جمعه, ۱۳ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د خلافت د راپرځېدو د کلیزې په مناسبت د حزب‌التحریر نړیوال فعالیتونه ۱۴۴۷هـ - ۲۰۲۶م

 

KHLFH CAMP 105 1447 2026 Logo PA

 

 

سږ کال، د ۱۴۴۷هـ – ۲۰۲۶م د رجب په میاشت کې، د اسلام د دولت د ړنګېدو ۱۰۵مه کلیزه را رسېږي؛ هغه دولت چې د مخلوقاتو سردار حضرت محمد مصطفی ﷺ او د هغه مبارکو صحابه‌وو – رضوان الله علیهم اجمعین – یې بنسټ پرې ایښی و. دا کلیزه د ۱۳۴۲هـ د رجب پر ۲۸مه، چې د ۱۹۲۴م کال د مارچ له درېیمې سره برابره وه، د خاین مصطفی کمال له خوا د اسلامي نظام (خلافت) د رسمي لغوه کولو د تلپاتې فاجعې یاد را ژوندی کوي.

دا فاجعه داسې مهال رايادېږي چې د غزې په تړلې سیمه کې د یهودو اشغالګر رژیم لخوا پر بې‌وسله مسلمانانو د وحشیانه نسل‌وژنې بهیر لا هم روان دی؛ همداراز، په لوېدیځه غاړه کې د دوی له خوا ترسره کېدونکې وحشیانه نسل‌وژنه کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له ۲۳۰ زرو څخه د ډېرو مسلمانانو شهادت، ټپي کېدو یا ورکېدو سبب شوي – چې ډېری یې ښځې، ماشومان او زاړه کسان دي.

همداراز، په سودان کې روانه بې‌هدفه او خونړۍ جګړه لا هم د بې‌ګناه مسلمانانو ژوند اخلي، هغه جګړه چې د امریکا کافر دولت د خپلو مزدورانو تر منځ د دارفور د بیلتون لپاره را بلولې، لکه څنګه یې چې پخوا د سودان جنوب ترې جلا کړی و.

د دې ټولو ستونزو پر وړاندې، حزب‌التحریر په هغو هېوادونو کې چې پکې فعالیت لري، پراخ ولسي فعالیتونه تنظیموي، څو مسلمانان راویښ کړي، همتونه یې راوپاروي، او د دې لپاره یې چمتو کړي چې د نبوي منهج پر بنسټ د دویم راشده خلافت د قیام په موخه جدي کار ورسره وکړي – هماغه دولت چې پکې د دنیا عزت او د آخرت نجات نغښتی دی، او یوازینی دولت دی چې کولای شي انسان او خاوره د کافر جنایتکارو له ولکې خلاص کړي.

موږ، د حزب‌التحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې، ان‌شاءالله، د همدې پاڼې له لارې به د دغو فعالیتونو پراخ پوښښ درکړو، او له الله سبحانه وتعالى څخه غواړو چې د نبوي منهج پر بنسټ د دویم راشده خلافت قیام ژر راپه برخه کړي.

۱۴۴۷هـ.ق کال د رجب ۱۳مه
د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ ۲مه

 

د خلافت د راپرځېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت

د حزب‌التحریر د امیر جلیل عالم عطا بن خلیل ابو الرشته حفظه الله وینا

(ډېر ژر)

 

د صلاح الدین عضاضه (ابو محمد) وینا

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د خلافت د راپرځېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت

(ډېر ژر)

 

د رنا مصطفی خور وینا

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د خلافت د راپرځېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت

(ډېر ژر)

 

هشتګونه

#أقيموا_الخلافة

#في_ذكرى_هدم_الخلافة

ReturnTheKhilafah#

#YenidenHilafet

#خلافت_کو_قائم_کرو

#TurudisheniKhilafah

 

 

KHLFH CAMP 105 1447 2026 Banner PA

 

 

په نورو ژبو د فعالیتونو د تعقیب لپاره

عربي

English

Türkçe

Français

Deutsch

Urdu

Kisawahili

Last modified onجمعه, 02 جنوری 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې