جمعه, ۱۳ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د پوهاوي پر سر جګړه؛ ولې مفکورې تر وسلو پياوړې کېږي؟

(ژباړه)

هنري کیسینجر وايي: «هیزم (لرګي) همغه چوپ اکثریت دی او سپرغۍ هغه کسان دي چې اسلامي پروژه لېږدوي او غرب بايد له لرګیو سره د سپرغیو د يو ځای کېدو مخه ونیسي.» غواړم پر دې ټکي رڼا واچوم چې څنګه غرب په يوه داسې حقیقت پوهېږي چې خپله مسلمانان پرې نه پوهېږي؛ ځکه غربیان ټولنه د يوه بشپړ بهیر په توګه څېړي. هلته استخباراتي ادارې، څېړنیز مرکزونه، پوهنتونونه، د بهرنیو چارو وزارتونه، د نظرپوښتنې شرکتونه او رسنۍ شته چې هر یو یې بېلابېل اړخونه د بېلابېلو موخو لپاره څېړي، ترڅو هر څه د هغوی تر رهبرۍ او کنټرول لاندې پاتې شي. نو «لرګي» همغه اکثریت دی چې خپل ورځنی ژوند تېروي او ممکن له سیاسي او فکري نظره چوپ او ولاړ وي؛ خو «سپرغۍ» هغه ډله ده چې يوه پروژه لري او له داسې پوهاوي څخه برخمنه ده چې کولی شي دا سکون په حرکت راولي.

دلته څرګند توپیر رامنځته کېږي: کېدای شي مسلمان پوه شي چې په یوه ناورین کې ژوند کوي، خو تل پر دې نه پوهېږي چې څه کولای شي، ترڅو دغه چوپ حالت پای ته ورسوي؛ په داسې حال کې چې د هغه سیال کټ مټ همدا ټکی څېړي. د غرب اصلي وېره د مسلمانانو له ډېروالي څخه نه ده؛ ځکه دا ډېروالی له پخوا څخه شته او نه هم د هغوی په زړونو کې د اسلام له محض شتون څخه ده؛ ځکه دا هم له پېړیو راهیسې شته؛ بلکې وېره یې له دې څخه ده چې ایمان له يوه فردي احساس څخه په ټولیز پوهاوي، له ټولیز پوهاوي څخه په يوه پروژه او له پروژې څخه په داسې ټولنیز ځواک بدل شي، چې د امت د خوځولو وړتیا ولري. هغوی پوهېږي چې ځواک چېرته نغښتی، په داسې حال کې چې موږ کله ناکله نه پوهېږو ځواک چېرته دی!

د حیرانتیا وړ دا ده چې لرګي اړ نه دي، چې له همغه پیل څخه د یوې پروژې په ټولو جزئیاتو قانع وي، ترڅو ترې اغېزمن شي؛ بلکې همدومره بسنه کوي چې د اسلامي هویت، د بې‌عدالتۍ د احساس، بدلون ته د رواني چمتووالي او د هغه واقعیت درلودونکي وي چې پر هغوی فشار راوړي؛ بیا سپرغۍ راځي او دغو احساساتو ته تفسیر، جهت او موخه ورکوي. دلته درک کولی شو چې ولې مفکوره تر وسلې ډېره خطرناکه ګڼل کېږي؛ ځکه که مفکوره مناسب ټولنیز چاپیریال ومومي، کولی شي چې د يوه بشپړ امت د فکر کولو بڼه بدله کړي. حیرانوونکې دا ده چې زموږ دښمنان کله ناکله زموږ د امت طبعیت تر موږ ښه درک کوي؛ هغوی پوهېږي چې ستونزه د مسلمانانو په کموالي کې نه ده او نه هم په دې کې ده چې اسلام د هغوی له ژونده په بشپړ ډول غایب دی؛ بلکې ستونزه دا ده چې دا امت لویه انساني کتله لري، خو له داسې پروژې پرته ژوند کوي چې وړتیاوې یې راټولې کړي او جهت ورکړي.

د دوی وېره دا ده چې که دغه سپرغۍ له لرګیو سره ولګېږي، څه به پېښ شي؟ په هغه وخت کې بیا موضوع د یوه فرد نه ده چې مفکوره لېږدوي او نه د یوې ډلې ده چې د بدلون خبرې کوي؛ بلکې مفکوره په یوه ټولنیز خوځښت بدلېږي، سکون په عمل بدلېږي او د قدرت انډول تغیر کوي. ښایی له همدې امله وي چې د امت دښمنان ډېره هڅه کوي چې د امت او د پروژې د خاوندانو ترمنځ واټن رامنځته کړي؛ ځکه هغوی د نښلېدو او ليدنې له شېبې څخه وېرېږي، په داسې حال کې چې موږ تر اوسه د هغې شېبې په قدرت نه یو پوهېدلي.

بايد یاده شي چې غرب دا وېره د تاریخ او زموږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې له مطالعې څخه ترلاسه کړې ده؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې له داسې ټولنې سره مخ و چې ځینو کسانو یې ایمان راوړ، اغېزمن شول او د ژوند لیدلوری یې بدل شو؛ خو اسلام په هغه پړاو کې تر اوسه په یوه حاکم سیاسي او ټولنیز قدرت نه و بدل شوی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وکړل؟ په تمه پاتې نه شو چې ټول امت بدل شي او دا یې ونه ویل چې خلک چمتو نه دي او واقعیت تر موږ پیاوړی دی؛ بلکې اسلامي مفکوره یې په روښانه توګه ولېږدوله، داسې ډله یې جوړه کړه چې دا فکر پر اوږو واخلي، د خلکو مفاهېم او معیارونه یې بدل کړل. بیا دا پروژه د نصرت غوښتلو پړاو ته ولېږدول شوه؛ تر دې چې دعوت د قدرت څښتنو او لوړپوړو کسانو ته ورسېد او په پایله کې دولت رامنځته شو.

دلته هغه انځور روښانه کېږي چې نن باید لکه څنګه چې غرب پرې پوهېدلی، موږ هم پرې پوه شو: د پروژې څښتن او د مفکورې لېږدوونکي، سپرغۍ دي او امت، لرګي دي. خو سپرغۍ په یوازې توګه بسنه نه کوي او لرګي هم په یوازې سر اور نه اخلي؛ بلکې لازمه ده چې مفکوره امت ته ورسېږي او له خورو ورو معلوماتو څخه په پوهاوي، له پوهاوي څخه په ارادې او له ارادې څخه په عمل بدل شي. له دغې نښلېدونکې شېبې څخه د غرب د وېرې راز ښکاره کېږي؛ ځکه له دې وېره لري چې که امت دا درک کړي چې کومې ستونزې او ځورونې چې نن ورسره لاس او ګرېوان دی، کوم حتمي او نه بدلېدونکی تقدیر نه دی او اسلام یوازې له شته واقعیت سره جوړجاړي ته دعوت نه کوي، بلکې د ژوند، حکومت او ټولنې لپاره روښانه لیدلوری او ټاکلی نظام لري؛ نو هغه مهال به څه وشي؟ که د مسلمان پوښتنه له «څنګه په دغه شته واقعیت کې ژوند وکړم؟» څخه په «څنګه دا واقعیت له هغه څه سره همغږی کړم چې ایمان پرې لرم؟» بدله شي، څه بدلون به رامنځته شي؟

غرب هڅه کوي امت د یوه پیاوړي بدلون راوستونکي قدرت په توګه، د ځان ښکاره کولو وړتیا له لاسه ورکړي او پر دې قانع شي چې تیت‌پرک کېدل طبعي امر دی، اسلام یوازې فردي عبادت دی، د الله سبحانه وتعالی د شریعت پلي کول یو ناشونی خوب دی او امت داسې څه نه غواړي؛ ان تر دې چې خپله مسلمان د هغه دېوال ساتونکی شي چې شاوخوا ته یې جوړ شوی دی.

خو نبوي تاریخ بل څه وايي: امت ممکن د کمزورۍ په اوج کې وي، بیا هغه مهال چې مفکورې، مفاهېم او اراده یې بدله شي، په پښو درېدل او حرکت پیلوي. له همدې امله، باید دا پوښتنه ونه کړو چې ځواک چېرته دی؛ بلکې باید وپوښتو هغه مفکوره چې کولی شي دا ځواک راټول کړي، چېرته ده؟ او باید دا ونه وایو چې: امت ویده دی؛ بلکې باید وپوښتو چې په څه شي راویښېږي؟ ځکه سپرغۍ ممکن خورا وړه وي، خو کله چې مناسبو لرګیو ته ورسېږي، د هغه اور ډېروالی چې بلولی یې شي، د تصور وړ نه دی او دا کټ مټ هغه څه دي چې غرب درک کړي، په داسې حال کې چې موږ په سمه توګه نه یو پرې پوهېدلي.

خو هغه څه چې د څېړنې وړ دي، دا دي چې هغه مهال به څه پېښېږي، کله چې عقیده له فردي ایمان څخه په ټولیز پوهاوي بدله شي؟ کله چې پوهاوی په یوه پروژه بدل شي؟ او کله چې امت د دې پروژې منلو او په غېږه کې نیولو ته چمتو وي؟ دلته موضوع په بشپړ ډول بېلېږي؛ ځکه خلک ممکن ډېر کلونه د بې‌عدالتۍ په احساس ژوند وکړي، پرته له دې چې پوه شي څنګه یې بدل کړي. په دې وخت کې، مفکوره راځي، ترڅو هغه څه چې د هغوی په دننه کې چوپ پاتې دي، راویښ کړي. دا همغه د سپرغۍ مانا ده؛ ځکه سپرغۍ لرګي نشي رامنځته کولی او اړینه نه ده چې ټول لرګي دې تر هغې وړاندې سوځېدلي وي؛ بلکې همدومره بسنه کوي چې داسې ځای ته ورسېږي چې د سوځېدو وړتيا ولري.

له همدې ځایه درک کوو چې ولې غرب له طاغوتي حاکمانو سره یوځای، د امت د فکري پروژو او مفکورو له څښتنانو سره مبارزه کوي؛ ځکه د اسلامي فکري پروژو د خاوندانو کار تر تشو خبرو لوړ دی. هغوی هڅه کوي چې د امت پوهاوی د ځان، خپلې ستونزې او هغې لارې په اړه چې باید پرې لاړ شي، بيا له سره جوړ کړي؛ لکه څنګه چې انبیاوو علیهم السلام تر هغوی وړاندې دا کار وکړ. له همدې امله غرب او په سر کې یې امریکا، چې په دې متن کې ترې د لوی شیطان په توګه یادونه شوې، له اوږدې مودې هڅه کړې، ترڅو د دغه تړاو مخه ونیسي؛ د ملتونو د وېشلو، د هغوی د بوختولو، په فقر او شخړو کې د هغوی د ډوبولو او د هرې هغې پروژې د محاصرې له لارې چې کولی شي هغوی ته ګډ پوهاوی او جهت وټاکي. خو جالبه دا ده چې غرب، په داسې حال کې چې د سپرغۍ د مړه کولو هڅه کوي، ممکن خپله همغه څوک وي چې د هغې شاوخوا ته لرګي راټولوي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾ [أنفال: ۳۰]

ژباړه: او هغوی مکر کاوه او الله هم مکر کاوه، او الله غوره مکر کوونکی دی.

نو جګړې، ظلمونه، د یهودي رژیم ملاتړ، د هغوی له جنایتونو سترګې پټول، د ملتونو د شتمنیو لوټل او د فقر او ظلم تر فشار لاندې د هغوی ساتل، دا ټول هغه فشارونه رامنځته کوي چې په خپلو لاسونو یې جوړ کړي دي. ملتونه محاصره کوي، ترڅو درک کړي چې باید خپل واقعیت بدل کړي او د جزيي اصلاحاتو هيله له منځه وړي. له همدې امله، له لرګیو سره د اور د نښلېدو د مخنیوي په هڅه کې، ممکن خپله د دې لامل شي چې لرګي اور ته نور هم نږدې شي.

نو څه چې نن ترسره کوي، ممکن هغه پایله ترلاسه نه کړي چې غواړي یې؛ بلکې شاید داسې شرایط چمتو کړي چې تر هر څه زیات ترې وېرېږي؛ یعنې له لرګیو سره د سپرغۍ نښلېدل او د هغه څه په لمبو بدلېدل چې ټول عمر یې له پېښېدو وېره درلوده. په ځانګړې توګه دا چې امت نن د ټولو سېکولر او قومپالو پروژو پر ناکامۍ پوهېدل پیل کړي او دا چې رښتینې ژغورنه یې د نبوت پر منهج پخپله اسلامي پروژه کې ده؛ هغه پروژه چې د ژوند په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی د شریعت په پلي کولو سره، خپل برم او عزت بېرته راګرځوي او هغه عدالت ته تحقق ور بښي چې تر سلو کلونو ډېر ترې محروم وو.

لیکواله: منال أم عبیده

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې