- مطابق
د جمعة السعد په ځواب کې:
پوښتنه:
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
ګرانه وروره! د «حزبي تکتل» کتاب په څلورمه پاڼه، له پاسه په اتمه کرښه کې داسې راغلي دي: «لومړی دا چې دغه حرکتونه پر يوه عام او ناڅرګند فکر ولاړ وو، تر دې چې هغه فکر مبهم يا نيمګړی مبهم و. پر دې سربېره، له تبلور، پاکۍ او صفا څخه هم بې برخې و.» غوښتل مې د لاندې کلمو د مانا په اړه نور وضاحت وړاندې کړئ: «تبلور، پاکي او صفا»؛ له دغو کلمو څخه موخه څه ده؟ که ممکنه وي د موضوع د روښانولو لپاره څو مثالونه هم ذکر کړئ. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته په هغه څه کې توفيق درکړي، چې خوښوي یې او پرې راضي کېږي!
ځواب:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
هغه څه چې په «حزبي تکتل» کتاب کې په دغه عبارت بيان شوي دي چې: «پر دې سربېره، له تبلور، پاکۍ او صفا څخه هم بې برخې و»، د مادې له حالتونو څخه الهام اخیستل شوی دی؛ ځکه ماده کله د ګاز په حالت کې وي، بیا د مایع حالت ته ننوځي او وروسته په جامد حالت بدلېږي؛ هغه حالت چې پکې د مادې اجزا په تدریج سره متبلور کېږي. کله چې بلور رامنځ ته شي، د مادې اجزا بڼه نیسي او مشخصو او جلا بلورونو ته بدلېږي. د بلور یو له تر ټولو روښانه بېلګو څخه د الماسو بلورونه دي، چې په هغو کې ټاکلې او جلا بڼې په روښانه توګه لیدل کېږي. د تبلور پر مهال، درې چارې د پام وړ دي:
۱ـ بلور په داسې ډول یو مشخص شکل ځان ته غوره کوي؛ چې له نورو شیانو څخه یې جلا کول ممکن وي.
د فکرې په اړه هم له بلور څخه مراد، د هغې د ځانګړتیاوو او حدودو روښانول او مشخص کول دي؛ په داسې ډول چې اړيکه لرونکی فکر، روښانه بڼه ومومي، چې هغه له نورو فکرونو څخه جلا او بېل کړي او نور یوازې یو عاطفي، احساساتي او معلق پاتې نه شي.
د بېلګې په توګه: دا بیانول چې «نهضت عبارت له فکري لوړوالي څخه دی»، د نهضت فکرې ته تبلور بښل دي؛ هغه فکر چې د ډېرو خلکو په ذهن کې د یوه مبهم او بې حدوده مفهوم په توګه پاتې و.
همداراز د عقل تعریف په دې توګه چې: «له پخوانیو معلوماتو سره یو ځای دماغ ته د واقعیت د احساس انتقال، چې په وسیله یې دغه واقعیت تفسیرېږي»، د عقل مانا ته تبلور بښل دي؛ هغه مانا چې د ډېرو خلکو په تصور کې ناڅرګنده وه.
په همدې توګه، د ټولنې، روح، خیر او شر او نورو هغو موضوعاتو د مانا روښانه او مشخص کول، د بېلګې په توګه د «د حزبالتحریر مفاهیم» په کتاب کې راغلي دي، د فکرې د تبلور بېلګې ګڼل کېږي.
دغه ټول موارد، د فکرې د تبلور او هغې ته د روښانو او مشخصو حدودو د ټاکلو بېلګې دي؛ هغه حدود چې یو فکر له نورو فکرونو څخه جلا کوي. همدا خبره د ټولو هغو تعریفونو په اړه صدق کوي چې وضع کېږي؛ ځکه له تعریف څخه موخه، تعریف شوي فکر ته تبلور بښل دي، په داسې ډول چې هغه له نورو مفاهیمو څخه جلا کړي.
له همدې امله، د سم تعریف په اړه ویل شوي دي چې باید «جامع او مانع» وي؛ یعنې د تعریف شوي مفهوم ټول مصداقونه رانغاړي او په عین حال کې د هغو چارو د ننوتلو مخنیوی کوي، چې د هغې مصداقونه نه دي. په دې توګه، سم تعریف د مفهوم ځانګړتیاوې او حدود په روښانه توګه بیانوي.
۲ـ کېدای شي په بلور کې داسې ناخالصۍ وي، چې د هغو له خپل جنس څخه نه وي؛ لکه هغه ناخالصۍ چې کله ناکله د الماسو په کرسټالونو کې موندل کېږي. د فکرې په اړه هم شونې ده تبلور وي، خو داسې عناصر ورننوځي چې له هغې څخه نه وي.
د بېلګې په توګه؛ ښايي داسې امور له اسلامي فکرې سره ګډ شي، چې په اصل کې د اسلام برخه نه وي؛ لکه د مسلمانانو ترمنځ د فلسفي افکارو ننوتل، لکه څرنګه چې په اسلامي تاریخ کې د ختیځو فلسفو او یوناني فلسفې له اغېزمنېدو څخه رامنځته شول.
همداراز شونې ده چې غربي فکرې لکه؛ په غربي مفهوم ازادي، ډیموکراسي، بشري حقونه، جمهوري نظام، د واک څرخېدل او یا د «اسلامي سوسیالېزم» نظریه اسلامي فکرې ته ورننوځي. دا او د دغه لیدلوري افکار داسې فکرونه دي چې له اسلام څخه نه دي، خو اسلام ته منسوب شوي دي. داسې پردي عناصر، هغه ناخالصۍ دي چې فکر له پاکۍ او خلوص څخه باسي.
۳ـ که بلور ته خړپړتیا او ابهام ورننوځي، د هغې له لارې لیدل ستونزمن کېږي او شفافیت یې له منځه ځي. د فکرې په اړه هم داسې حالت هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې د فکرې د پاکې سرچینې او له هغې څخه د راوتلو احکامو ترمنځ واټن رامنځته شي.
د بېلګې په توګه، اسلامي فکره پر اسلامي عقیده ولاړه ده او احکام یې له همدې عقیدې څخه سرچینه اخلي. له همدې امله، د دې لپاره چې د اسلام په فکره او احکامو کې هیڅ ډول خړپړتیا، ابهام او ګډوډي رامنځته نه شي، باید د فکرې، حکم او د هغې د سرچینې ترمنځ اړیکه روښانه او دوامداره وي؛ یعنی له یوې خوا د افکارو او احکامو، له بلې خوا د عقیدې ترمنځ پیوند تل وساتل شي. په دې مانا چې فکره باید پر عقیده بنا شوې وي او احکامو هم له همدې عقیدې څخه سرچینه اخیستې وي. هرکله چې دغه پیوند ټینګ پاتې نه شي، خړپړتیا او ابهام فکرې ته لاره پیدا کوي.
دغه امر په اوسني عصر کې په څرګنده توګه لیدل کېږي. د بېلګې په توګه؛ ځینې مسلمانان د ربا (سود) په اخیستلو او پر هغې ولاړو معاملو کې د هغو فتاواوو په اتکا کې کومه ستونزه نه ويني، چې له سم شرعي استدلال څخه واټن لري. همداراز د جلا دولتونو او هېوادونو په بڼه کې د مسلمانانو له خپرېدو څخه، برعکس د هغه څه چې شریعت یې غوښتنه کوي، د ناخوښۍ احساس نه کوي؛ له پردیو سره تعامل عادي ګڼي او هغوی په خپلو افکارو، قوانینو او چلند کې خپله الګو ګرځوي. له بلې خوا، منکراتو په پراخه کچه رواج موندلی دی، پرته له دې چې د هغو پر وړاندې واقعي او جدي انکار وشي.
په دې توګه، د اسلام فکره د ډېرو خلکو په ذهن کې له ګډوډۍ او اندېښنې سره مخ شوې ده؛ ځکه له اسلامي عقیدې سره د هغې دوامداره پیوند نه دی ساتل شوی او دا اړین ډاډ هم نشته چې منل شوي احکام د سم شرعي استنباط له لارې او د شرعي دلایلو پر بنسټ ترلاسه شوي دي.
ستاسو ورور: عطاء بن خلیل ابو الرشته
۱۴۴۸ هـ.ق کال، د محرم ۲۶مه
۲۰۲۶م کال، د جولای ۱۱مه
ژباړن: اسرار تکل




