سه شنبه, ۱۰ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په ذلت او غلامۍ کې ډوب شوی تاجیکستان

(ژباړه)

خبر:

د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۱۶مه، د تاجیکستان عالي مجلس (پارلمان) ته خپله کلنۍ وینا واوروله، چې د هېواد د کورني او بهرني سیاست اړوند اساسي مسئلو، اقتصادي شاخصونو او نورو مهمو موضوعاتو ته یې پکې اشاره وکړه. هغه همدارنګه وویل: «یوازې د جومات جوړول بسنه نه کوي؛ موږ له خرافاتو سره پرمختګ نه شو کولی.» (خوار، د تاجیکستان ملي خبري آژانس)

تبصره:

تاجیکستان په ۱۹۲۴م کال کې له شوروي اتحاد سره یو ځای شو او تر هغه مخکې دا سیمه اسلامي وه. وروسته په ۱۹۹۱م کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه او پر یوه خپلواک هېواد بدل شو.

تاجیکستان یو سیکولر هېواد دی، چې دین له حکومت څخه جلا ګڼي، خو د دغه هېواد نږدې ټول خلک مسلمانان دي. د دغه هېواد نفوس ۱۰.۸ میلیونه تنه دی. په تاجیکستان کې شاوخوا ۷۸۱ ښوونځي د ابتدايه، متوسطه او لېسې په کچو کې فعال دي. همدارنګه د مسلکي زده‌کړو سیسټم یې شاوخوا ۶۵ د ابتدايي تخنیکي زده‌کړو بنسټونه او ۸۸ د منځنۍ مسلکي زده‌کړو/کالجونه رانغاړي. همدارنګه په دې خاوره کې شاوخوا ۴۷ پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو مؤسسې شته، چې تر ۲۱۴ زرو ډېر محصلین پکې زده‌کړې کوي. تاجیکستان له شوروي اتحاد سره د یو ځای کېدو پر مهال او بیا د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د مسلمانو ماشومانو روزنه او زده‌کړه د الحاد پر اصولو او د تکامل د نظریې پر بنسټ روانه ساتلې ده.

د خپلواکۍ له ترلاسه کولو راهیسې، هر کال شاوخوا یو نیم میلیون کسان له دغه هېواد څخه د کار لپاره روسیې ته د کډوالو کارګرو په توګه ځي او هلته تر ډېره سخت او درانه کارونه کوي. د تاجیکستان د پوهنتونونو ډېری فارغان نه شي کولی، چې په خپله مسلکي برخه کې کار پیدا کړي، نو له همدې امله اړ کېږي چې د کار لپاره روسیې ته ولاړ شي او هلته د غلامانو په څېر کار وکړي.

په تاجیکستان کې شاوخوا ۴۰۰۰ جوماتونه شته دي. له دې شمېر څخه نږدې ۳۶۶ جوماتونه د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره فعال دي، چې ۴۴ پکې د جمعې مرکزي جوماتونه شامل دي. حکومت د جوماتونو د جوړولو لپاره ځانګړې بودیجه نه ورکوي. له همدې امله، مسلمانان پخپله د ولسي مرستو په راټولولو او د خپل شخصي ځواک په لګولو سره، د جوماتونو د جوړولو چارې پر مخ وړي.

تاجیکستان هر کال د نوي میلادي کال او نوروز په څېر جشنونو د شانداره مراسمو لپاره په لویه کچه پیسې لګوي، خو د دغو مراسمو دقیق لګښتونه له خلکو څخه پټ ساتي. یوازې په ۲۰۱۳م کال کې حکومت اعلان وکړ چې د دغه ډول مناسبتونو لپاره یې شاوخوا ۸۸ میلیونه ډالر لګولي دي، په داسې حال کې چې د یوه محلي جومات د جوړولو لګښت له ۲۰ زرو ډالرو څخه کم وي. د اوسني وضعیت له مخې، په تاجیکستان کې شته جوماتونه د شمېر او کیفیت له پلوه د ټولنې اړتیاوې نه شي پوره کولی. ایا په ۸۸ میلیونو ډالرو به څو جوماتونه جوړ شي؟

ایا د میلیونونو مسلمانو اولادونو ته د الحاد او د تکامل نظریې زده‌کړه ورکول، هغوی په کډوالو کارګرو بدلول او د هغوی شتمنۍ په کفري جشنونو کې لګول، پرمختګ بلل کېدلی شي؟ او ایا د جوماتونو جوړول او عبادت پکې کول خرافات دي؟!

ایا هغه وخت نه دی رسېدلی چې داسې واکمن رامنځته شي، چې مسلمانانو ته خپله سپېڅلې عقیده ور وښيي، هغوی د وړ کسانو په توګه وروزي، نه دا چې کډوال کارګر ترې جوړ کړي، او د هغوی شتمنۍ د اسلام د عزت او د هغوی د پرمختګ په لاره کې ولګوي؟

لیکوال: احمد هادي

۱۴۴۷هـ.ق د رجب ۶مه

۲۰۲۵م د ډسمبر ۲۷مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې