د اسلامي ترهګرۍ فعالیتونو د بېرته راګرځېدو په اړه هوښیار وو».
په دغو ټولو څرګندونو کې هماغه اصطلاحات او ډلبندۍ کارېږي چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جوړې کړې دي؛ یعنی د خپلو جګړو لپاره د پلمې په توګه په «منځلارو» او «تندلارو یا افراطيانو» د مسلمانانو وېش، او پر اسلام او مسلمانانو د «ترهګرۍ» ټاپې لګول.
د اسلام فکري ځواک، د مسلمانمېشتو سیمو جغرافیایي پراخوالی، او د اسلامي خلافت له بېرته راګرځېدو وېره؛ د کفري هېوادونو -په ځانګړي ډول سترو قدرتونو- لپاره د دایمي اندېښنې سرچینه ده. هغوی په اسلام کې داسې ګواښ ویني چې نه یوازې یې ګټې، بلکې موجودیت یې هم له خطر سره مخ کوي. سره له دې چې مادي ځواک یې پرېمانه دی او د اسلامي خاورو حکام یې مزدوران دي؛ خو بیا هم دا وېره په وار وار څرګندوي.
خو موږ هغوی ته زېری ورکوو چې له کوم څه څخه وېره لري، هغه به ډېر ژر –که یې دوی هر څو ونه غواړي- تحقق ومومي. د الله سبحانه وتعالی په اذن، نیږدې ده چې اسلامي خلافت راشي اوپه نړۍ کې عدالت خپور کړي. خلافت به که خدای کول، د دوی د ظلم او استثمار ټغر ورټول کړي. اسلامي امت یو ژوندی امت دی؛ کله کله به یې خوب وړي؛ خو هېڅکله نه مري. دا امت به بیا را پورته کېږي، چې د اسلام پیغام -د رڼا، هدایت او عدالت پیغام- ټولو نړیوالو ته ورسوي.
په دغه امت کې، حزبالتحریر هغه رهبري ده چې خپلو خلکو ته دروغ نه وایي؛ دوی د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره د امت د رښتیني نهضت پروژه پر مخ وړي. دا روڼ سهار تر هغې ډېر نیږدې دی چې دوی یې ګمان کوي.
﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ )۱) هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾ [الصف: ۸-۹]
ژباړه: «دوی غواړي د الله سبحانه وتعالی نور په خپلو خولو سره له منځه یوسي، خو الله سبحانه وتعالی خپل نور بشپړوي، که هر څومره کافران ناخوښ شي. الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې پیغمبر یې له هدایت او حق دین سره رالېږلی، څو دغه دین پر نورو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکین دا نه خوښوي.»
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادیالثاني ۱۷مه
۲۰۲۵م؛ د ډسمبر ۸مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۳۳




