روسیه او ستر قدرت
- خپور شوی په د حزب د امیر نقل قولونه
﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾
[ الاحزاب: ۲۳]
ژباړه: له مومنانو څخه ځیني داسې شخصیتونه شته، چې له الله سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده، له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار کوي. هغوی په خپله کړنلاره کې هیڅ بدلون نه راووست.
د شام پاڅون يو په بل پسې قربانیو ته دوام ورکړی، لا تر اوسه یې بچیان بې سارې هڅه کوي، چې د الله سبحانه و تعالی کړې ژمنه؛ یو پرتمين بری يا داسې جنت تر لاسه کړي، چې پراخوالی يې د ځمکې او اسمانونو په اندازه دی او دا جنت د ریښتینو کسانو لپاره تيار شوی دی.
د سې شنبې ورځ د ۱۴۳۹ هـق كال د ربیع الاخر پر اتمه، چې د ۲۰۱۷ م د ډېسمبر له ۲۶ مې سره سمون لري، شام له خپل یوه بااحساسه بچي مجاهد اعبدالرحیم جوبار سره مخه ښه وکړه؛ چې ۳۳ کلن، د څلورو ماشومانو پلار او دمشق ته څېرمه په جوبار نومې سیمه کې اوسېده. دغه مجاهد د اسد ظالم رژيم له لوري د یو توغول شوي توغندي پر مټ لومړی ټپي او وروسته يې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د جوبار اوسېدونکي له عبدالرحیم سره پوره اشنا وو. دی له هغو لوموړنیو ځوانانو څخه و، چې د اسد رژيم پر وړاندې يې په دې موخه پاڅون وکړ، چې د هغه رژيم را وپرځوي. دی د پاڅون له پيله کابو دوه کاله، دوه ځلې بندي شوی، له خوشي کېدو وروسته یې هم همت له لاسه ور نه کړ او مبارزې ته يې په مېړانه دوام ورکړ. له حزب التحریر سره یې د رسول الله (صلی عليه و سلم) پر طریقه کار کاوه، ترڅو د اسد رژيم وپرځوي او د نبوت پر منهج خلافت تاسيس کړي.
موږ د ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر استازي، د عبدالرحیم جوبار د شهادت له کبله ټول امت سره خوا خوږي شریکوو او په ډاډ سره وايو: چې د ده او د ده د ملګرو وينه به په شام کې بې ځایه نه شي او هغه کسانو چې د جينوا، رياض، استانه، سوچي او نورو له شرم او غلامۍ څخه په ډکو کانفرانسونو کې ګډون وکړ او د خپلو مسلمانو شهيدانو وينه یې په ارزانه بيه وپلورله؛ نو دوی دې د الله سبحانه و تعالی د سخت عذاب په تمه شي. د شام خلکو د الله سبحانه و تعالی د رضا لپاره خپله وينه توی او قرباني کړه، چې د الله سبحانه و تعالی کلمه لوړه شي. په شام کې د عبدالرحیم جوبار په څېر خلک شته، چې د خپلو خلکو سرښندنې نه پلوري، د خپل دين سپکاوی نه مني او په خپله مبارزه کې تر هغې ثابت او ټينګ پاتې کېږي، چې الله سبحانه و تعالی لوی بری ور په برخه کړي. الله ستاسو ساتونکی او د دغه بري لاسته راوړلو وړ دی. په پای کې موږ یوازې ویلی شو:
﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾
[البقرة: ۱۵۶]
ژباړه: موږ د الله سبحانه و تعالی يو او د هغه لوري ته ور ګرځېدونکي یو.
اې عبدالرحیمه! موږ ستا په وفات ډېر غمجن یو. موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو، چې ستا نېک عملونه په خپل دربار کې قبول کړي او د پيغمبرانو، صابرانو، شهیدانو او صالحينو په ټولۍ کې دې راپورته کړي. د دغو کسانو ملګرتیا څومره ښه ده.
د حزب التحرير- ولایه سوریه مطبوعاتي دفتر
ژباړن: جمیل
وړاندې کوونکی: شیخ خالد دویک
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۱۱مه جمعه/ ۲۰۱۷م، د ډسمبر ۲۹مه
د چهار شنبې ماښام، د کافرې ښکېلاکګرې امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه بیانیه کې وویل: « قدس د یهودي دولت پلازمېنه ده». د ټرمپ له دغو پروپاګندو څرکندونو او بیانیې وروسته حزب التحریر ولایه ترکیې یوه مطبوعاتي اعلامیه په دغه عنوان چمتو کړه: « قدس د یهودي دولت پلازمېنه نه؛ بلکې د هغوی مقبره ده.» د دغې مطبوعاتي اعلامیې په بدرګه کې له ۱۵ ښارونو او شپږو بېلا بېلو مرکزونو څخه په زرګونو خلکو برخه اخستې وه.
د پنجشنبې ماښام دغه اعلامیه په استانبول کې د امریکا دکونسلګرۍ مخ ته، د برصیې ښار په مرکز او د غه راز د جمعې په ورځ په انقره، ادنه، دیار باکیر یرګاني، بیتلیس تاتوان، وان، میرسین، حتایا، کونیا، کارامانماراس او سان لیورفا کې ولوستل شوه.
د جمعې په ماښام یالووا او ایدین ښارونو ته هم مطبوعاتي اعلامیه ولېږل شوه. د نړۍ د شاوخوا مسلمانانو روان حالت ته په کتو سره د ترکیې مسلمانانو د امت د ملاتړ لپاره په ډاګه کړه، چې دوی د بیت المقدس او الاقصی مسجد څښتنان دي. د امریکا د متکبر ولسمشر د بیانيې: « اوس هغه وخت دی، چې بیت المقدس په رسمي توګه د اسراييلو د پلازمېنې په توګه وپېژندل شي» په غبرګون کې د ترکیې خلکو وویل: « اوس هغه وخت دی چې راشده خلافت رامنځته شي». مطبوعاتي اعلامیې د مسلمانانو له لوري د خلافت په شعارونو او د تکبیرونو په اوازونو بدرګه کېدلې. مطبوعاتي اعلامیو په دغو ټکو ټینګار کاوو: « اې مسلمانانو! تاسو پوهیږئ چې قدس د اسرا او معراج خاوره ده او د مسلمانانو لمړنۍ قبله ده. دا د الله د پېغمبر له لوري موږ ته را پاتې امانت دی. نو ځکه بیت المقدس به هیڅکله هم د یهودي دولت پلازمېنه نه شي او موږ بیا ځلې په دې ټینګار کوو، چې بیت المقدس د یهودانو پلازمېنه نه؛ بلکې د دوی مقبره ده ».
د امریکا دغې بې شرمې بیانیې ته په کتو سره، زموږ مطبوعاتي اعلاميې د اسلامي خاورو حکامو ته، چې د امریکا پرېکړه یې له وېرې او بې وسې سره سره وغندله، خطاب کوي: اې مسلمانانو! ایا دغه حکام چې په وینا یي جنایتکار یهودي دولت د اسراء او معراج خاوره اشغال کړې ایا په منځني ختیځ کې د دغه دولت شتون حتمي دی؟ ایا هغه حکام چې غواړې له دغه غاصب دولت سره ټينګې اړیکي رامنځته کړي وبه کولی شي بیت المقدس بیا وګټي؟! په دغو تشو غندنو سره تر کوم بریده کولی شي د اسلام او مسلمانانو دښمنان، ټرمپ او یهودي دولت ووېروي او مخه یې ونیسي؟ ایا د دوی کړنې له نیوکې او غندنې پرته بل ځای نیسي؟! د اسلامي همکاریو سازمان د غرمې د ډوډی له ناستې پرته څه کولی شي؟ نه کوم اغېز او نه هم کوم صلاحیت لري. ایا دوی د ټرمپ او یهودي دولت په غبرګون کې څه لري؟ ایا دوی هغه څوک دي چې د اسراء او معراج خاورې دفاع به وکړي؟ ایا دوی به هغه څوک وي، چې د الاقصی مسجد آزاد کړي؟
اې مسلمانانو! حل لاره دا ده: د بیت المقدس او الاقصی مسجد آزادي یوازې د هغو رهبرانو په لاس شوني ده، چې د صلاح الدین په څېر وي، هغه ویل: څرنګه به موسکی شم چې الاقصی محاصره وي؟ او د ریښتني خلیفه په لاس لکه سیدنا عمر (رضی الله عنه)، چې بیت المقدس یې آزاد کړ. عمر (رضی الله عنه) چې کله پر اوښ سپور دغه ښار ته د ننوتلو په حال کې و، یو کس ورته وویل: « دا هغه هیواد دی، چې پر اوښ سپرېدل په کې خلک بد ګڼي. څه به وشي که ته په اس سپور دننه شې». ده رد کړه او ویې ویل: « الله موږ ته په اسلام سره عزت راکړ، که موږ د الله له لارې پرته په بل څه کې عزت ولټوو، نو الله به مو سپک او بې عزته کړي ». د روڼ اندو خلکو له ډلې څخه یو ځیرک رهبر سلطان عبدالحمید و، چې یهودانو ترې د پیسو په بدل کې د فلسطین خاورې د یوې ټوټه ځمکې غوښتنه وکړه؛ خو ده یې په غبرګون کې وویل: « زه د دغو ځمکو یو اینچ هم نه شم پلورلی ». دا یې وښوده، چې دا د هغه ملکیت نه؛ بلکې دا په ټول مسلمان امت پورې تړلی ملکیت دی. هو مسلمانانو: د بیت المقدس آزادي به یوازې په تشو الفاظو تر لاسه نه شي بلکې د عمل له لارې...
مطبوعاتي اعلامیه په لاندې اختتامیه دعا باندې پای ته ورسېده: اې زموږ ربه! موږ ته ریښتنی خلافت راکړه او موږ ته داسې خلیفه را نصیب کړې، چې له الله څخه ووېریږي نه له کفارو څخه. حکام پکې له تشو الفاظو پرته په عملي توګه پوځونه ولېږدوي. مشران پکې خپل ځانونه تر هغې ګرم وبولې، چې بیت المقدس نه وي ازاد شوی. داسې یو پوځ غواړو، چې خپلو استوګڼ ځایونو ته تر هغې راستانه نه شي، ترڅو یې له یهودي دولت څخه قدس نه وي ازاد کړی. د حسن النباشي په څېر سرتېري غواړو، چې د ۵۵ کلنو لپاره یې له بیت المقدس څخه ساتنه وکړه. اې الله! د مسلمانانو صفونه واحد کړې، د دوی لفظونه، کړنې او زړونه یو کړې. پر نبوي طریقه د ریښتني خلافت د تاسیس لپاره مو موخې یو کړې.
د حزب التحریر ولایه ـ ترکیې مطبوعاتي دفتر
ژباړن: جمیل
له هغه ورسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د یهودي ښکېلاک د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، الحمد الله له هغه وخت راهیسې په ټوله اسلامي نړۍ کې لاریونونه روان دي. همدا راز موږ د اسلامي خاورو د مشرانو بې ګټې خبرې اورو او د دوی دا هڅې وینو، چې غواړي د بیت المقدس له موضوع څخه سیاسي ګټې واخلي. دوی د ټرمپ په غندلو سره هڅه کوي چې ځانونه اتلان کړي. د سپېڅلې خاورې د دفاع په پلمه یې په استانبول کې یوه ستره غونډه ونیوله. دوی داسې وښوده چې د ټرمپ څرګندونې غندي او له سپېڅلې خاورې دفاع کوي، خو په حقیقت کې دوی د ټرمپ نږدې ملګري دي او همېشه یې امریکا ته سر ټيټ کړی دی. ځینو خو ان وویل، چې دوی به د ټرمپ له څرګندونو سره سره له امریکا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي. دوی په خپل خیانت او دغو نمایشونو له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر صلي الله علیه وسلم او مسلمانانو څخه نه شرمیږي.
پرون د ۲۰۱۷م کال د ډسمبر پر ۲۲مه د مالیزیا حاکم ګوند د بیت المقدس د ژغورنې لپاره د پوټراجایا په جومات کې د یوالي غونډه ونیوله او هغې ته یې د مخالفینو رهبران، مفتیان، غیردولتي ادارې او په ټوله کې د مالیزیا خلک رابللي وو. دا یو ښکاره پېغور دی، ځکه د حاکم ګوند له واک ته رسېدو راهیسې دوی نه پرېښودل، چې له جوماته د سیاسي موخو لپاره استفاده وشي، خو اوس هغه جومات چې د مالیزیا د مرکزي ادارې ښودنه کوي، د سیاسي موخو لپاره استفاده کېږي. خدای دې وکړي چې حاکم ګوند او په ټوله کې مسلمانان په دې پوه شي چې سیاست او جومات نه جلاکیدونوکي دي، کله چې هدف یوازې اسلام وي.
په دې اړه حزب التحریر ولایه مالیزیا پر دغو ټکو ټینګار کوي:
۱-کومه غونډه چې د حاکم ګوند له لوري دایره شوه، موخه یې یوازې د مالیزیایانو پام ځان ته اړول و، چې ـ حکومت خو هم یو څه کوي ـ په داسې حال کې چې د دوی دا کار د بیت المقدس یا فلسطین ستونزه نه شي حل کولی.
۲-د بیت المقدس د ازادولو لپاره د حکومت دنده د غونډو دایرول نه؛ بلکې جهاد دی. د بلاغتي غونډو دایرول د دولت نه؛ بلکې د امت دنده ده. دولت باید د دا ډول قدرت په درلودلو سره خپل پوځ وخوځوي.
۳-د مالیزیا د لومړي وزیر له لوري د دوو دولتونو د حل لارې او د ۱۹۶۷م کال د فلسطین پولې تصدیقول په څرګند ډول په فلسطین کې د یهودي ښکېلاک او په غیرې قانوني ډول د دوی د ځای پر ځای کېدلو په رسمیت پېژندل دي او دا له بیت المقدس سره ښکاره خیانت دی.
۴-د مفتیانو او مذهبي مشرانو دنده له حاکمانو سره یوځای دسیسه جوړول نه؛ بلکې د دوی محاسبه کول دي، دا خو پرېږده چې د حاکمانو له لوري ترې استفاده وشي. مفتیان باید داسې فتوا ورکړي چې په حاکمانو باندې واجب ده چې فلسطین ته پوځونه واستوي او بیت المقدس د یهودیانو، چې د امریکا لعنت الله علیهما ملاتړ ورسره دی، له منګولو ازاد کړي.
اې مسلمانانو! یاد مو وي چې بیت المقدس به هېڅ کله هم د مسلمانانو د حاکمانو د ډراماتیکو او مفتو خبرو په واسطه ازاد نه شي. دغه سپېڅلې خاوره به یوازې د جهاد او خلافت په واسطه ازاده شي. حزب التحریر شپه او ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي، چې د هغه په تاسیس سره به ژر تر ژره د خلیفه له لوري في سبیل الله جهاد پیل شي او بیت المقدس به داسې ازاد کړي لکه څنګه چې عمر رضي الله عنه او صلاح دین ایوبي ازاد کړ.
د حزب التحریر ولایه – مالیزیا ویاند عبدالحکیم عثمان
ژباړن: علي عسکري
حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د خپلو انټرنټي پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته په خوښۍ اعلانوي چې د الواقیه تلویزیون په خپرونو کې د " حلقة علی الهواء مع احمد القصص " تر سرلیک لاندې نوې ویډیویې خپرونه نشروي، چې په دغې خپرونه کې ښاغلی استاد احمد القصص د نظام کتاب تدریسوي، نو له موږ سره اوسئ..
د آل عمران مبارک سورت د ۲۷ام ایت تفسیر
" تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ "
وړاندې کوونکی: شيخ يوسف مخازرة ( آبو الهمام )
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۸مه، سه شنبه/ ۲۰۱۷م، د دسمبر ۲۶مه
وړاندې کوونکی: شيخ رأفتت نجيب ( ابو محمد )
۱۴۳۹ه،ق، د ربیع الثاني ۱۱مه، جمعه/ ۲۰۱۷م، د دسمبر ۲۹مه
حزب التحریر ولایه تونس « د ۲۰۱۸م کال د بودیجې قانون د پرمختګ او واقعیت په خیال کې» تر سرلیک لاندې سیاسي اقتصاد کنفرانس تر سره کړ، چې په دې کنفرانس کې (افتصاد پوه) دکتور اسعد بن رمضان د حزب التحریر په مرکز نهج باب الخضراء کې حضور درلود
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۲۹مه، یک شنبه، ۲۰۱۷م، د دسمبر ۱۷مه
وړاندې کوونکی: شيخ محمد عايد ابو عبد الله
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۱۱مه جمعه/ ۲۰۱۷م، د دسمبر ۲۹مه