یکشنبه, ۰۶ مُحرم ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۶/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د اردن رژیم د مسلمانانو د احساساتو په وژلو سره هڅه کوي، چې له قدس او الاقصی څخه د ملاتړ په موخه د هغوی د لاریونونو مخه ونیسي!

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

د اردن امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۸م د جنوري په پنځمه د حزب التحریر له لوري له قدس، الاقصی او ټول فلسطین څخه د ملاتړ په موخه د اردن په پلازمېنه عمان او رصیقه ښارونو کې جوماتونو ته څېرمه د لاریونونو مخه ونیوله. د خلکو د لاریونونو ډګرونه د امیتي ځواکونو له لوري پر نظامي زندانونو بدل شول او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د نوموړي حزب درې غړي د «نزال» جامع جومات مخې ته ونیول او د حزب د نورو غړو په نیولو پسې ووتل.

له دې سره سره امنیتي ځواکونو خبریالانو او انځور اخیستونکو ته د دې پېښې د پوښښ اجازه ور نه کړه او ان د دوی د کمرو د اخیستلو هڅې یې وکړې، په ورته وخت کې یې د ځینو انځور اخیستونکو ارتباطي وسایل هم ضبط کړل.

حزب التحریرـ ولایه اردن له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه په پوره ویاړ له دغو ځپلو، خنډونو او د اردن د حاکم رژیم له کمزوریو سره سره په ښکاره اعلانوي، چې د قدس، الاقصی مسجد او ټول فلسطین له ملاټړ څخه لاس نه اخلي او د دیني وجیبې د ترسره کولو او د قدس او الاقصی مسچد د دفاع لپاره د اسلامي پوځونو  له رابللو څخه نه تېرېږي او په خپل کار کې قاطع دي.

د اردن د رژیم دا ډول ځپل او خنډونه د دې ښکارندویي کوي چې له بیت المقدس او الاقصی څخه یې د ملاټړ ادعا دروغ ده او یوازې یو رسنییز او سیمه‌ییز لګښت دی.

د حزب التحریرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

ژباړن: شجاع

د مطلب ادامه...

ولایه ترکیه: کنفرانس «موږ واحد امت یو!»

حزب التحریر ولایه ترکیې د دیار بکر ښار کې د « موږ واحد امت یو» تر سرلیک لاندې ستر کنفرانس تر سره کړ چې په دغه کنفرانس کې ډېر شمېر مسلمانان: د ټولنیزو سازمانونو، مدني بنسټونو غړي او سیاستوالو حضور درلود.  ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۲۷مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۱۴مه

د مطلب ادامه...

مطبوعاتي دفتر: د الرایه جریدې «‍۱۶۵» مې ګڼې ته کتنه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي چې د «الرایه» جریدې د هرې نوې ګڼې په خپرولو سره په دغې جریده کې د شته خیر او نیکۍ د رسولو په موخه، ددې پاڼې له لارې یې پر موضوعاتو تبصره کېږي، نو له موږ سره اوسئ.. 

  «دویمه برخه» 

 د الرایه جریدې «۱۶۵» مې ګڼې ته کتنه

  په ایران او کردستان کې سیاسي تحولات!

وړاندې کوونکی:  استاد خالد الاشقر ( ابو المعتز) 

 ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۳مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۱۸مه

د مطلب ادامه...

د خلافت کنفرانس "موږ واحد امت یو"

  • خپور شوی په ترکیه

حزب التحریر ولایه ترکیې په "دیاربکر" کې د "موږ واحد امت یو" په نامه کنفرانس جوړ کړ، چې د سیاسیونو او مدني ټولنې ته منسوبو کسانو په شمول زیات شمېر مسلمانانو ګډون پکې کړی و.

په دغه کنفرانس کې د حزب التحریر ولایه ترکیې د مطبوعاتي دفتر رییس استاد محمود کار، استاد آیدن اوسالب او استاد عبدالله امام‌اغلو ویناوې وکړې.

د نورو جزیاتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ:

http://www.muslimworld.today/ar/index.php/dawahnews/turkey/49149.html

د مطلب ادامه...

چین غواړي په پاکستان کې نظامي اډه جوړه کړي

رسنیو  خبر ورکړ چې چین هوډ لري د پاکستان په سوېل‌لوېدیځ کې نظامي اډه جوړه کړي، چې په دغې ستراتیژیکه سیمه کې د پکن دغه کار د امریکا تر نظر لاندې دی، دغه چينې نظامي اډه به «ګوادر» بندر ته څېرمه د  بلوچستان او پاکستان په خاوره کې د ایران د پولې په امتداد د عمان په خلیج  کې جوړه شي. د " South China Morning Post» خبري ټولګې په نقل سره، چیني نظامي چارواکو ویلي، چې د نوې اډې جوړول لازم دي، ځکه اوسنی بندر چې سوداګریزې بېړۍ پکې کار کوي، د چيني جنګي بېړیو د اړتیاوو او لوجیستیک ملاتړ توان نه لري.

د پاکستان حکامو، پاکستان له ښکېلاکګرو دولتونو لکه چین او روسیي سره چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي په نویو ایتلافونو کې ډوب کړ. ان تر دې چې د تحقیر دروازې یې پر خپل مخ پرانستې دي.

د پاکستان پر وړاندې د چین کړنه موږ ته د شرقي هند د کمپنۍ لومړۍ ورځي رایادوي چې وروسته په یو غربي استثمارګر او ښکېلاکګر بدله شوه. چین د غربي اقتصادي نظام پر ځای د پانګوالۍ او سوداګرۍ د ترویج لپاره له نویو لیبرال سیاستونو استفاده کوي.

پاکستاني حکام، عزت، مېړانه، مجد او عظمت د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو کفارو سره لټوي، سره له دې چې پوهېږي دا کار شرعاُ حرام دی، الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

[نساء: ۱۳۹]

ژباړه: منافقان هغه کسان دي چې د مومنانو پر ځای له کافرانو سره دوستي کوي او خپل سرپرستان یې ګڼي. ایا عزت له کافرانو څخه غواړي؟ په داسې حال کې چې ټول عزت او شوکت له  الله سبحانه وتعالی سره دی او څوک چې له الله عزت غواړي عزیز دی او  څوک چې له الله پرته عزت ِغواړي ذلیل دی.

ژباړن: علي عمار

د مطلب ادامه...

فلسطین: د آل عمران سورت د «۲۹»ام ایت د تفسیر

د آل عمران مبارک سورت «۲۹»ام ایت: "قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُـدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ" 

 وړاندې کوونکی:  شيخ يوسف مخارزة (أبو الهمام)

  ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۲۲مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۹مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې